نظــر

ولسمشره! دا سر لوړی او اتل ولس مه شرموه

لیکوال: محمد امین بسمل

لیکوال: محمد امین بسمل
لیکوال: محمد امین بسمل

له هرڅه لمړی خو تا ته دا لیکم، چې ای کاذبه او د بل په لاس تراشل شوې رهبر او مفکره، نه خو ولسمشر یې او نه خو دې الله تعالی ج دا سر لوړی ولس تا ته اړباسي چې ستا په خوا د هیلو سترګې در واړوي.

تا او ستا بدنام همغاړي غبرګ عبد الله خو په دا یو کال کې دومره ځانونه ولړل، چې دواشنګټن ښاروالي به مو هم ونشي مینځلی.

په سیاسي، اداري، اقتصادي، فرهنګي او هر اړخیزو ټولنیزو برخو کې خو لاله هغه اوله شرمېدلي واست.

تاسو دواړو نه یوازې زموږد مظلوم خو اتل ولس په حیثیت او تاریخولــۍ لوبې وکړې بلکه هغه اساسي قانون چې د راغلو نابللو لخوا درباندې تپل شوی و هغه مو هم تر پښو لاندې او د بېټل جان کیري ګیتار ته مو په خورا بې شرمانه ډول نڅا وکړه.

اوس نوکه ستاسو له سیاسي، اداري، اقتصادي، فرهنګي او هر اخیزو ټولنیزو ناکامیو مخ پوځي ډګر ته ور واړوو هلته مو هم خدای تعالی جل جلاله پښې وښویولې.

۵۰۰ وسلوالو ته مو ۷۰۰۰ اجیرې او ګوډاګۍ ملېشې هغه ستاسو په اصطلاح ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت نشي ټېنګېدای تاسۍ خو دا د ملي له کلیمې صدقه شئ

زه نه پوهیږم ولې له شرمه نه مرﺉ خو حقیقت دادی، چې شرم نه لرﺉ که شرم او حیا مو لرلای د افغان درانه ولس عزت او ناموس به مو ساتلی وای.

لکه څنګه چې تاریخي کندز د دښمن بمباریو کنډواله کنډواله کړ همداسې دې ستاسو نرښځیانو ارګ هم سوړې سوړې او لوټې لوټې شي.

تاسې خو پوزې نه لرﺉ خو دا د خپلو بادارانو پتلونونه مو هم وېستل شول تاسې او خدای دامو مرګ نه دی، چې د دومرو داړه ورو او زورورو له ملاتړ سره سره مو بېخ ووت.

ستاسو په حال تاسف کوم چې په داسې لوېدلی او شرمېدلي حال کې د استعفا همت هم نه لرﺉ او بادارانو مو حتی د استعفا حق در څخه اخیستی، که په هوا کېږﺉ له پښو مو راکشوي او که په سوړو ننوزﺉ له غوږو مو راکشوي بیا هم ستاسو په حال تاسف کوم ورک شئ سپېرو.

درنو لوستونکو!

راځئ بې طرفانه قضاوت وکړو.

که همدغه د کابو یوې نیمې لسیزې کاغذي پړانګان په رښتیا دخپل واک وای نو دهیواد سبا ته به یې پام اړولای وای.

دوی به له هرڅه دمخه دملي حاکمیت او خپلواکۍ غم خوړلای وای، له یوې خوابه یې افغان ولس دهیواد په لوړو ګټو او ارمانونو کې شریک کړی وای او له بلې خوا به یې له طالبانو سره داسې مثمر او محــرم سازشونه کړي وای، چې بهرنی دښمن پرې هیڅ پوه شوی نه وای خو له بده مرغه، چې حامد کرزي او له هغه څخه را وروسته تپل شوو یوه هم دا فکر ونه کړ بس یوازې د خپلو ځانونو په سینګار، د غصب او وطن پلورنې په بازار کې همداسې مصروف پاته شول تر څو طالبانو سړه تبه پرې نازله کړه.

په دې لیکنه کې طالبانو ته کوم خاص څه نه لیکم هغوی ته زماهغه پخوانۍ مشورې بس دي کومې مې، چې په تېرو لیکنو کې په تکرار ورته لیکلې وې یوازې دومره تکرارول یې غواړم چې خپل سرشناســه اومخورکسان دمغرضو ګاونډیانو د تاثیر له ساحې محفوظو او بې غرضو هیوادونو ته ورسوي تر څو د پوځي بریاوو تر څنګ سیاسي برتري هم ور په برخه شي.

را ګرځم دخپلې لیکنې سرلیک ته (ولسمشره دا سرلوړی اواتل ولس مه شرموه)

د پورتني سرلیک په اړوند په شدیدو ټکو ارګ محکوموم، چې پخپله شرمېدلې اعلامیه یې دکندز داتل او سرلوړي ولس سخت سپکاوی کړی دی.

د ارګ ددې بې مسؤلیته اعلامې په اړوندښاغلي عبدالستارسعادت یوه لنډه خو مهمه لیکنه په لاندې ډول کړې ده.

