
په کندوز کې د اربکیانو په نوم پیسې څوک اخلي
ذبیح الله خورشیدی
د کندوز والي شمشاد سره په یوه مرکه کې ومنله چې، د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي شپانه هم په درنو وسلو او ټانګونو سمبال دي.
محمد عمر ساپي په وینا د اربکیانو تر نوم لاندې د ابراهیمي شپانه د حکومت په پیسو تغذیه کېږي او دغلته شپانه وسلې ګرځوي.
ابراهیمي په کندوز ولایت کې شوقي اسونه ، رمې او چرګانې لري چې همدا شپانه یې په غرونو او دښتو کې څروي.

ابراهیمي د کندوز په تړاو لومړنی کس وه چې بغارې یې وهلې او ن د ولسمشر غني سره یې په ټلیفون داسې خبرې کولې لکه خپل اربکي شپون سره چې خبرې کوي.
والي د کندوز سقوط دغلته د خپل سرو وسلوالو لامل یاد کړ چې د دې ډلو ملاتړ یې له ځان سره درلود.
د حامد کرزي د حکومت پخوانی مرستیال مارشال فهیم هم په دې ډول شوق اخته شوی وه چې له انسانانو یې حیونات ښه ساتل.
سره له دې چې د مارشال هډوکي به هم خاورې شوي خو یوازې الله پاک پوهیږي چې په قبر کې به هغه په کومه ګناه بندي پاتې وي.
مارشال د ابراهیمي پر څېر سلګونه اسونه او شوقي سپیان ساتلي وو او کله کله به یې سپیان د خپلو تنظیمي قومندانانو له سپیو سره په جنګول.
د هغه توپیر د ابراهیمي سره په دې وه چې د اسونو دانه یې کېلې او د سپیو سهارنۍ به شیدې وې او مارکېټ کې به د دې دانو لومړی موټر د مارشال و.
داسې هم نه وه چې په اسونو ، چرګانو او سپیو خوراک به د مارشال شخصي شتمنۍ مصرفېدله خو په کرزي یې دا قلنګ وو چې د ده اسونه باید ژوندي وي.
اوس چې عبدالروف ابراهیمي له خپل پوسټ څخه دا ډول استفادې کوي توپیر یې له ترهګرو سره څه ده چې یو نظام ړنګوي او بل د نظام ریښې ځبېښي؟
مونږ وایو هر څوک چې دا ډول د ملت شتمنۍ بې ځایه مصرفوي او خپلې چړچې پرې کوي دا د دې مظلوم ملت سره لوی خیانت ده چې د یوې مړۍ ډوډۍ پسې شپې او ورځې تېروي خو د دوی په حقونو حیونات روزل کېږي.
څوک چې ځان رهبر اومشر بولي پکار ده چې د ملت شتمنۍ په اوبو لاهو نه کړي هغه لګښتونه چې په سپیو او ژوو کېږي باید غریبو سره مرسته وشي چې د نن او سبا نه لري .
ولسمشر غني اواجریوي رییس سره د ملي شورا د ښاغلي ابراهیمي پوښتنه وکړي چې د اربکیانو په نوم پیسې د چا جیبونو ته لویږي؟
بل دا هم مالومه شي په کندوز کې څوک ډېر حاکم دي ځکه ویل کېږي خو دا چې د ولسي جرګې مشر ورونه او خوریونه په غټو پوسټونو ګمارل شوي.
اوس که ریښتا هم ښاغلی ابراهیمي شخصي ملیشې لري او د والي خبرې صدق وي باید حکومت سم له لاسه د ولسي جرګې مشر ونیسي او څارنوالۍ ته یې د څېړنو لپاره واستوي که داسې ونه شي خلک به د حکومت پر وړاندې غلي پاتې نه شي.
اوس د افغانستان خلک په دې پوهیدلي چې خپلې ګټې او د هېواد ثبات څنګه او په څه ډول وساتي.