شعـــــرونه

عرفان الله عرفاني – غزل

ډېر مې خو ښ دې ستا د کلي غزلونه
په زر تار کې دې پېيلي غزلونه

په تحفه کې که يو څو راته ډالۍ کړې
ډک له مينې نازولي غزلونه

دپښتو ژ بې شډل توري دې خوند کړي
تا پرې جوړ دي څو مره ښکلي غزلونه

راځه راشه چې يې دواړه زمزمه کړو
په اور بل کې دې ټو مبلي غزلونه

ستا غزل کې د زخمي زړګي اواز دی
راته وايه غم ځپلي غزلونه

دغزل تاثير دې زه هم غزل بول کړم
نن هم ما درته ليکلي غزلونه

لا س دې را کړه ته مې پير زه دې مريد شوم
ما دې سل ځله منلي غزلونه

دغزل غزل ځوانۍ بلا دې واخلم
عرفاني چا در ښو دلي غزلونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x