ادبي لیکني

د ادب پوهني ښېګڼي او زموږ ادب

عبدالمالک همت

ادب د انسان د موخي او مطلب د څرګندولو او اظهارولو لار او طريقه ده. ادب هم د اديب د احساساتو نمايندګي كوي او هم ښكلا ، لطافت او رنګينى ته ځواك او لا ډېره اغېزمنتيا بخښي. ادب په وګړنۍ ارواكي وړتيا، په اندونو كي رڼا، په ننګېرنو كي ځلا او په ژبه او وينا كي رواني او سپېڅلتيا راولي. ادب د اخلاقو د څېرې ښكلا او د انسان د ژبي خوږ تيا ده. د يوې ژبي ادب د هغې د هڅوب او ثقافت ډېر ښه انځور باله سي، ادب داسي يوه هينداره ده چي په هغې سره د يوه ولس د تهذيب او تمدن ، اخلاقو او چاپېريال معيار ټاكل كيږي او د ټولني د لوړتيا يا ټيټتيا كچه پكښي ليدل كيږي.

ادبپوهنه چي د نورو پوهنو په منځ كي كوم ستر ځاى لري، له ديني علومو پرته يې بله هيڅ پوهنه نه لري. دا ځكه چي د الٰهي كلام او نبوي احاديثو په هكله د پوهي وسيله ادبپوهنه، په تېره عربي ادبپوهنه ده. څونه چي څوك په ادبپوهنه كي پاته وي، هغونه د اعجاز د وجوهو له دركه بې برخي وي. له دې امله دى چي حضرت امير المؤمنين سيدنا عمر بن الخطاب ( به ويل :

« عليكم بديوانكم ؛ شعر الجاهلية لا تضلوا فان فيه تفسير كتابكم ومعاني كلامكم ». ( تاسي پر خپلو ځانو باندي د جاهلي پېر اشعار لازم وګرځوئ [ اړيكي ورسره ټينګي كړئ ؛ زده يې كړئ ] نو به تاسي له لاري نه وزئ ، ځكه چي په دې كي ستاسي د كتاب [ قرآن كريم ] تفسير او ستاسي د كلام معناوي دي. شاعر وايي :

لكل شيئ زينة في الورى * وزينة المرء تمام الأدب
قد يشرفُ المرء بآدابه * فينا وان كان وضيع النسب

ژباړه: په مخلوق كي هر شي ته ښكلاده او د وګړي ښكلا بشپړادب دى. زموږ په منځ كي يوسړى كه څه هم د معمولي نسب خاوند وي د خپل ادب په سبب د شرف څښتن كيږي.

د اسلامي او نړۍ والو ادبياتو په هكله پوهه او معلومات تر لاسه كول هر مسلمان ته په تېره د ديني اندونو حاملانو او ناقلانو ته اړينه چاره ده. ځكه بې له ادبياتو د اسلام او ټولني وړ چوپړ لكه څنګه چي ښايي هماغسي ناشونى دى. زموږ په ګران اسلامي هيواد كي بايد د ادبياتو پر مختيا ته لازمه پاملرنه وسي. په مدرسو، ښوونځيو او نورو ښوونيزو او څېړنيزو منځو(مرکزونو) كي بايد د ادبياتو د تدريس او ښووني د لارو چارو د بدلون او ښه كېدو لپاره هلي ځلي وسي. بايد تكړه او ماهر استادان د پښتو، دري او عربي ژبو د ادبياتو د تدريس لپاره وګومارل سي. له بده مرغه اوسمهال ادبياتو ته په تېره پښتو او اسلامي ادبياتو ته پاملرنه ډېره لږ سوې ده. په داسي حال كي چي په اوسني عصر كي ادبيات د اندونو، ذوقونو، او نظرونو په سمون او پراختيا كي ستر ارزښت لري.

څنګه چي په دې څه له پاسه سلو كلونو كي د عربو د اسلامي ادب آثاروته ګورو، متوجه كيږو چي هغوی د دې موضوع ارزښت تر موږ زيات درك كړى دى او په دې هكله يې ډېر ښه او په زړه پوري كار كړى دى. نن مهال چي كوم څه عربي نړۍ د اسلام د فرهنګ په نامه وړاندي كوي له هغو سره چي موږ يې وړاندي كوو، هيڅ د پرتلني وړ نه دي.

