نظــر

د کندوز په ښار کې په طالبانو تهمتونه قوميت ته د جګړې د ليږد يوه خطرناکه دسيسه ده

ليکوال: نور رښتياپال

کله چې طالبانو د کندوز ښار له دولتي ځوا کونو څخه ونيولو د پخوانۍ شمالي ټلوالې په مخکښانو کې سخته وراخطايي خپره شوه ځکه شمالي ټلواله،  لا له مخکې څخه په دې باور ده چې په شمال کې جنګونه او د طالبانو پرمختګونه په حقیقت کې د دوی د ځواک د کمزوري کولو او د دوی د سميه ايزو ملاتړو د ډارولو په هدف ده ، دوی فکر کوي چې اشرف غني ، حنیف اتمر ، معصوم ستانکزی ، او داشرف غني د ټیم ځینې نور شخصيتونه د امريکا د (سي آی اې) او د پاکستان له (ای اس ای) سره په همغږي نیت لري چې په شمال کې د عطامحمد نور او شمالي ټلوالې د نورو پخوانيو قومندانانو ځواک کمزوری کړي ، او د طالبانو په لاس د کندوز له سقوط وروسته د دوی دغه شک په پوره باور بدل شوی ، له همدې امله هڅه کوي چې تر خپل منځ یوالی ټینګ کړي ، او له خپلې راتلونکې څخه د دفاع په موخه ځینې اقدامات ترسره کړي ، ددوی د مشرانو لومړۍ غونډه د طالبانو په لاس د کندوز د سقوط په صبا د کابل ښار د شير پور په سیمه کې د دفاع د مخکني وزیر جنرال بسم الله خان په کور کې ترسره شوه ، په غونډه کې جنرال بسم الله خان ، یونس قانوني ، امرالله صالح ، انجنر عارف ، دولت میر او د شورای نظار ځینو نورو کلیدي شخصیتونو برخه لرله ، په دغه غونډه کې په ډاګه شوه چې حکومتي ځواکونه له طالبانو سره د جګړې وس نه لري او زمونږ د پلویانو راتلونکې په خطر کې ده ،په غونډه کې پریکړه وشوه چې باید د شمالي ټلوالې پخواني ټول قومندانان له طالبانو سره دجګړې لپاره اماده کړای شي.

په غونډه کې په دې هم بحث وشو چې څنګه د طالبانو په ضد خپل پلویان را وپاروو او دجګړې انګیزه ورکړو،د غونډې برخه والو له اوږده بحث وروسته په یاد شوي مورد کې د ملي امنیت د پخواني رئیس امرالله صالح طرحه ومنله .
دامرالله صالح طرحه داوه چې باید د طالبانو په ضد بدناموونکي تبلیغات ترسره شي :

۱ـ داسې تبلیغ چې طالبانو ډیر تاجک  او ازبک ځوانان یوازې له دې امله چې له تاجک او ازبک توکم سره يې تړاو لاره وژلي دي

۲ـ داسې تبلیغ چې طالبانو د خلکو کورونه ، مارکیټونه او دوکانونه چور کړي دي .

۳ـ داسې تبلیغ چې طالبانو د غير پښتنو په ناموس تیری کړی او دغه تیری بې شمیره موارد لري .

په یاده غونډه  کې دوی پریکړه وکړه چې باید د بشري حقوقو،  نړیوالو سازمانونو او کورنيو او بهرنيو رسنیو ته په دې اړه له دروغو ډک خبرونه ورکړل شي .

د شنونکو له  قوله شمالي ټلوالې د طالبانو د حکومت په مهال هم خپلو افرادو ته د جګړې قومي انګیزه ورکوله او د سمت او ژبې په نامه يې د طالبانو په ضد خپل پلویان راپارول ، په طالبانو يې د غیر پښتني قومونو د ځوانانو د وژلو او د دوی په مال او عزت د تيري له دروغو ډک داستانونه ورته بیانول .

شنونکي زیاتوي که د ګډ حکومت چارواکي او بین المللي سازمانونه له تحقیق او ثبوت پرته په طالبانو باندې په کندوز کې د لګول شویو تورونو خپرولو ته دوام ورکړي نو شاید د کندوز بیرته نیولو په صورت کې یا اوس په ځینو هغو سیمو کې چې د ناقانونه وسلوالو او اربکیانو راج پکې چلیږي د طالب په نامه له پښتنو سره د قومي انتقام اخستنې په اساس ډیر مظالم اود یادو شويو تهمتونوپه څير عمل ترسره شي ، چې دابه په هیواد کې لا نور د امنیت د خرابيدو ، ګډوډۍ او د بشري حقوقو  د پایمالېدو سبب وګرځي او آن هیواد د تجزيې له خطر سره مخ کولای شي .

مونږ په عراق  کې فرقه پالنې ته له اشغال سره د جګړې دلیږد، د ورته پلمو شاهد یو کومې چې د بهرنیو استخباراتو په مرسته ځینو عراقي کړیو رامنځ ته کړې او نن يې د عراق ولس د اور په لمبو کې سوځي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ک ص

دلته په کار وو چې د امرالله صالح هغه فیسبوکې پُست لینک هم وی کوم چې هغه همدغه ادعاوې په کې کړې وي
چې کندز کې طالبانو دا او دا ظلمونه او جنایتونه کړي دي.

الحاج استا ذ بیانزی

زما په اند ، صالح چه په اصل کی غیر صالح ، غیر قانونی ، او ددوی نور شیطانان تاسو فکر کوی چه تر اوسه چوپ پاتی وو اوس چه ی د ځنکدن وخت دی دوی په دی چټیاتو ویلو پیل وکړو ؟ نه دوی ټول عمر همدغه چتیات ګویی او پلورلتیا کړی مګر ددوی مخکنی او اوسنی خبری او دریز سره ډیر توپیر لری او په دوی هغه باور هم پاتی نه دی چه دامریکایانو له یرغل مخکی ورسره وو ، هغه وخت د روسی کمونستانو ملتیا هم ورسره وه او د جنوب د پشتنو کمونستی مخالفت او غچ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x