نظــر

هغوی چې په تورو خاورو نه مړیږي

shirpor kabulیوې  کابل میشتې  رسنیزې ادارې ( کلید ګروپ ) دافغانستان په څو ولایاتو کې دخپلې شوې سروې په ترڅ کې موندلي ، چې په وروستیو څو کلونو کې دافغانستان په څو ولایاتو کې  تقریبا څلور لکه جریبه ځمکه  د دولتي غاصبینو او زورواکانو لخوا غصب شوې ده .

د دولتي ځمکو دغصب په اړه دا پلټنه چې یوازې په غزني ، هرات ، کابل  او ننګرهار ولایاتو کې ترسره  شوې ده ،  په ډاګه کوي چې په غزني ولایت کې  ۱۵۴ زره جریبه  ځمکه ، په هرات کې ۱۱۰ زره جریبه ځمکه ، په ننګرهار کې ۲۰ زره جریبه  ځمکه  دغه رنګه دکابل په مربوطاتو کې په لسګونو زره جریبه ځمکه  دولتي زورواکونو لاندې کړې ده .

راپور په کابل کې د دولتي ځمکو په اړه ویلي چې نور ددې ښار په مربوطاتو کې هیڅ دولتي ځمکه نه ده پاتې ، ځکه کومه ۳۳ زره جریبه  ځمکه چې دکابل په شاوخوا کې پاته وه هغه دسږ ۲۰۱۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دبیلابیلو لوړپوړو چارواکو او جنګسالارانو لخوا دشهرک سازیو په نامه دجعلي اسنادو په جوړولو سره غصب شوې ده .

راپور په کابل کې دځمکې دغصب یو واضح مثال دشیرپور دتاریخي  سیمې ورکړی ، چې دټوپکي جګړمارانو او نیکټایي پوښو غرب زده ګانو لخوا  په رڼا ورځ غصب شوه او اسمانڅکې ماڼې پرې جوړې شوې ، راپور ویلي چې ددې ځمکې په اړه د کرزي دحکومت کابینې دوطنوالو دتیرایستلو لپاره پریکړه وکړه چې غصبوونکي به یې دهرې بسوې  ۳۳ زره  ډالره قیمت حکومت ته سپاري ، خو وروسته  دغه نرخ  ۱۲ زره ډالرو ته راښکته کړای شو ، مګر تراوسه پورې  هیچا هم دغه قیمت نه دی ورکړی .
دراپور له قوله  په یادو ولایاتو کې ډیری ځمکې دپیژندل شویو لوړپوړو لخوا غصب شوي دي ، په هرات کې ډيرې ځمکې او دولتي ملکیتونه  تورن اسمعیل خان غصب کړي ، چې دافغانستان دیوه پخواني وزیر عبدالمجید زابلي هغه  شخصي ځمکې هم په کې  شاملي دي چې نوموړي  له وفات وړاندې بیت المال ته وقف کړې وې  .
(چا ګل ته وینې ورکړې چا سپرلو نه وینې وڅښې
انسان څومره بدرنګه دی  انسان څومره ښایسته دی)
 دکلید ګروپ دراپور له مخې په تورن اسمعیل سربیره دهرات  ولایت  ښاروال محمدسلیم هم دځمکې په  غصب ګرم پیژندل شوی .
په ننګرهار کې ویل کیږي چې دځمکو دغصب او خپلسري خرڅلاو په ډیرو معاملو کې والي ګل اغا شیرزی او نږدې انډیوالان یې دخیل دي ، دغه راز په کابل کې هم له جګړه مار سیاف رانیولې تر غرب زده احدي پورې ټول د دولتي ملکیتونو په غصب کې لاس لري .
دکلید ګروپ به دې وروستي راپور کې یوازې په یادو څلورو ولایاتو کې دځمکو دغصب مسئله څیړل شوې ده ، داچې دافغانستان په پاته نورو ۳۰ ولایاتو کې به څه حال وي دمشت نمونه خروار په دود یې له همدې څخه اټکلولای شو .
په افغانانو کې چې څوک تراندازې زیات  سترګ وږی  او سوګت  وي ، نو خلک یې په اړه وایي ( فلانی په تورو خاورو  هم نه مړیږي ) د اوسنیو چارواکو لخوا دبیت المال دځمکو دغصب اوسنیو درنو ارقامو ته چې سړی ګوري نو په اړه یې ویلی شو چې دغه ظالمان  واقعا دجوع الارض په مرض مبتلاء دي او په تورو خاورو  نه مړیږي  .
علماء فرمایي چې داخروي محاسبې له اړخه دانسان لپاره ترټولو سخت جرم دپردي حق خوړل دي ، خو بیا علماء فرمایي چې ترشخصي شتمنۍ دعامه شتمنۍ غصب ډیر لوی جنجال لري ، ځکه په شخصي شتمنۍ کې دا احتمال وي چې انسان  له  هغه  څخه عفوه وغواړي ، یا یې قیمت ورکړي ، خو دداسې شتمنۍ غصب چې دافغانستان ۳۰ میلیونه نفوس په کې شریک وي ، نو له هرفرد څخه یي بخشش غوښتل ، قیمت یې ورکول یا یې بیرته  ذوالید/ ملکیت هریوه ته سپارل  دریواړه له محالاتو څخه شمیرل کیږي .
دولتي  غټان یا دمعاصر افغانستان وږي خاوره خوړونکي ماران باید په دې پوه شي ، چې په دې کړنو سره یوازې  په دنیا کې ځان شرموي او داخرت پیټی درنوي ، ځکه که له هرڅه منکر شي اخر په مرګ خو به عقیده لري ، هغه تریخ حقیقت چې له دوی څخه دغه ټول ملکیتونه سلبولای شي ، دوی که هرڅومره ځمکې غصب کړي خو اخر به یې یوازې دری ګزه ځمکه په نصیب وي .
حاصل این زندګي چیست ای کمین
نُه  ګز از کرباس  سِه  ګز از زمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x