دیني، سیرت او تاریخ

له محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره مینه – اوومه(۷) برخه

لیکنه او ژباړنه: م. حمد الله (دانشمند)

د نبوي مینې ښایسته لړۍ نوره هم پر مخ وړم . مینه دوه(۲)ډوله ده: یو ډول مینه د غریزه قوت د اشباع (مړښت) تر مهاله شتون لري، وروسته یا کمېږي یا له زوال سره مخ کېږې، ښایې څوک ترې منکر و نه اوسي . دویم ډول:  هغه رښتینې مینه ده، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په بدن کې پاتې وي، مړښت نه لري، کمښت نه لري، له ځان نه بيلول یې له ولکې نه وتلی کار دی، څښتن یې هله خپل هدف ته رسي، چې د پتڼ په څېر کباب- کباب ځان او جان د خپل محبوب غېږي ته و سپاري .

“حنظلة بن ابي عامر”(غسیل الملائکة)- رضی الله عنه- د واده په لومړۍ ورځ له نبي علیه السلام نه اجازه و غوښته، ترڅو شپه له خپلې مبارکې مېرمنې (جمیلې بنت عبد الله)- رضی الله عنها-سره تېره کړي، کوم چې د اسلام په چوکاټ کې د ننه تر دې بله ستره خوښۍ د دنیا په ورانيدونکي غولي قرار نه لري! . نبي علیه السلام مبارک هم د رنګینې عاطفې له مخې ورته د تلو اجازه ورکړه . هغه مبارک په لومړي ځل د ژوند په ملګرې سترګې روښانه شوې، هم دا یې د ژوند تر ټولو رنګینې شېبې وې؛ چې ور سره مخ دی . له ډېرو ستړیاوو وروسته نن په خپل بستر د ارام خوب وړی . مبارکه مېرمن یې خوب و ینې، چې مېړه یې (حنظله رضی الله عنه) پاس اسمان ته و خوت، د اسمان دروازه پسې بنده شوه. سپېدو د تورتم بهیر په بډ و واهه، نوراني څېرې یې د تېر په څېر د اسمان لمن روښانه کړه، چې د “حی علی الجهاد” پاروونکې کړېکې نوموړی له خواږه خوبه د هوښ نړۍ ته را ویست، په بیړه یې ځغره واغوسته، اسلحې ته یې لاس کړ، له خپلې بي بي نه یې رخصت واخیست، د “احد” په لور و خوځېد، د شهادت تندې و غسل کولو ته هم پرې نه ښود، تر څو چې د جنګ په میدان ور ګډ شول، په ښه بهادري او مېړانه و جنګېد، له ابو سفیان سره لاس او ګریوان شول، “شداد بن الاسود” پرې وار وکړ، په لنډو شېبو کې یې شیرین د شهادت جام نوش کړ؛ او د لالهانده جنتې حورو د انتظار شېبې یې لنډې کړې! . یاد اتل صحابي په داسي حال کې و موندل شو، چې له سره یې اوبه څڅېدې.  کله چې له نبي علیه السلام مبارک نه په دې اړه پوښتنه وشوه، هغه علیه السلام یې په اړه داسي و فرمایل: ( إن صاحبكم تغسله الملائكة ) , فسألوا صاحبته , فقالت : (إنه خرج لما سمع الهائعة ,وهو جنب ) , فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم 🙁 لذلك غسلته الملائكة ) ژباړه: “بېشکه ستاسو ملګری ته ملائکه غسل ور کوي” صحابه وو د ده له مېرمنې پوښتنه وکړه، هغې ور ته کړه: هغه چې کله ناره واورېده، نو جنب و ووت.  نبي علیه السلام مبارک و فرمایل: ” له دې امله نو ملائکه وو غسل ورکړ” . هغه مبارک  نوموړي ته د (غسیل الملائکة) یعني ملکو پرېوللي نوم ورکړ . کله یې چې قبر ته ټيټاوه، لا یې اوبه له جسده څڅېدې، او د کافورو په څېر بوی ترې حس کېده! .  الخلص من صحيح السيرة النبوية، ص289، المغازي للواقدي (1/ 273) و غیرهما

حنظله- رضی الله عنه- نه شوای ژغملای، چې نبي علیه السلام دي په “احد” کې د جنګ په ډګر کې ستړی، ستومانه وي، او دی دي په پاسته بستر د ارام خوب کوي، ځکه دومره تم کېدل هم ورته د ګاللو نه وو، چې غسل وکړي . د نبي علیه السلام او دهغه د مبارک دین مینې دېته اړ ویست، چې د رښتینې او تلپاتې مینې په پار، فاني مینه په اوبو لاهو کړي، او د سرمدي ژوندون له پاره، له دې ورانېدونکي غولي موخه ښه واخلي .
نوموړې مېرمنن له نوموړي صحابی نه د یوي زوی (عبد الله)څښتنه شوه . هغه به په دې ویاړل، چې زه د (غسیل الملائکة) یانی د هغه چا زوی یم، چې ملائکه وو غسل ور کړی دی.

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x