په عربو كي د دې ادبي پرمختيا له عمده عواملو څخه د ختيځ د ستر نابغه او د ښكېلاك ضد نهضت د لوى سالار حضرت سيد جمال الدين افغاني رحمة الله علیه غوندي د سترو ټولنيزو متفكرينو څرګندېده وه كوم چي موږ يې قدر ونه كړ او له خپله ټاټوبي مو وایست، خو هغو يې هركلى وكړ او اته كاله يې د هغه د اندونو او علم او فضايلو له درمندونو څخه وږي ټول كړل. د هغه په ښوونځي كي متعهد ورځپاڼه ليكونكي او پوه او پياوړي اديبان وروزل سول، د جامع الازهر پوهانو او استادانو د هغه د اندونو تر اغېز لاندي له محدودو اندونو سره مخه ښه وكړه او د دې ستر او روڼ اندي رشتياني مصلح بلني ته يې لبيك ووايه.

دغه مهال چي پر اسلام، اسلامي فرهنګ او زموږ پر ديني او مذهبي عقايدو او افغاني دودونو او ارزښتونو باندي ډېري نازكي شپې او شېبې تېريږي او مسلمان ولسونه د ډول ډول ورانيو او تباهيو سره مخ دي او زموږ د ځوان توكم مغزونه او اندونه د لوېديځ د ډول ډول تېريو او دسايسو منګولوته سپارل سوي دي، پر موږ ده چي د دغه ستر مفكر د آثارو په لوستنه او مطالعه په دې هكله پرخوځښت راسو او په دې برخه كي په لازمو بدلونونو راوستلو سره هيواد او په تېره نوى او ځوان توكم له دې حالته راوباسو.

زموږ ادب، اسلامي ادب دى

له لويه سره زموږ ادب هماغه وياړلى، غني اسلامي ادب دى كوم چي ادبپوهان ختيز ادب هم ورته وايي. خو سمه خبره داده چي دا ادب هم ختيز دى او هم لوېديز، ځكه دا ادب په هره ژبه چي وي اسلامي ادب دى، يعني دا ادب داسلامي نړۍ وال هڅوب (كلتور) يوه برخه ده. څنګه چي د اسلام د سپېڅلي دين لمر په ختيځ كي را ختلى او د ختيځ او لوېديځ ترمنځ جګړه ډېري لرغوني ريښې لري او د تاريخ د يو ډو ل جبر رنګ يې اخستى، نو څه جنګونه او نور چي د اسلام او لوېديځيانو تر منځ پېښ سوي هم د پوهانو له خوا د ختيځ او لوېديځ د جنګ په نامه نومول سوي او تعبير سوي دي او تر دې اغېزي لاندي دا اصطلاح ( ختيز ادب ) «اسلامي ادب » ته هم كارول كيږي.

په هر صورت دلته تر هرڅه دمخه اړينه ده چي زموږ د همدغه خپل اسلامي وياړلي ادب پر سوابقو او څرنګوالي؛ په دې اړه د اسلام د دښمنانو له خوا پر ډول ډول ښكاره او پټو هلو ځلو، د هغو پر پايلواو بالاخره په دغسي حالت كي زموږ پر دندو او لار ټاكلو او د هغې پر ا خيستلو رڼا وا چول سي.

لكه څنګه چي د المان د يوه تاريخپوه او فيلسوف ( اسوالډ اشپنګر) په تعبير « اسلامي تمد ن د لمر غوندي د ختيزو ښارونو څخه د لوېديځ له پاسه تير سو»، لوېديځيانو په ډېرو بر خو كي ځانونه د اسلام د علومو او فنونو تر پور لاندي ليدل او خپل فقر او د مسلمانانو بې خرته ډېرو او ډول ډول شتمنيو يې د سراښۍ حس را خوځولى او را پارولى وو. نو د اسلام او كفر د دښمنۍ، يا په بل عبارت د حق او باطل د جګړې د تاريخ په دغه پړاو كي د چارې او د دغو علمي او مادي شتمنيو د غصبولواو تر لاسه كولواو د اسلام له برلاسۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره د ډول ډول پلمو او د سيسو په لټه كي سول. دالمستظهر عباسي خليفه له پېر څخه ( له ۱۰۹۶ع. څخه تر ۱۲۹۱ع. ) پوري يعني تقريباً دوه سوه كاله يې تاريخي صليبي جګړې د اسلام پرضد په لار واچولې او بيا يې هسپانيه د مسلمانانو له لاسه وايستل او په دې لړ كي يې پر لوېديز فرهنګ باندي د اسلام د فرهنګ د پرله پسې غلبې او نفوذ له امله د « رنسانس » په نامه عكس العمل وښود كوم چي له آره د اسلام له فرهنګي نفوذ څخه د ژغورني لپاره وو. بيا يې پر اسلام له قهره ډكي نيوكي او بريدونه پيل كړل او په ډېر خښم او قهر به يې لوېديځيان د مسلمانانواو عربو په نسبت له ستاينو او مننو څخه منع كول.

