
کابل دارالامان کې د استخباراتو پر مرکز سرتېری بريد وشو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل دارالامان سيمه کې يوه درنه چاودنه وشوه او له چاودنې وروسته د امنيتي ځواکونو او بريدګرو تر منځ نښته روانه ده.
لومړني راپورونه وايي، چې چاودنه د سرتيري بريد په واسطه د استخباراتو پر يو مهم مرکز شوې ده.
د کابل امنيتي چارواکو منلې، چې له درنې چاودنې وروسته د دواړو لوريو تر منځ جګړه روانه ده.
د طالبانو وياند په خپل ټويټر پيغام کې د ياد بريد مسؤوليت منلی او زياتوي، چې په دغه سرتيري بريد کې د استخباراتو ګڼو کارګرانو ته مرګ ژوبله اوښتې او جګړه اوس هم روانه ده
د پېښې په اړه د نورو جزياتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ
داسی ویل کیږی چی فه دار لمان کی دا حمله داستخبا راتو فه میلمستون شو وی نه فه مرکزی دفتر والله اعلم