نظــر

د کندز په سپینه فتحه د غلیمانو تور الزامات

لیکوال: قاري حبیب

ما د افغانستان او نړۍ د جګړو تاریخونه تر یوه حده کتلي دي، په جګړو کې په کوم ښار یا میشت سیمه د جګړې د کوم لوري د تسلط او فاتحانه بریا صحنې بې له استثناء دردونکي او ظالمانه پاتي شوي، هر فاتح لښکر د مغلوبه سیمې د خلکو سر، مال ، عزت او آبرو د ځان لپاره روا بللې، په دې لړ کې خو د لویدیځو یا اروپایي هیوادونو د خپلمنځي جګړو تاریخونه له داسې سپکو او لړزوونکو جریاناتو ډک دي چې قلم یي د روایت تاب نلري،هغه امریکا ، فرانسه او برتانیا چې نن یي د بشري حقوقو د څار او عفوې په نوم سازمانونه جوړ کړي دي کله چې په لومړي او دوهم نړیوال جنګ کې په المان برلاسي شوي نو د المانیانو په شتمنیو سربیره یي د المانیو ښځو عزت لوټل هم د ځان لپاره روا بللي.

که راشو د افغانستان د جګړو تاریخ ته . په تأسف به دا تریخ حقیقت ومنو چې دلته هم تل خپلمنځي او له بهرنیو سره جګړې له ډیرو ترخو جریانو سره ملې پاته شوي دي، په تیرو څلورو لسیزو کې موږ او تاسو خپله د جګړو شاهدان یو چې غالبو لښکرو په مغلوب لوري کوم ډول چپه میچنې ګرځولي دي یا یي د یوه ښار په فتحه کولو سره ملي شتمنۍ،عامه ملکیتونه او د خلکو اموال په څومره بي رحمي لوټ کړي دي.

له دې خبرې ښایي هیڅوک هم انکار ونه کړای شي چې د تیرجهاد په وروستیو کې د ځینو ښارونو دولتي شتمنۍ، له نغدو پیسو، فرنیچر ، فرش او ظرف نیولې تر کړکۍ ، دروازو حتی د بریښنا تر ستنو پورې لوټ شوې او لويې ملي کارخانې پرزه په پرزه د قومندانانو ترمنځ سره تقسیم شوې دي .

منقول اشیا خو شاید په یوه ولایت کې هم په خپل ځای نه وي پاته شوي اما په یوه ولایتي مرکز کې مې دا هم ولیدل چې د دولتي اداراتو په ودانیو د بیلابیلو قومندانانو لخوا په روغني رنګ سره لیکل شوي و.

دا حویلۍ د فلان قومندان لخوا نیول شوي ده هیڅ بل شخص یا کومندان ددعوې حق نلري .

مګردا یوازې د هیواد د وروستیو جګړو تریخ حقیقت نه دی پخوا د انګریزانو په وخت کې هم کله ناکله ښارونه د غنیمت په نوم چور شوي دی، د محمود طرزي په خاطراتو کې مې لوستل چې د افغان – انګلیس د دوهمې جګړې په وخت چې کله اطرافي مجاهدین د کابل په ښار ورننوتل او تر شیرپور پورې په مخ لاړل نو ددې په ځای چې په شیرپور کې دانګریزانو د قومندې په مرکز وروستی پریکنده برید وکړي دلته یي د ځایي کابلیانو چې زیاتره قزلباش وو د کورنو په لوټلو پیل وکړ، محمود طرزي لیکلي چې دهمدې چور له امله دانګریزانو مرکز فتحه نه شو بلکې جهاد په لوټ تالان بدل شو.

خو څو ورځې وړاندې چې طالبانو د افغانستان شپږم لوی ښار کندز فتحه کړ په لومړي ځل یي دغه غلط تاریخي دود باطل او له منځه تللی ثابت کړ، طالبانو کندز په داسې ډول فتحه کړ چې له یوې خوا خو په کې د ملکي تلفاتو د سرزیان تقریبا دنشت برابر و او بله خوا د هیچا سر، مال یا عزت ته تهدید متوجه نه شو.

