نادري ناولده

د ځمکی په تاريخ کې لس وژونکی طبيعي پيښی

ليکوال : فضل الدين احسان

زورورو طبعي پېښو په مختلفو پيړيو کې انسانانو او انساني ټولنو ته  ډير مالي او ځاني تاوانونه اړولي چې ځينې يې د اوږدې مودی لپاره متاثره کړي او ساينسدانان د هغوی مړو يا زيانونو محاسبه هم نه ده کړی . په تاريخ کی لس سختې وژونکی طبعي پيښی چې زياتې يې زلزلې او سيلابونه دي او لس ميليونه انسانانو ته يې مرګ ژوبله اړولی ده  په لاندی ډول دي.

  د مرکزي چين سيلابونه :

د مرکزي چين سيلابونه د ځمکې په تاريخ کې تر ټولو بد ترينه طبعی پيښه ده کوم چې 1931 ميلادي کال کی د جولال نه د اګست د مياشتی پوری يې دوام کړی وو. کله چې د يانګ سيند(Yangtze River) کې اوبه زياتې شوی او اوبه د خپل سرحد د باندی راوبهيدی په نتيجه کی يی  غټ سيلابونه  رامنځ ته کړل د NOAA د يو اټکل له مخی ددی سيلابونو پواسطه د لوږی ، ډوب شوو او ناروغو انسانان شمير 3.7 میليونه وو او د 51 ميليونوڅخه زيات خلک يا د چين د څلورو برخو څخه يوه برخه نفوس  د مرکزي چين د سيلابونو پواسطه متاثره شول.

د ژيړ سيند سيلاب:

ژيړ سيند (د اسيا له مشهورو سيندونو څخه دی او د چين په شمال کي موقيعت لري  د ختيځ څخه بهيږي او په ژيړه بحيره کې تويئږي ) د انسانانو په تاريخ کې بدترين او د نړی د تاريخ دوهم وژونکي سيلاب وو چې په 1887 ميلادي کال کې د سپتمبر په مياشت کې واقع شوی دی .دغه سيلاب د چين يوولس غټ غټ بازارونه ،په سلګونو کلي وران کړل  او په  ميليونوخلک يې بې کوره کړل  چې اوبو يې  50000  ميله مربع ساحې نيولی وه او د900000 څخه تر 2000000 پورې کسان يې ووژل.

د شانګزی زلزله :

د چين په شانګز ولايت او ورسره نژدی سيمو کې د 1556 ميلادي کال د جنوري د مياشتې په 23 نيټه کې سخته  وژونکي زلزله پيښه شوی وه چې سخته دردونکی او د مصيبته ډکه پيښه وه. د يوه اټکل له مخی زلزلی اندازه 8 ثبت شوی وه او 830000 کسان يې ووژل او دغه وژونکي غږ ددغو ذکرشوو ولايتونو 60٪ نفوس کم کړ.

بولا بړبکۍ او طوفان:

د بولا سخت او وژونکی طوفان او بړبکۍ  د 1970 ميلادي کال د نومبر د مياشتې په 12 نيټه چی په بنګله ديش  (پاکستان په ختيځ کې موقيعت لري ) رامنځ ته شوی وه او ډيره مړينه يې رامنځ ته کړی وه  د غې بړبکۍ د اوبو څپې په ساحل باندی راواړولی چې د يوه اټکل له مخی 500000 انسانان يې ووژل  .

 د انډيا بړبکۍ او طوفان:

د انډيا  د اندرا پرديس په کورينګا کلي کی په 1839 ميلادي کال کی د نومبر د مياشتی په 25 نيټه يوشديد او سخت طوفان رامنځ ته شو چې 40 فټه موجونه يي درلودل او د کلي زياته برخه  او نږدی ساحه کی يی غټی کشتۍ له منځه یو وړلی ،چې له امله يی  20000 انسانان پکی ډوب شول او 300000 انسانان مړه شول.

د اينټيوک زلزله :

د ترکې  په جنوب کې يو ښار ګوټی  چی د اينټيوک په نامه ياديده  د ميلاد څخه 526  کال پخوا د یو اټکل له مخی د مئ د مياشتی 20 څخه 29 ورځو ترمنځ يوه سخته زلزلی ولړزاوو  چې دغی زلزله سوريی او د اينټيوک ښارګوټی کی واقع شوی وه  چی په نتيجه کی یی 250000 څخه تر 300000 پوری کسان ووژل او هغه اور کوم چی ددی زلزلی په نتيجه کی رامنځ ته شوی وو ډيری زياتی ودانۍ يې ورانی کړلی.

    د تانګشان زلزله :

تانګشان د چين په شمال ختيځ کی يو صنعتي ښار دی چی يو ميلیون نفوس يې درلوده . په 1976 ميلادي کال کی د جولای په 28 نيټه د تانګشان په ښار کی يوه سخته زلزله رامنځ ته شوه چې تقريباَ 655000 کسان يی ووژل.

د هاييان زلزله :

د چين په ننګزيا ولايت کی په 1920 ميلادی کال کی د ډيسمبر په 16 نيټه يوه سخته زلزله د 8.5 په اندازه   د هاييان د ضلع ساحی ولړزولی  چې په نتيجه کی دغی زلزلی 235502 انسانان ووژل .

د انډيا د سمندر زلزله يا ټي سونامي:

ټي سونامي په 2004 ميلادي کال کې د ډيسمبر په 26 نيټه د انډيا په سمندر کی رامنځ ته شو چی د زلزلی مرکز په سوماتر او اندونيشيا کی وو او همدارنګه د انډيا سمندري زلزلی د ساحلي غاړو ټول هيوادونه خراب کړل  او ډيره مرګ ژوبله يي ورته واړوله  د يوې احصایی له مخی د 225000 څخه تر 230210 کسان يی ووژل.

د اليپو زلزله :

اليپو د سوریی د هيواد يو غټ ښار دی چی ددغه هيواد په شمال کی پروت دی په 1138 ميلادي کال کی د اکتوبر د مياشتی په 11 نيټه يوه سخته او زوروره  زلزله په 8.5 اندازی سره پيښه شوه چی د ترلاسه شوی معلوماتو له مخی 230000 کسان يی مړه کړل او د ښار زياته برخه يی ويجاړه  کړله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرافع مېلمه

د زوی مړي زو د نوح طوفان دي هیر شوی، د عاد او ثمود عرقیدل دي هیر دي، د لوط د قوم درز دي په مغزو کي نه ګرځي چي نسلونه يي ورک کړل، او قرآني تاریخ لیکلي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x