دیني، سیرت او تاریخ

د دعا اغېز

لیکوال: حامد افغان

د اسلامي لښکرو ستر او وتلی قومندان د ختیځ فاتح قیبه بن مسلم د فتوحاتو او بریاو وتلی تاریخي ستوری دی ، ویل کیږي په یوه جګړه کې د دښمن وګړي پرې زیات شول اوفکر یې وکړ چې دی اولښکر یې د دښمن په سخت حصار کې بند دي ، په دې سخت حالت کې یې د لښکر مشران او سرګروپان د مشورې له پاره راټول کړل ، څو له دې محاصره حالت نه د خپل لښکر د خوندې ایستلو په اړه سلا مشوره وکړي ، دوی په دې مشورو بوخت وو ، د خلاصون د مختلفو لارو د سنجولو په ترڅ کې قتیبه داهم وویل: له ستونزو او محاصرو نه د روغ وتلو یوه مهمه لاره خدای ته زارۍ او رجوع کول دي ، هغه ذات په هرڅه قادر او هغه رښتینی نجات ورکوونکی دی.

قومندان وویل: زموږ یو ډېر متقي او صالح مجاهد ملګری محمد بن واسع راوغواړﺉ چې هغه خدای ته عاجزي او دعا وکړې څو مو لوی څښتن له دې حالت نه روغ اوباسې ، خلکو د محمد بن واسع پلټنه پیل کړه چې د دعا له پاره یې راوغواړې، خو هغه په یوه غلې ځای کې ناست و ، ګوته یې اسمان ته نیولي وه او په ډېره عاجزي یې دعا کوله ، خلک بیرته قومندان ته ورغلل او د محمد بن واسع حالت او کیفیت یې ورته بیان کړ ، قومندان ډېر زیات خوشاله شو او زیاته یې کړه: تاسو ته د بریالیتوب زیرۍ درکوم ، په خدای قسم د اسمان لور ته د محمد بن واسع غځیدلې ګوته په ماباندې له سل زره لغړو تورو او همدومره تیرو نیزو نه ډېره ګرانه ده ، أبشروا فقد نصرتم والله، لهذه الاصبع أحب الي من مئة الف سيف شهير وسنان طرير. او همداسې وشول د قتیبه لښکرو بریالیتوب ترلاسه کړ .

په دې کې شک نشته چې د محمد بن واسع په څیر اسمان ته غځیدلې ګوتې نن کمې دي . او اسلامي امت نن داسې ګوتوته تربل هروخت زیاته اړتیا لرې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

حامد افغان صاحب جزاک الله ډیر اعلی

حنیف

حامد افغان صیب مننه، خکلی عبرتناکه واقعه وه.

عمروردګ

حامد افغان صاحب الله ج د اجر عظیم درکړی
په هره ویبپاڼه چې وی ستا لیکنی لولوم
الله ج د توفیق درکړي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x