نظــر

وروستي ۱۱ کلونه د افغانستان د چور او چپاول پړاو

4american-troops-afghanistanد شپې مې خوب لیده چې [ نه پوهیږم څوم کال وي خو له افغانستانه د بهرنیو په تیره امریکايي ځواکونو کډې په باریدو وي ، په یوه لوی بحر کې لوېې لوېې امریکايي جنګي بیړۍ ولاړې وي او د خپلو عسکرو د انتقال تابیا نیسي ، له همدې سره په یوه وخت امریکا اعلان وکړي چې افغانستان ته ېې (۰۰۰۰۰۰۰) تریلیونه ډالر پور ورکړئ (البته مبلغ مې ېې په یاد نه دئ خو تریلیون لفظ مې ېې په یاد دئ )
دا پيسې  په دومره کچه وي چې د افغانستان د بای باد اخیستو لپاره بس وي ، همداراز ایران هم افغانستان ته د یوه لوړ مقدار پيسو د پور ورکولو ادعاء کړې وي او ایراني رسنۍ د خپلې د دوی په خوله منحصر به فرد لفاظیو له لارې غواړي افغانان او نړیوال قانع کړي چې دوی ریښتیا هم افغانستان ته په همدې اندازه پور ورکړئ دئ

نه پوهیږم په خوب کې پاکستان ولې کومه ادعاء نه وه کړې
ددې لوی بحر اوبه هم مسطحې نه وي بلکې په څو سطحو ویشل شوي او د ځمکې د سر په څير لوړې ژورې لري .
ډير نړیوال شخصیتونه دا ادعاوې ناسمې بولي حتې یو شمیر خو اعتصاب هم کړئ وي .
یو کس چې له قوارې ېې لویدیځ والئ مالومیږي د امریکا او ایران د ادعاوو په اعتراض کې په سطلونو کې د بحر د یوې سطحې اوبه بلې ته وړي .
زما اند دا وي چې نوموړئ په دې کار سره د امریکا او ایران دادعاوو ناسم والئ او ناممکن والئ نندارې ته وړاندې کوي
په افغانستان په هغه وخت کې هم د کرزیانو او شمالي ټلوالې د کمپلیکس واکمني وي خو د هرچا ډول ته د ګډیدونکې ډمې په څير ېې سترګې مړې نیولې وي او د امریکا او ایران د ادعاؤؤ د سم والي یا نه سم والي په اړه هیڅ هم نه وايي .
په افغانستان کې دننه هم ځای ځای اورونه بل وي لکه چې موټرو اور اخیستئ وي او زه له څو تنو او خپل قبله ګاه صاحب پلار سره یو ځای د یوه پټي په جوړولو او اوبولولګیا وم خو نه پوهیږم څه شئ مو په کې کرلي وي )
څه موده وړاندې مې په یوه طبي مجله کې ولوستل چې د افغانستان له ۸۵ تر ۹۵ سلنه خلک په روحي او رواني ناروغیو اخته دي او یواځي له ۵ تر ۱۵ سلنه خلک (د امریکا په ډالرو مست چارواکي ) ېې له روحي پلوه روغ ګڼل کیږي ښايي زما خوب هم زما د روحي ستونځو یو تصویر وي .
له خوب چې را ویښ شوم دا سوچ راته پيدا شو چې آیا د افغانستان اوسني دولت خو به د امریکا پورونو ته لمن نه وي غوړولې .
بیا خوب رانه غئ او په سوچونو کې ډوب شوم د افغانستان د روغتیا وزیرې ثریا دلیل دلیلونه مې سترګو ته ودریدل چې بیګاه ېې د مشرانو جرګې د یوه غړي د پوښتنو په ځواب کې ویل او ما د افغانستان په یوه تلویزوني چینل کې  ‌ولیدل .
د مشرانو جرګې غړي ورته د هغې د خپلوانو یو اوږد لیست چې سلګونه غړي ېې درلودل راوړئ ؤ چې هر یوه ېې تر ۶۰۰۰ ډالرو ډير معاش درلود په داسې حال کې چې د افغانستان یو ډاکتر چې ۱۹ کاله ېې زده کړې وي او د طبي پوهنتون د سخت زړو استادانو له سلګونو ډراپ او ریپيټ هم وتلئ وي په لرې پرتو ولایتونو کې چې شپه او ورځ د ناروغانو په خدمت کې وي یواځې ۲۰۰ ډالر معاش لري نرسان او فارمسیستان خو تر دې هم بد تر دي او په سل ډالرو بسنه کوي .
د مشرانو جرګې غړي د هغې د کوم خپلوان یادونه کوله چې د وزارت په پیسو دوبۍ ته د تحصیل لپاره لیږل شوئ خو میرمن دلیل بیا هم دلیل وایه چې د دې هر کار د قانون په چوکاټ کې تر سره شوئ او د هغې هغه خپلوان د وزارت په پیسو دوبۍ ته له تګ سره سره هلته کې درس نه وايي (خۍ بیا څه………………)
تیر کال اعلان وشو چې یواځې د افغانستان د کابل له هوايي ډګر کابو لس میلیارد ډالر په نغدي  او غیر قانوني ډول بهرنیو هیوادونو ته وړل شوي البته په کې هغه ډالر او افغانۍشاملې نه وې چې له بانکي لارو او حوالو بهر ته انتقال شوي دي .
داسې هم ویل کیږي چې افغان چارواکو د بیلابیلو اروپايي هیوادونو په تیره کاناډا او برتانېې تابعیتونه اخیستي خپلې پيسې ېې هم هلته انتقال کړې او ډيرو نورو بیا په دوبۍ کې د کورونو او ملکیتونو اخیستو ته مخه کړې ده .
د تاجکستان د اقتصاد وزارت تیر کال وویل چې هیواد ته ېې د بهرنیو اسعارو (ارز په تیره ډالر او یورو ) ډيره برخه د بهرنیو میلمنو له خوا وروړل کیږي چې دا د هغوی په اقتصاد ښه اغیزه لري
وايي افغان لوړ پوړي چارواکي ، قوماندانان اود امریکا په ډالرو مست لنډغران هم په میاشت کې یو دوه ځله د تفریح او د پاکستانیانو په اصطلاح د خوند بدلولو لپاره د تاجکستان د فاحشه خانو ورونه ډبوي او د دډمو ډير میلمانه هم افغانان جوړوي
وايي قمار بازان د قمار په وروستیو کې خپلې میرمنې هم بایلي اوس موږ ته هم دا ویره پيدا ده چې خدای مکړه زموږ د بې دفاع او خوار ولس د وینو تجاران په دې وروستیو کې د خپل هیواد په سر بیا معامله ونه کړي .
د اوسنۍ ادارې هر چارواکئ چې په میلیونونو حتې میلیاردونو ډالرو اختلاس تورن دئ د نړیوالو پورونو اخیستلو ته پیل ونه کړي .
اوریدلي مې ؤ چې د ټلوالې غلو به د کابل -مزار په لاره لومړۍ خپلې سپږې په مسافرو پلورلې او ساعت وروسته به بیرته په خپله سودا پيښیمانه ؤ او د خپلې ژوندۍ سپږې غوښتنه به ېې کوله که به د چا له لاسه وتلې وه نو په جریمه کې به ېې د هغه ټولې پيسې او وسایل ترې اخیستل .

