د نن سرلیکنه

په کندوز کې څوک د بشریت ضد جرمونه تر سره کوي؟!

نن ټکی آسیا – سرمقاله – (يکشنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): په کندوز کې د بي پولي ډاکټرانو دروغتون چارواکو ویلي سره له دې چې امریکايي ځواکونو ته دا خبره څرګنده شوه چې د دوی د بمبار هدف روغتون دی خو بیا يي هم پر یاد روغتون تر نیم ساعت زیات بمونه واورل.

د بي پولې ډاکټرانو روغتیايي سازمان چې په کندوز ښار کې د ولسي ټپیانو د درملنې یواځنی فعال روغتون دی نن يي هلته پرخپل روغتون باندې د امریکايي الوتکو د بمبار په اعتراض کې خپل فعالیت متوقف او په دې سره یې کندوزیان د خپل ژوند په ترټولو سختو شرائطو کې د دغه مرستندویه طبی سازمان له وړیا مرستو څخه هم بي برخې کړل .

دیاد سازمان ویاند روپېټ کالوېل د امریکايي بمباري په اعتراض کې وايي:

دا زمونږ اړوند روغتون و چیرته چې زمونږ صحي کارکوونکي، ژوبل شوي ولسي وګړي او ناروغان ورکې اوسیدل . بمبارکوونکی جهت بايد دوی ته زيان و نه رسوي، آن که وسلوال دغه ځای ته نژدې هم وي دوی ورباندې د بريد کولو حق نه لري”.

د بي پولي ډاکټرانو د ټولنې کميشنر زید رعد الحسین هم ویلي، په کندوز ښار کې زمونږ پر روغتون د برید لپاره هېڅ توجیه او دلیل نه شي پیدا کیدلای ، که چېرې په څېړنه کې ثابته شي، چې دا برید قصدا شوی، نو جنګي جرم ګڼل کېدای شي.

همدا راز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، كه په کندوز ښار کې په روغتون باندې برید په قصدي ډول شوی وي، جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.

د یادونې وړ ده چې پر کندوز ښار د طالبانو تر ولکې وروسته په کندوز کې د بي سرحده ډاکټرانو سازمان په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته یو لیک استولی و چې په ترڅ کې یې د یاد روغتون له اداري او صحي پرسونلو سره یې د طالبانو ښه رویه ورکې ستایلې وه .

روغتیايي مراکز او مرستندویه ټولنې په ټوله نړۍ کې د جګړې په ساحه کې د خپل مهني فعالیت له مخي قانوني او حقوقي مصؤنیت لري ، هیڅ څوک يي نه د فعالیت د مخنیوي او نه هم د بمبارولو حق لري .

امریکان چې په نړۍ کې ځان ترټولو دعدالت تأمنیوونکي او د بشري حقونو مدافعین ګڼي دا ورته په کار ده چې په افغانستان په تیره د کندوز جګړه ځپلي ښار کې د ولسی خلګو پر خلاف د بشرضد جنګي جنایات تر سره نه کړي.
طبي او نورې مرستندويه ټولنې په هر ځای کې خپل ځانګړي مشخصات او معلوم موقعیت لري، باید د هغوی د کارکوونکو او اړونده تأسیساتو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي .

ځکه همدا طبي او مرستندویه ټولنې دې چې په کندوز کې د ملکي وګړو ژوند ژغوري او هغوی ته د خپل ټوان په کچه روغتیايي او خیریه اسانتیاوې برابروي .

که هغوی ټول د بي سرحده ډاکټرانو د روغتون په څیر بمبار او د خپلو فعالیتونو متوقف کولو ته مجبورکړای شي نو دکندوز خلګ به له ټولو طبي اسانتیاوو محروم یواځې د بمبار او تو پونو رحم ته پاتې وي …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x