باید زیاته کړم، چې د آزادي رادیو دآزادي په څپو پروګرام کې ما اوښاغلي عبد الستار سعادت له امریکا سره د ستراتژیک تړون په اړوند دنظر اختلاف درلود ما له هغې لمړۍ ورځې تر وروستۍ ورځې ددې بدمرغه تړون مخالفت وکړ خو ښاغلي عبد الستار سعادت او یو شمېر نورو دا محکوم تړون د افغانستان په ګټه باله اوس خو دا دی دسعادت صاحب نظر تغیر خوړلی رب دې دا نورو ته هم هدایت وکړي په هرصورت په لاندې ډول به تاسو ته دښاغلي سعادت لیکنه وړاندې کړم:

غیر مسؤلانه اعلامیه / عبدالستار سعادت

د ارګ له خوا اعلامیه خپره شوه چې ګویا طالبانو د خلکو په نوامیسو تجاوز کړی. که څه ناموس ډېرې ماناوې لري؛ خو، د ارګ اعلامیې هغه ګونګوسې تائید کړې چې ګویا طالبانو د جنګي جنایاتو په لړ کې جنسي تجاوز کړی.‌

اول خو د ارګ له ستوني د داسې خبرو راوتل چې موخه یې د طالبانو سپکول او منزوي کول دي (چې دې کار لپاره نورې مناسبې لارې شته دي)؛ خپل حیثیت ته سخته صدمه رسوي. که داسې شوي وي؛ نو ولسمشره ته باید له شرمه مړ شې! ته څنګه جمهور رئیس یې چې د خلکو له ناموس نه دفاع نه شې کولای؟! د ارګ دېوالونه دې په تاسې چپه شي.

بله مهمه خبره دا ده چې د کندز ولس،‌د نورو افغانانو په څېر غیرتي او با شهامته ولس دی.‌د داسې آوازو خپرول، د ټولو کندزیانو عزت او حیثیت ته سپکاوی دی.

که دولت یا بل هر نهاد مشخص اسناد لري چې داسې تجاوز ثابتوي، هغه دې په داسې شکل واضح کړي‌چې د هغې کورنۍ عزت ته په کې صدمه ونه رسېږي. خو؛ په داسې شکل چې قضیه مشخصه نه وي، عامه مطرح کېږي، د خلکو غرور او حیثیت تر سوال لاندې وړل دي.‌

هېڅوک دا حق نه لري‌چې د یوه غیرتي ولس د عزت سره داسې لوبه وکړي.

دا اعلامیه او د بښنې سازمان رپوټ ( چې کندز کې هېڅ کارکوونکی نه لري) غیر مسؤلانه خپاره شوي او د کندز ولس ته یې سخت سپکاوی کړی دی.

ارګ او د بښنې سازمان باید خپله دا خبره ثابته کړي او یا د کندز د خلکو نه بښنه وغواړي.

د پورتنۍ لیکنې له کبله له سعادت صاحب څخه مننه کوم او دارګ خېلو دا بې شرمانه اعلامیه، چې دځورېدلو کندزیانو حیثیت ته یې خورا زیان رسولی محکوموم، غبرګ سري او ټیټ سري باید د اتلو کندزیانو د حیثیت د بیا اعادي مسؤلیت ومني او دا سر لوړی او اتل ولس دې نور نه شرموي.

زه باوري یم، چې رښتیني او افغان طالبان دچا په ناموs تېری نه کوي.

له طالبانو څخه هم هیله کوم چې ددا ډول پېښو عاملین هرڅوک او په هرځای کې چې وي سخته سزh ورکړي.

دیوخپلواک، سرلوړي، هوسا اوبسیا افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبيدالله طوطاخیل

له ستا نه دیره مننه کوو الله دی دادخبیس بچیان په شرمونو وشرموی لکه مونگ قندزیان یی چی وشرمول تول( آمین )ووایاست

غوربندی

بسمل صيب

ستاسو نظر د افغانانو د زرونو اواز أو د فكرونو ترجمان ده.

په قلم مو برکت شه.

امین درمان

ددی شرمیدلو ارمنو سره هغه ټول ولسی وګړی هم شامل دی چاچی رایه ورته ورکړی ده

حامد

بسمل صاحب زموژدزړه اوازدی منعکس کړی کوردی ودان حقیقت هم دادی چه اشرف غنی او جنګسالار عبدالله دواړو دافغانستان تاریخ وشرماوو نور دی داملت پریژدی چه اولس خپل عزت او تاریخ پخپله وساتی .ددوی له شرموونکو ویناوو څخه داسی معلومیژی چه دوی هم دافغان اولس څخه ناهیلی شوی دی (دارګ خیلو دوحشتونو ظلمونو،ناکامه سیاستونو،ضعیف اونامتحد حکومت )په وجه اولس له حکومته په کامله توګه ناهیلی شو .نور داشرمیدلی حکومت هم په دی پوهیژی چه هغه چانس او موقع یی له لاسه ورکړی کوم چه الله دوی ته دخدمت کولو لياره ورپه برخه کړی وه.اوس داواضحه مسله ده چه افغان اولس… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x