دیني، سیرت او تاریخ

د یویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۱۰)

لیکنه او څېړنه: عبد الغفار جُبیر

۱۰: د بایبل او فرقان حق ترمنځ ټکرونه:

د بېلګې په ډول یو ټکر (تثلیث او وحدانیت):

دا چي په فرقان الحق کي ۷۹ ځلی تثلیث راغلی دی او پردې باندی ټینګارشوی دی وبل لورته بیا بایبل پر وحدانیت باندي زور لګوي لکه:

: « خدای پاک ؛ زموږ خدای یوازی خدای پاک دی » ( مرقس ؛ ۱۲ : ۲۹ )

واوری ای بنی اسرائیلو خداوند زموږ خدای یودی نو تاسو په ټول زړه ټول روح اوټول ځواک سره دخپل واحدخدای په وړاندی مینه ولری. (استثناء باب ۶ فقره جات ۴- ۵)

عیسی ځواب ورکړ، اول دادی چې ای اسرائیلو واوری! مالک زموږخدای یومالک دی، تاسی د خپل خدای سره د ټول زړه سره، د خپل ټول روح سره دخپل ټول عقل او د خپل ټول طاقت سره مینه کوي. (مرقوس ۱۲ باب ۲۹- ۳۱)

او خدای د ټولې نړۍ پاچا شو، هغه خدای یودی او د هغه نوم واحد(یودی). (زکریا ۴۱باب ۸)

او خدای صرف یو خدای دی. (د پولس خط د رومیانو په نامه ۳باب ۳۰)

خدای یو دی، ایمان یو دی، بپتسمه او د ټولو خدای یو دی.

(دپولس خط دافسویونوپه نامه ۴: ۶)

اوس د ازلی پاشاه یعنی غیرفاني نا لیدلی واحد خدای عزت او جلال دی تل ترتله وي.

(اول خط دتیموتیوس په نوم ۱: ۱۷)

ته په دې خبره ایمان ولره چې خدای یکی یو دی. (خط دیعقوب ۲: ۱۹)

خدای یواځی او یواځی یو دی. (خط دیهوداه ۲۵)

او داسی نور… داټکرونه زښته ډیردي چي پورته یې یوه نمونه وه.

۱۱: په امریکایي قرآن په سورة الکبایر په ۹ ایت کي راغلی دي:

مؤمنین منافقین—دا څنګه امکان لري چي یو انسان دي هم مؤمن وي او هم دي په عین وخت کي منافق وي.

که یو څوک خپل ټول عمر ددې امریکایي شیطاني کتاب (الفرقان الحق) په نحوي، صرفي، لُغتي ، ټکرونو او نورو غلطیانو کي صرف کړي بیاهم ناشونې ده خپله عربي ادب لومړی دا کتاب چيلنج کوي——– بله داچي انیس شروش وایي چي قرآن نعوذبالله دخدای کلام نه دی نو ولی یې غلاوي ورڅخه کړیدي؟؟؟  فرقان الحق صرف له قرآن کریم څخه ۹۰٪ غلاشوی دی؟؟!!، ایا ددې پرځای چي واسلام ته تاوان ورسوی داښاغلی انیس شروش پخپل ځان باندی رخشند اوډرۍ نه دي وهلی ؟؟!!!!! بلکل همداسی ده.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x