شعـــــرونه

په کندز کي د کشتار په ویر کي

عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

دا چي ویر د افغانانو لازیاتيږي
ته به وايې چي پر زړه مي څه تېريږی
درينه مي په کوګل کي ودرديږي
زړه مي هسي بې له اوره کبابيږي
هم تر سترګو مي باران د غم اوريږي.

ودانۍ سوې کنډوالې د وير دوره ده
پر افغان ولس راغلې د غم شپه ده
لوبلا د دوی په کور کي مېلمنه ده
له څو کالو د کشتار صحنه توده ده
دغه اور دی چي لانور هم تازه کيږي.

ورور او ورور نن سره وژني بې زاري ده
دې بدمرغ ولس ته پېښه دا خواري ده
يو له بله دښمني ، بدکرداري ده
بدبيني، بدګوماني پکښي جاري ده
د پردو په اشاره سره جنګيږي.

هيڅ رهبر زموږ په شان د رهبر نه دی
د ولس له درد او غمه خبر نه دی
يا سمبال د سیاست په هنر نه دی
یا له لاسه د پردو د خپل سر نه دی
تر شخصي ګټو خو هيڅ وخت نه تېريږي.

د پرديو نوکران مو رهبران دي
د کفارو او یهودو مزدوران دي
د انسان غوښي پلورونکي قصابان دي
په وراني، ژوبله، وژنه کي پوهان دي
چي جنګ نه وي په بل هيڅ کار نه پوهيږي.

همت وايي بس نور مه وژنۍ خواران
دا بې وسه، بې اسرې، بې چاره ګان
دا خو خدای لري، د خدای دي بنده ګان
خدای ته وګورئ نور مه پلورئ ايمان
که نه تاسي به همداسي وژل کېږئ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x