نظــر

لغمان: په چاودنه کې دوه تنه بهرنیان وژل شوي دي

800 ap afghan explosion 100710نن ټکی آسیا: د کابل جلال اباد پر لویه لاره د سړک د غاړي په چاودنه کي د یوه بهرني خصوصي شرکت دوه تنه بهرنیان ووژل شول.

چاودنه د خصوصي شرکت پر موټر د لغمان په ولایت کې د قرغیو د ولسوالۍ اړوند د مشله کمر په سیمه کې رامنځته شوه.

د لغمان ولایت مسئولین وايي په چاودنه کې دوه تنه بهرنیان ووژل شول، او هم د د اکمالاتي کاروان یو کانټینر ویجاړ شوی.

هغوی د وژل شویو بهرنیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چي دپيښي پړه یې په غاړه اخیستې ویلي چي د مشلي کمر په سیمه کې چاودنه تیره شپه ناوخته را منځته شوه، چي له کبله یې د بهرنیانو یو زغروال ټانګ له منځه ولاړ، او څلور تنه بهرني عسکر ووژل شول.

نومړي ویلي چي یو بل ټانګ هم د چاودني د زور له کبله یوې نیژدې کندي ته غورځېدلې، چي له کبله په هغه کي سپاره دوه تنه بهرنیان ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x