ورزش

پاکستان، زیمبابووي ته ماتې ورکولو سره د لوبو لړۍ وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان او زیمبابووي لوبډلو تر منځ د دریو یوه ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه وه. پاکستان دغې لوبې کې زیمبابووي ته سختې ماتې ورکولو سره د یوه ورځنیو لوبو دغه لړۍ د ۲-۱ له توپیر سره وګټله.

د پاکستان لوبډلې لوبډل مشر د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه. د زیمبابووي لوبډلې د لوبې دوه پیلوونکي لوبغاړي غوره لوبه وکړه خو له هغوي وروسته د دغې لوبډلې نورو توپ وهوونکو ښه لوبه ونکړه.

زیمبابووي لوبډلې په ۳۸.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د چیبابا او موټمبامي غوره توپ وهنې په مرسته ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره موټمبامي په ۸۵ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۷ او چیبابا په ۷۶ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۸ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د پاکستان لپاره بلال اصف تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. بلال اصف خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره د سیالې لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځولو بریالی شو.

د پاکستان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۳۴ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او دغه لوبه وګټله او په دې ډول د یوه ورځنیو لوبو دغه لړۍ يي هم په خپل نوم کړ.

د پاکستان لپاره بلال اصف په ۳۹ توپونو د ۶ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۸ او احمد شهزاد په ۶۱ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۲ منډې جوړې کړې.

اسد شفیق په ۶۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۸ او شعیب ملک په ۲۸ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ منډو جوړولو سره د دنننۍ لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره پنینګارا، ویلیمز او نیمبو یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x