دیني، سیرت او تاریخ

حق د باطل د ځواکونو د مادي پالني سره په تضاد کي دى

ژباړن: عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

تر څو لوى څښتن جل جلاله غوښتي وي چي دا مځکه وي او انسانان ژوند پر کوي، د حق او باطل ترمنځ به جګړه روانه وي.

﴿وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ ﴾  [البقره ٢  :٢٥١ او الحج ٢٢: ٤٠] ژباړه: که الله ځيني خلک په ځينو نورو له منځه نه وړلاى، نو خامخا به د مځکي نظام ګډ وډ سوى واى.
کله چي حضرت آدم علیه السلام د شيطان په وسوسه له هغي ممنوعه وني څخه څه ميوه وخوړل د حق او باطل جګړه پيل سوه او شيطان وويل:
﴿قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (82) إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ (83) ﴾ [ص ٣٨ : ٨٢ ـ ٨٣] ژباړه: شيطان وويل ستا په عزت لوړم چي زه به دوى ټول له سمي لاري واړوم. پرته ستا له هغو بنده ګانو څخه چي تا د دوى له ډلي څخه غوره کړي دي.

د هر رسول او نبي په وړاندي به مقابله د باطل د خاوندانو لخوا کېدل. پيغمبرانو به هغوى مقابلې ته نه بلل.

حضرت رسول صلی الله علیه وسلم هم د قريشو د مشرکانو د مقابلې او زورونو سره مخامخ سو. ځکه رسول صلی الله علیه وسلم هغوى حق، د لوى څښتن عبادت او توحيد او د هغه سره شريک نه نيولو ته بلل. هغه نصرت او مرسته د قوت له خاوندانو څخه د دې لپاره غوښتل چي داسي ځواک رامنځ ته سي چي د دې دين ملاتړ او حمايه په وسي او د اسلامي دولت د ټينګښت له لاري ټولو نړۍ والو ته ورسيږي. بيا هغه وو چي د لوى څښتن په فضل او مرحمت دا کار وسو او په مدينه منوره کي اسلامي دولت ټينګ سو. د لوى څښتن په مځکه کي د هغه د احکامو پلي کېده او نړۍ والو ته رسېده پيل سول. خو باطل کرار کښې نه نستى. لاس په کار سو او د حق د له منځه وړلو لپاره يې شخړي او منډي ترړي پيل کړې. ځکه حق او د حق دولت او د حق پلي کول او خلکو ته د هغه رسول د باطل د دنيوي ګټو، مصالحو، نفسي غوښتنو او حاکميت سره په تضاد او منافات کي وه. خو دوى د مسلمانانو د مادي، پوځي او روحي ځواک په وړاندي ډېر ژر مات سول. دا ځکه چي د مسلمانانو په زړونو کي ايمان په ټينګه ځاى نيولى وو. هغوى د رسول صلی الله علیه وسلم له مدرسې څخه راوتلي وه او کفر او ګمراهۍ ته نه تسليمېدل او پر خپله سياسي، فکري او فرهنګي عقيده يې کلک باور او ايمان درلود. بيا داسي وخت راغى چي کفري ښکېلاک د خپلو يو شمېر خاينو غلامانو سره او د هغو کسانو سره چي د ښکېلاک په غېږ کي روزل سوي وه راغى څوخپل پټ او له کينې او حسد څخه ډک افکار خپاره کړي او مسلمانان له خپلو سياسي او فکري ارزښتونو او عقايدو څخه ليري او پردي کړي او هغه افکار ور ننباسي چي د اسلام  او مسلمانانو ضد  دي. دوى د مصطفى کمال اتاتورک او شريف حسين او نورو په واک ته رسېدو سره وکولاى سول چي يو په بل پسې خپل واک پر مسلمانو هيوادونو وتپي او د خپلو ګوډاګيو واکمنانو په ذريعه باطل پر واکمن کړي. په دې توګه د حق پلويان له واکه ګوښه کړى سول. باطل هره خوا په غوره کي سو او د فساد او نورو ناوړو چارو په خپرولو يې پيل وکړ. په دې منځ کي مسلمانان د لئيمانو او مويګيانو پر سترخانو ناستو يتيمانو غوندي سول او کفار له هره لوري پر را چاپېر سول.
خو موږ وايو چي: خبر دار اوسئ ! هر څونه چي کفر لوړ او لاسبرى هم سي، بيا به هم ډېر ژر حق پرغالب سي او د کفارو او د هغه د واک او افکارو تور ټغر به ورټول کړي.

﴿ وَيُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ (7) لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ (8) ﴾ [الانفال ٨ : ٧ ـ ٨] ژباړه: الله اراده لري چي په خپلو لارښوونو سره حق، حق ثابت کړي او د کافرانو بېخ وباسي. څو حق، حق ثابت سي او باطل، باطل پاته سي. که څه هم مجرمان خوښ نه وي.

نو پر امت لازمه ده چي په ژوندانه کي د حق د رامنځ ته کېدو او بريالي کېدو لپاره د رسول صلی الله علیه وسلم د کړنو او سيرت سره سم عمل وکړي.

په فکري او سياسي جګړه او مبارزه په اسلامي هيوادونو کي د کفر توطئې شنډي کړي او شوم پلانونه يې لوڅ او رسوا کړي. د هغو کسانو کرغېړني څېرې بربنډي کړي چي په اسلامي هيوادونو کي پر مسلمانانو باندي باطل او د باطل پالو دسيسې پلي کوي.

اللهم ارنا الحق حقاً وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه.

اللهم مكن للمسلمين دولة توجد الحق بيننا وتنشر النور الى العالمين وازهق الباطل ودوله امين يا رب العالمين وان الحمد الله رب العالمين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x