روسانو هم د افغانستان د دوه نیم میلونه خلکو له وژلو وروسته د خلکو په وژلو کې د خپلو کارنامو بیه له افغان ولس غوښته او ویل ېې په افغانستان کې زموږ د میلیونونو ډالرو په ارزښت وسلې اومهمات مصرف شوي او خپلو لاس پوڅو ته مو په افغانستان کې پورونه ورکړي.  اوس د دې ویره شته چې امریکايي لنډغر هم یو ځل بیا د افغان بې دفاع ولس د وینو تویولو بیه بیرته له افغان ولس ونه غواړي .
که څه هم امریکا افغانستان ته په ورځني ډول په سلګونو قفل شوي کانټينر راوړي او په سلګونو بیرته ترې وړي د افغانستان هوايي ډګرونه ېې هم تر خپل بشپړ واک لاندې دي په هر ځای کې چې زړه ېې غواړي کیندنې کوي او څوک ېې د مخې نیولو نه شته خو د دې ویره شته چې په وروستیو کې به افغانستان ته د غټو پورونو د ورکړې ادعاء وکړي .
له رباني کرزي ته د واک د انتقال په غونډه کې آصف محسني یوه ښه خبره وکړه او هغه دا چې که څوک له موږ سره بلا عوضه مرستې کوي خو ښه او که نه د هیچا پورونو ته اړتیا نه لرو او نه ېې غواړو .

ډاکتر عماد الدین پژمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x