له كومه مهاله چي د اسلامي نړۍ اقتصادي وضعيت د اسلام د ځينو لارښوونكو د ناپاميو او نورو ظلمونو او د مغولو د تاړاكونو او بې امنيتيو او د لوېديځيانو د تېريو له امله د ويجاړېدو په حال كي وو او عثمانيانو په ۱۴۵۳ع.كال كي د رومي مسيحيت ستره پلازمېنه ( قسطنطنيه ) ونيول او په درسته ختيزه اروپا كي د اسلام اذانونه واورېدل سول، لوېديځ وپتېيل چي د اسلام په وړاندي د تودې جګړې تر څنګ په تل تر تله توګه هغه جګړه او تېري په لار واچوي چي وسله يې علم او فرهنګ وي. هغه علم او فرهنګ چي د مسلمانانو د بري ټول وسايل او امكانات يې برابر كړي وه. بيا چي ناپليو ن د اروپا د ختيز هند په شركتونو پسې د اسلام دروازو ته ودرېد او ور پسې د لوېديز ښكېلا ك پسي راورسېد او ورسره ورسره د مسلمانانو د ويښتيا پېر پيل سو، د لوېديځيانو د څرګندو ښكېلا كي هلو ځلو ترڅنګ د هغو نامرئي نفوذ ته هم هلي ځلي چټكي سوې او دادى بيا هم په دې دوو وروستيو پېړيو كي يوې نوي او نامرئي صليبي جګړې اسلامي پولي د لوېديځ تر يرغل لاندي راوستي دي. كه څه هم په دې پرله پسې تېريو كي د لوېديځ د تفوق وسله بيا هم هماغه علم او فرهنګ دى، خو له نورو چلونو څخه يې كار اخيستل هم له پامه نه دي غورڅولي. لكه چي د اسلامي نړۍ پر ټټر باندي يې د يوه تېره خنجر په څېر د اسرائيلو په نامه دولت رامنځته كړكوم چي دا دونه كلونه پرله پسې لګيا دي فلسطيني بې دفاع مسلمانان وژني او خپل ټاټوبى يې ورپوري سور اور كړى دى، او دادى پردې سربېره يې په دې وروستيو كي د اسلام پرضد هر اړخيزه او په ډېرو مډرنو وسلو فعاله توده جګړه هم پيل كړې او پر لار اچولې ده. سياست، دپلوماسي، د ملګروملتونو په نامه د ستروكفري قدرتونو له ګومارلوعناصرو څخه جوړه موسسه او نور دېته ورته ډېر سازمانونه، د اسلام ډارن رهبران او ماديات پال پوهان، چل ول، زور او ډالر، د ډله ييزو رسنيو د تبليغاتو بهير، د جاسوسۍ تنستې او خپل ګومارلي او ګوډاګيان ټو ل يې په خورا زور او زوږ په لار او كار ا چولي دي.

له دې ټولو څخه چي بېرته خپلي مورد بحث موضوع ته راوګرځو له بده مرغه وينو چي د لوېديځيانو د نامرئي نفوذ او صليبي نامرئي جګړې د تېريو په ترځ كي په فرهنګي ساحه كي وضع داسي را جوړه سوې ده چي:

۱. په دې ساحه كي د لوېديځيانو د ځينو روزلو سوو ګومارلو او لوېديځ ځپلو او فرهنګي، نشراتي، اطلاعاتي او روزنيزو موسسو له خوا د څو كلن پرله پسې كار په پايله كي داسي شرايط رامنځته سوي چي لوېديز علوم او ادبيات زموږ تر سترګو زموږ د ادبياتو په پرتله ښه، غوره او ګټور برېښول كيږي.

