ورزش

د ملي لوبډلې راتلوونکې لوبې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۲مه ۱۳۹۴ل): ملي لوبډله به سبا ته د یوه ورځنیو او شل اوریزو سیالیو ترسره کولو لپاره زیمبابووي ته روانیږي. د ملي لوبډلې او زیمبابووی تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه به د اکتوبر میاشتې په ۱۶ ترسره شي.

د زیمبابووي لوبډلې په دې وروستیو کې توانیدلی ټوله نړۍ حیرانه کړي. که څه هم زیمبابووي د کرکټ دایمي غړو لوبډلو لپاره اسانه هدف کیدی شي خو د ملي لوبډلې لپاره به د سیالیو دغه لړۍ یوه ستره ازموینه وي.

د زیمبابووي لوبډله د ملي لوبډلې لپاره یو ستر او سخت هدف دی. هیره دې نه وي چې تیره ورځ د زیمبابووي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته هم په پنځو منډو ماتې ورکړه.

د زیمبابووي او ملي لوبډلې د لوبو مهال ویش

لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د اکتوبر میاشتې په ۱۶مه.

دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د اکتوبر میاشتې په ۱۸مه.

درییمه یوه ورځنۍ لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۰مه.

څلورمه یوه ورځنۍ لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۲مه.

پنځمه یوه ورځنۍ لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۴مه.

د ملي لوبډلې ټولې یوه ورځنۍ لوبې به د افغانستان په وخت به د غرمې په ۱۲ بجو پیلیږي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۷مه.

دوهمه شل اوریزه لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۹مه.

د ملي لوبډلې ټولې شل اوریزې لوبې به د افغانستان په وخت به د مازدیګر په ۳:۳۰ بجو پیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x