حتی د کندز دولتي ودانۍ د امنیتي حوزو، قومندانۍ او ریاستونو په شمول د جګړې او انتقام له اغیز څخه خوندي پاته شوې،په کندز کې خو نه بازار چور شونه د چا شخصي مال ته لاس وغځید، نه صرافي ماته شوه او نه هم د زرګرۍ او طلافروشۍ مارکیټونه لوت تالان شول، هغه څه چې پخوا د ښاري جګړو لاینفک خصوصیت بلل کیده.

د کندز په ښار کې یوازې د ملي امنیت د ریاست یوه برخه وسوزېده، چې هغه هم دولتي کسانو د تيښتي په وخت خپلو اسنادو ته اور اچولی و،د طالبانو لخوا د کندز دغې سپینې او مثالي فتحې ددوی بدخواهان او دښمنان حیران کړل نو ځکه یي دروغجنو تبلیغاتو ته زور ورکړ.

په پیل کې د امرالله صالح غوندې د طالبانو دودیزو مخالفینو او ورپسې د کابل حکومت او لندن میشتې د عفوې نړیوالې ټولنې داسې دروغجن تبلیغات پیل کړل چې طالبانو په کندز کې خلک وژلي،مالونه یي لوټلي او زړه ته نه لویدونکي لا دا چې د خلکو عزت او ناموس ته یې په ټيټه کتلي.

د شنبې په شپه چې کله د عفوې د انګلیسي سازمان ددغسې ناموجهې ادعاء په اړه د رسنیو خبریالانو د کندز له خلکو پوښتنه وکړه نو ټولو دغه ادعاء په کلکه رد کړه او دایي پوچ او شرموونکي تبلیغات وبلل.

د شنبې په شپه چې کله د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال د کندز په ښار کې له یوه دولتي څارنوال برات عمرخېل څخه په دې اړه پوښتنه وکړه نوموړي وویل چې الله تعالی شاهد نیسم، او د یوه افغان او مسلمان په حیث دا اعتراف کوم چې په کندز کې طالبانو د هیڅ ملکي وګړي سر یا مال ته زیان نه دی اړولی ، د صرافۍ او طلافروشیو چورکول کاملا دروغ دي، طالبان د هیچا کور ته نه دي ورغلي او نه هم په چا کار لري، هغوی یوازې په دولتي ودانیو کې ځای په ځای شوي دي او کومې ادعاګانې چې کیږي دا د ملیشو د د هغو بدنامو او لوټمارو افرادو لخوا راپورته شوي چې غواړي د طالبانو له احتمالي وتلو وروسته د کندز ښار چور کړي، دولتي ودانۍ او ملکي شتمنۍ لوټ کړي، د کندزیانو په عزت او ناموس خپل حیوانې غریزې اشباع کړي او بیا ددغو بشري جنایاتو پړه په طالبانو واچوي.

د نوموړي اشاره د قومندان میرعلم او دشورای نظار نورو بدنامو ټوپکي اربکیانو ته وه چې له دې وړاندې یې هم د جنسي ځورونواو بداخلاقیو راپورونه په نړیوالو رسنیو کې خپاره شوي دي.

تراوسه پورې چې د کندز د وروستۍ جګړې کوم انځورونه ، ویډیوګانې یا نور اسناد ټولنیزو رسنیو ته راوتلي د جرم او جنایت ددغسې پیښو هیڅ ثبوت په کې نشته بلکې ټول شواهد د طالبانو مثبت کردار ثابتوي.

دغسې وضعیت ته په پام سره خو مناسبه داده چې طالبان د جګړیزو تجاوزاتو د بدنامو دودونو د ختمولو له امله تحسین او تمجید شي ددوی سپین عملیات وستایل شي نه داچې په ناموجهه او غیرمنصفانه توګه ورباندې ناولي او زړه ته نه لویدونکي الزامات ولګیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x