افغانستان

نظامي الوتکي د لوړو کرایو په مقابل کې ولسي وګړي له کندوزه کابل ته انتقالوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د کندز خلکو رسنيو ته ويلي، چې د دفاع وزارت نظامي الوتکې د ټپيانو او نظامي تجهيزاتو پر ځای له کندزه ولسي خلک د ډالري کرايو په مقابل کې پلازمېنې کابل ته راوړي.

کندز، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو په لاس کې دی يوازې هوايي ډګر او يو شمېر نورې سيمې دولتي ځواکونو سره دي، له تېرو څو ورځو راهيسې داسې خبرونه ورکول کيږي، چې د دفاع وزارت نظامي الوتکو پيلوټان د ملي اردو د ټپيانو او نظامي تجهيزاتو د لېږد پر ځای د هوايي ډګر چارواکو په سلا ولسي خلک په دغو الوتکو کې کابل ته راوړي او پرېمانه پيسې ترې اخلي.

ځينو رسنيو له هغو خلکو سره خبرې کړي، چې د نظامي الوتکو پيلوټانو په خپلو الوتکو کې کابل ته راوړي او له پنځه سوو ډالرو نيولې ترشل زرو افغانيو يې ترې اخيستي دي.

ازادي راډيو د فرهاد په نوم له داسې يو چا سره خبرې کړي، چې په نظامي الوتکه کې له کندزه کابل ته راغلی دی.

فرهاد وايي، چې د ده د معلوماتو له مخې د دفاع وزارت څلور ماشينه الوتکې، چې د نظامي توکو د لېږد چارې پر مخ وړي، ولسي خلک د لوړيو کرايو په مقابل کې کابل ته لېږدوي.

د فرهاد په وينا دی په خپله په څلور ماشينه الوتکه کې کابل ته راغلی او له داسې چا سره يې هم خبرې کړي، چې پيلوټانو په دغو الوتکو کې کابل ته لېږدولي دي.

«موږ ته پيلوټ وويل، چې الوتکې ته په داسې طريقه وخيژئ، چې څوک درباندې پوه نه شي او چې د چا په واسطه مو پيلوټ سره اړيکه کړې وه، نو له موږ يې د درې کسانو په بدل کې پنځه څلوېښت زره افغانۍ واخيسې او نور داسې خلک مې هم وليدل، چې چا اته زره، چا شل زره او يو تن پنځه سوه افغانۍ ورکړې وې.»

فرهاد وايي، چې دوی د دومره پيسو ورکولو توان نه درلود، خو چې د مجبورۍ له امله يې دا زيان وګاله او اوس د رسنيو له لارې غواړي، چې د فساد دا قضيه تر چارواکو ورسوي.

د نظامي چارو کارپوهان وايي، که د کندز د خلکو دا دعوه رښتيا وي، نو دا يو ستر خيانت دی او دا پيلوټان بايد محاکمه شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان الوتکو په اړه د فساد تورونه لګول کيږي، بلکې له دې وړاندې څو څو ځل داسې تورونه هم راغلي، چې لوړپوړي چارواکي له خپل اغېزه په ګټه اخيستو په هېواد کې دننه او بهرنيو هېوادونوت ته د افغان الوتکو په واسطه نشه يي توکي لېږدوي او له بهرنيو هېوادونو شراب او نور ناقانونه مواد هېواد ته راوړي.

څه موده وړاندې ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي قيس حسن پارلمان ته ويلي و، چې اريانا هوايي شرک له ايرانه سوريې او بغداد ته مخ پټي وسله وال په ناقانونه توګه لېږدوي او له چارواکو يې په دې اړه د جدي پلټنو غوښتنه کړې وه.

د قيس حسن له يادو څرګندونو وروسته د اريانا هوايي شرکت رييس نصير احمد حکيمي د قيس حسن څرګندونې رد کړې او څو ورځې وروسته له خپلې کورنۍ سره امريکا ته په تېښته بريالی شو.

تر اوسه دا نه ده، روښانه، چې د نظامي الوتکو د پيلوټانو د فساد دې قضيې په اړه به چارواکي کوم جدي ګام پورته کړي او که دا قضيه به هم د نورو په څېر بې سرنوشته پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x