۲. زموږ د اسلامي اورشو ځيني پوهان چي له لوېديځه را ځي نور څه يې نه وي زده هماغه څه چي يې په لوېديځ كي زده كړي وي بې له دې چي زموږ د علومواو فنونو سره يې پرتله كړي او ګټوري خواوي يې موږ ته زموږ د اړتياوو اوغوښتنو سره سمي ووايي او يا د عصر او زمان په غوښتنه زموږ د علومو او فنونو تشي په ډكي كړي، موږ ته يې وايي او پردې ټينګار كوي چي بس همدغه چي ماراوړي هر څه دي او زموږ دا نيمګړي او ناسم ښيي.

۳. له بده مرغه زموږ په علمي او فرهنګي موسسو او عالمانو او پوهانو كي هم( بې له څو استثناوو ) دا توان او وس نسته چي په دې خبرو وپوهيږي او داسي شرايط رامنځته كړي چي د لوېديځ دغه علوم او فنون او نوي پرمختياوي زموږ په ګټه وكاروي او زموږ د پوهي او فرهنګ د سمسورېدو او غوړېدو په لاركي يې په كار واچوي.

۴. زموږ ډېرنوي ځوانان تر دغواغېزو لاندي د لوېديځ په ړانده تقليد او پېښو اخته دي او شپه او ورځ لګيادي داسي غورځي پرځي كوي او له لوېديزو پوهنو څخه په اغېزمن كېدو سره داسي څه ليكي چي زياتره په نهايت كي د پردو په ګټه تماميږي. زموږ سم ورته ناسم او د پردو ناسم يې سم تر ستركو كيږي، چي له دې امله د يو ډول حقارت په ناروغي اخته سوي دي. دوى دونه فكر نه كوي چي كه دا لوېديزي پوهني واقعاً زموږ تر اسلامي پوهنو زموږ لپاره سمي او غوره واى، نو موږ خو بايد زموږ تر پخوانيو پوهانو ډېر څه په ډېر ښه كيفيت ويلي واى. په داسي حا ل كي چي له دوى څخه هيڅوك داسي ادعا نه سي كولاى. ځكه د دغسي شاعرانو او ليكوالانو ټول كارونه يوازي زموږ د خان عليين مكان حضرت خو شال خا ن خټك رحمه الله د ليكنو د لسمي لسمه نه جوړوي، د نورو سترواسلامي عالمانو سره د دوى پرتلنه خولا هلته پرېږده. ځيني د لوېديځ پر هرڅه مين سوي او لګياوي په نا خبري او سر نا خلاصي هغه څه كوي چي يا هيڅ ګټه نه لري او يا يوازي او يوازي د اسلام د دښمنانو په ګټه وي. او يا ځيني د هغو په وړاندي كلك تعصب ښيي، چي دا دواړه حالته زموږ فرهنګ ته لا زيانمن تماميږي.

د دې ټولو خبرو پايله دا سوې ده چي موږ له خپل معنويته او خپل اصيل اسلامي فرهنګ څخه بېل او پردي سوي يو او خپل ارزښت او حيثيت ښه نه سو دركولاى. ځكه مو نو د فرهنګي او ادبي كار د كيفيت او كميت كچه ډېره راټيټه سوې ده.

ښه نو په دغسي حالاتو كي موږ بايد څه وكړو؟

۱. له لويه سره خو زموږ د ستر نابغه حضرت سيد جما ل الدين افغاني رحمه الله د پلا ن او كړنلاري پر بنسټ او د هغه دلاري د نورو لارويانو د هيلو او ارمانونو پراساس د نړۍ د ټولو مسلمانانو يووالى اړين د ى. زموږ ليكوالان، شاعران او ټول عالمان او د قلم خاوندان دنده لري چي خپل اندونه او قلمونه په دې لار كي په كار واچوي.

