افغانستان

سیداباد : ملي اردو خپل ټوپک په یرغلګرو راواړول

 دپژواک خبري اژانس له قوله تیره ورځ ناوخته د دمیدان وردګو ولایت  دسیداباد ولسوالۍ دسیسۍ په سیمه کې  دملي اردو څو تنو سرترییرو په امریکایي یرغلګرو برید کړی چې په ترڅ کې یې دناټو د اعتراف له مخې دوه یرغلګر وژل شوي دي .

له سیمې نه  عیني شاهدانو ویلي چې امریکایانو دیوې  افغان میرمنې تلاشي اخیسته  چې دملي اردو سرتیرو ورباندې برید وکړ .

دسیمې خلک وایي  چې ښایي دامریکایانو تلفات تردې ډیر وي ، خو ویل کیږي چې امریکایانو په متقابل برید کې  دملي اردو دری تنه برید کوونکي سرتیري شهیدان کړي  او پوسته یې ورسوزولې ده  .

له بلې خوا  د الاماره ویب پآڼې دخبر له مخې دغه پیښه دسیداباد په تنګي دره کې رامنځته شوې او ترهغه ډیره لویه ده چې په اړه یې دولتي رسنۍ دعوه کوي ، الاماره ویب پاڼې لیکلي چې په تنګي کې ملي اردو او امریکایانو ترخپل منځ اوږده جګړه کړې چي په ترڅ کې یې ددواړو خواوو دیارلس تنه وژل شوي چې شپږ یي امریکایان دي ، او په سیمه کې امریکایانو دملي اردو په پوستو بمبار هم کړی دی

دا پیښه دهغو پیښو وروستۍ  هغه ده چې په دې وروستیو کې دافغان عسکرو لخوا په امریکایانو پيل شوي او یرغلګرو ته یې سختې اندیښنې وراچولي دي .

دسیداباد برید له هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې ناټو اعلان وکړ چې له  افغان ځواکونو سره لغو شوي مشترک عملیات بیرته پيلوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x