ابوبکر صدیق رضی اللهُ لمړنی مسلمان

لیکوال: احمد الله عاطفي

دسیدنا ابوبکر صدیق رضی الله دژوند حالاتو او سیرت له مطالعي او دځوانی له څرنګوالې جوته ده چې ده مبارک دژوند په هره مرحله کې دښواخلاقو اوریښتینولی لمن نه ده پریښی او دټولو هغه بدو چارو او عبثیاتو نه په څنګ وچې دشخصیت لمن يې پری داغمنه کیدله!

دحیران تیا وړ يې مه بولۍ،چې دقریشو مخورو څهروکې لمړنی شخصیت وچې په اسلام مشرف شو،دا دهغه دوستي او ملګر تیا لامل و چې له ډیرئ مودی يې درسول الله صلی الله علیه وسلم سره ژورې اړیکې وی،په سفرونو او کلیوالو ناستو ولاړوکې درسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند هیڅ یو اړخ تری پټ نه و!

ټول په دي پوهیدل چې یوچا دخپل عمر په څلویښتو کلونو کې په بنده درواغ نه دي ویلي ! په الله په څرنګه درواغ وتړي؟ څوک چې دټولو قریشي قبیلو امین او ریښتینی و،په امانت ساتلو،وفا اوپیرزوینه کې ېئ هنداره له ټولو صفا اوروښانه وه، او دا ټول اړخونه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنهُ ته بشپړجوت وو!

دهمدي بنسټونو په اساس چې کله حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ابوبکررضی الله عنهُ ته داسلام بلنه ورکړه،پرته له ځنډه يې دشهادت کلمه ولوستله او دالله په وحدانیت او درسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت يې اقرار وکړ!

په دي ترتیب سیدنا حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنهُ لمړنی شخصیت و چې دبشریت په ازاد او نارینه وو کې داسلامي امت د لمړني مسلمان افتخار او امتیاز تر لاسه کړ!!

درسول الله صلی الله علیه وسلم ځانګړی شاعراوجلیل القدر صحابي حسان بن ثابت انصاري،چې دانصاروله مخوروشخصیتونو و دسیدنا حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ لنډ سیرت دشعر په ژبه داسې بیانوي:

اذاتذکرت شجواُمن اخی ثقة فاذکر اخاک ابابکربما عملا خیر البریة اتقاها واعدلها الا النبی واوفاها بما حملا والثانی التالی المحمود مشهده واول الناس منهم صدق الرسلا

هرکله چې دثقی ورور ستونزی اوغمونه یاد کړئ! بیا یادوئ دابوبکر هغه مهمه دنده چې پخيل ژوند کې تر سره کړه(له اسلام راوړلو وړاندې، درسول الله صلی الله علیه وسلم دبعثت په وخت او دخپل خلا فت په دورکې) دتقوی ،لوړه او وفا په ترڅ کې دټولونه غوره و، هغه په اسلام کې درسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته دویم شخص، او دنارینه وو په ټولئ کې لمړنی کس دی چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت ېئ ایمان راوړ!
ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ درسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت نه وړاندی هم دده ملګری و،داسلام راوړلونه وروسته داملګر تیا اوصمیمیت په ځانګړی روحیه او مکتب بدله شو،چې یو شیبه هم ددعوت،مبارزی،ملګرتیا او وفا نه په څنګ شوی نه دی! تر هغی چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په تاریخی سفر(هجرت) کې هم دساتونکي او خادم په تو ګه ورسره ملګری وچې په برکت يې دیار غار په نوم وویاړلی شو!!

الله سبحانهُ وتعالی دقرانکریم التّوبة سورت په ۴۰ ایت کې فرمايې:اِلَّاتَنْصُرُهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللهُ اِذْ اَخْرَجهُ الَّذِیْنَ کَفَرُوْا ثَانِیَ اثْنَیْنِ اِذْ هُمَا فِی الْغَارِاِذْ یَقُوْلُ لِصَاحِبِهِ لَاتَحْزَنْ اِنَّ اللهَ مَعَنَا۰۰۰

ژباړه:که ئې مرسته ونکړئ نویقیناًچې الله هغه مهال هم دده مرسته وکړه چې کافرانو په داسی حال کې وایست چې د دوو دوهم و،هغه مهال چې دواړه په یو سوړي کې ول،خپل ملګري ته ئې ویل:غم مه کوه،یقینًا الله له مونږ سره دئ،نو الله خپله ډادینه پرې نازله کړه۰۰۰

دټولو مفسرینو او امامانو رایه ده چې په دی مبارک ایت کې درسول الله سره دویم تن چې د لِصَا حِبِهِ خطاب ورته شوی حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ دی!

دادهغه خاطریې یادونه ده چې کله دمکې مشرکینو دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دوژلو تیاری نیولی ؤ او هغه دبیدو په هماغه شپه چې دوژلو له پاره ټاکلی شوې وه له مکی نه وتلی او دمدیني په لور یي هجرت کړی ؤ. دمکی زیات مسلمانان دوه دوه ،څلور څلورتنولا پخوا مدیني ته تللئ وو،په مکه کې ډیر ناتونه او یا ستونزمن مسلمانان پاتي وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم یواځنی ملګری ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ ځان سره ملګری کړ،له مکي نه په دي فکر کې ووت چې ارو مرو تعقیبیږي!، دمدیني لاره چې دشمال په لور ده پریخوده دجنوب په لور ولاړل، دثور په غار کې تر دري ورځو تم شول، د وینو تږو دښمنانو دمکي او شاوخوا سیمو هیڅ یو ناواو څنډي له چاڼه پرته، پری نخودي تر دي چې څو تنه دثور غار تر خولي ورسیدل، په دغه وخت کې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله ته سخته اندیښنه پیدا شوه چې که ددوي نه کوم يو سمڅي ته وړندي شي او په ځیر وګورې، دوئ به ووینئ،خو دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په ډاډینه کې بڅرکې قدر بد لون رانغی! او پدی وینا سره ېئ ابوبکر رضی الله عنهُ ته ډاډګیرنه ورکړه چې مه خفه کیږه الله جل جلا له له مونږ سره دی!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د