۲. خپل تېر تاريخ او افتخارات په غور مطالعه كړي، خپل له وياړه ډك غني فرهنګ او ادب وشني او را وسپړي، نوې كتنه ورته وكړي او د هغو پر بنسټ داسي څه وليكي چي زموږ د ادب ټينګي او غښتي اړيكي زموږ د قرآن، دين او تاريخ سره وښيي، او له دې امله زموږ د خلكو په تېره زموږ د نوو ځوانانو په زړونو كي د اسلامي ادب په نسبت مينه او علا قه پيدا كړي او په دې توګه د نوو اسلامي علومواو فرهنګ بنسټ ايښوولو ته لار پرانيزي. دا كار د پوهانو له نظره او زموږ د تمد ن او فرهنګ څه له پاسه زر كلنو سوابقو ته په كتو سره، چي د انسانيت په تاريخ كي يې ستر اغېز درلودلى دى، هرومرو كېدونكى دى اواوس هر څه د دې زېرى وركوي چي د اسلام ستره ماڼۍ به يو ځل بيا د لوى څښتن په مرحمت او د مسلمانانو په همت لاښه ودانه او د قرآن په زرينو وړانګو او پلوشو به ښه روښانه سي.

۳. موږ ته ښايي چي خپل ځانونه وياړلي راته وايسېږي نه اسكېرلي. موږ بايد نهيلي نه سو، خو زموږ په تېرو كارنامو هم بايد داسي مغروره نه سو چي يوازي يې په يادولو بسنه وكړو، او نه هم بايد د دښمنانو په نسبت او د هغو د علومو او فرهنګ او نوو لاسته راوړنو په نسبت له خشك او خنك تعصبه كار وا خلو. موږ ته ښايي چي پر خپلو اندونو او كړنو نوې كتنه وكړو. سر له همدې اوسه هڅه وكړو چي له پورته هيلو څخه مو چي د هري يوې سرته رسېده په وسه وي هغه تر سره كړو. د مثا ل په ډول كه موږ په ادبي اورشو كي كار كوو موږ ته ښايي چي هر څه په ځير تيا سره وڅېړو او هرڅه چي كوو او ليكو موخه مو دا وي چي څه موږ له خپله توله لرو له هغو كار واخلو، راڅرګند يې كړو ، عام يې كړو، او ګټه ځني واخلو. كه د نورو له فرهنګ او ادبه څه څېړو او را اخلو يې بايد داسي يې راواخلو چي له لويه سره خپل فرهنګ او ادب په غښتلى او پياوړى كړو، نه داچي زموږ دا شاته وغورځوو، بې ځايه نيوكي پر وكړو او په ناپوهي او بې خبري سره د پردو پر ژرنده اوبه ور خوشي كړو. هرڅه چي څېړو او ليكو په تېره په كره كتنه كي بايد لومړى هغه پر اسلام عرض كړو كه يې د هغه سره ضديت او منافات درلود، نو طبعاً هغه د رد وړ دي، بايد ايسته يې وغورځوو او بايد وپوهيږو چي داسي اوتي بوتي په هيڅ ښه نه دي او په هيڅ درد نه خوري.

۴. موږ بايد ډېر ځير او متوجه اوسو چي خپل پټ او ښكاره دښمنان او د هغو ګومارلي او لاسپوڅي او د هيواد او اسلام غليمان وپېژنو، دوسي او توطئې يې رسوا كړو او خبرو، كړنو او ليكنو ته يې ځير سو او هر څه يې د ځينو ناپوهانو غوندي ونه منو.

۵. په ادبي اورشو كي هم چي د كوم څه په هكله مطالعه كوو او څېړو يې په دې روحيه يې وڅېړو چي زموږ مسلمان ولس ته او اسلامي فرهنګ ته خدمت وي او ګټه ځني ورته ورسيږي او زموږ فرهنګي او ادبي پانګه په زياته او غښتلې سي، نه داچي تر سترګو مو خواره او حقيره وايسي.

۶. كوښښ او هلي ځلي بايد وكړو چي په هيواد كي علم او پوهه زياته خپره سي. علمي اډانې او فرهنګي موسسې، كتابتونونه، مطبعې او داسي نور زيات سي او پوهانو او زده كوونكو ته د تحقيقاتو او تحصيلاتو هوسا يي په پراخه پيمانه رامنځته سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیر احمدي

ماشاالله، همت صاحب. خیر یوسی د دې عینی او غنی معلوماتو څخه. الله تعالی دې اجر درکړی. موضوع مو عمیقه او دقیقه څیړلې ده. خوښ اوسی، مننه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x