ادبي لیکني

ویرونکی خوب… لنډه کیسه

ژباړه: حمدالله حلمیار

زوي یې لایتر (اورټک) بل کړ او ددې سترګو ته یې نژدې کړ، تر دې چې سترګې یې سرې شوې، تیزه ساه یې اخیسته او له ویرونکې خوبه راپاڅیده، اعوذبالله یې وویله او پر شیطان یې ور توف کړل. خو زړه یې په ارام نشو، او دخپل  زوي اطاق ته ورغله،زوی یې چې په منګ اوولس کلن وو؛ لیپټاپ یې مخې ته پروت وو او په تیاره اطاق کې پر هینداره رنګینه رڼا لګیدله، موریې  هیندارې ته لږ په ځیر وکتل ، نو په لیپټاپ کې یې داسي څه ولیدل چې رښتیا یې هم وویروله … زوي یې په داسي حال کې ولید چي ناوړه فلمونه یې کتل… غوښتل یې پر زوی یې ور چیغې کړې، خو چي ویې لیدل زوي یې د مور له راتګه نه ده خبر شوی نو بیرته په لړزیدلو قدمونو راوګرځیدله… مور چې خپل اطاق ته راغله نو فکر یې وکړ پلار یې په کیسه خبر کړي، تر څو پلار یې په نصحیت وپوهوي؛ بیا یې فکر وکړ چي ورشي او پر زوی یې لیپټاپ بند کړي او تهدید یې کړي…خو هیڅ یې هم ونکړل، یوازې دا دعا یې وکړه او بیرته پر بستره وغځیده: خدایه! ته مې زوی له شیطانې لارې راوګرځوې… خدایه ته دسمې لارې هدایت ورته وکړې…!

سهار چې یې زوي مکتب ته روانیده، دا په بیړه ورغله… زوی یې تنها وو، موقع یې مناسبه وبلله او له زوی څخه یې پوښتنه وکړه: زویه! چي یو څوک وږی شي ستا په نظر باید څه وکړي چي موړ شي؟

زوی یې ډیر ساده ځواب ورکړ: هوټل ته دې ولاړ شي، او خوراک دي راوغواړي تر مړیدو دي وخوري!!!

مور: ښه! که پیسې ورسره نه وې…؟

او پسې زیاته کړه او که دا بې پیسو کس یو څه داشتها ګولۍ هم وخوري… ددې کس په اړه ستا څه نظر ده؟!

زوی یې په بیړه ورته وویل: دا خو بیا سم لیونی ده، چي پیسې نلري، وږی ده او د اشتهاء ګولۍ هم خوري…دا خو سل په سله کې لیونی ده…!

مور: ایا دغه کس ته لیونی ګڼې…؟

زوی: هو بیشکه! دا خو لکه څوک چې پر خپلو زخمونو باندې مالګې دوړوي…

مور یې موسکۍ شوه او ورته ویې ویل: ته د همدغه زخمې سړي کار کوې!!!

زوی یې په حیرانۍ سره وویل: زه؟ مورجانې!!!

مور: هو. په … کتلو سره دې جنسي اشتها زیاتوې…!

په دې وخت کې زوی پټه خوله شو، او له شرمه یې سر ځوړند کړ.

مور: زویه! ته ترهغه کس هم زیات په لیونتوب اخته یې!!

ځکه هغه خپله اشتها د هغه روا شي لپاره زیاتوي چې ورسره نشته، دا کار که معقولیت نلري ، مګر ناروا هم نه ده. خو ته…! خو ته دې دداسي څه لپاره اشتها زیاتوې چي ناروا ده.

او د الله جل جلاله دا قول دي هیر کړی ده چي فرمایي: قل للمؤمنین یغضوا من ابصارهم ویحفظوا فروجهم ذالک ازکی لهم.

ووایه مؤمنانو ته، چي خپلې سترګې (نامحرمو ته له کتلو څخه) ښکته کړي، او د خپلو شرمګاو ساتنه دي وکړي، دا کار ددوی لپاره پاکونکی (له ګناهو) ده.

په دې سره دزوی له سترګو اوښکې را روانې شوې او په ژړا یې مورته وویل: مورجانې زه تیروتلی وم، ستا خبرې بالکل سمې دې، او که بیا مې دا رنګه ناوړه عمل ترسره کړ نو رښتیا به هم تر هغه وږی کس ډیر زیات لیونی یم…!

او همدا راز ګناکار او ځواب ورکونکی…

دا مې درسره وعده ده چي بیا به دا عمل نه ترسره کوم.

مور یې هم ورسره وژړل او زوی یې په ځیکر پورې ونیوی.

لیکوال:حامد احمدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نبیل افغان

ډيره په زړه پوري ده ماشاءالله
کور دي ودان شه حامد احمدي صاب

احسان میوند

البته پښتو ژباړن یې حمدالله حلمیار صیب ده، الله دې قلم تل کښاند لري 🙂

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x