افغانستان

بدخشان: افغان عسکرو بندي طالبان ژوندي په اور سوځولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ملي اردو جنګیالیو هغه طالب بندیان ژوندي په اور وسوځول چې وړمه ورځ یې په جګړه کې نیولي وو.

راپورونه وايي چې د ملي پوځ جنګیالیو دغه بندیان لومړی په یوې خونه کې بند کړي او بیا یې ټولې خونې ته اور ورکړی، چې له کبله یې ټولو بندیانو د اور په لمبو کې ساه ورکړه.

ویل کیږي چې د سوځول شوو بندیانو شمېر یوولس تنه و.

افغان چارواکو تراوسه د دغې پیښې په اړه چوپتیا غوره کړې. خو طالبانو د دغې پیښې په وړاندې توند غبرګون ښودلی، په کلکه یې غندلې او دا یې «بزدله، بې ننګه او غیر انساني» عمل ګڼلی.

طالبانو په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ويلي چې دوی هم کولای شي د ملي اردو او پولیسو جنګیالي چې د هیواد په لر او بر کې یې نیسي، په ورته ډول ووژني. خو زیاتوي چې د اسلامي ارشاداتو او افغاني ننګ له امله دا ډول عمل ته مخه نه کوي.

د طالبانو په باور، د بندیانو ژوندي سوځول د دې ښکارندویي کوي چې دښمنان یې «دومره غورځیدلي چې له خپل مقابل سره د چلند لار ترې ورکه ده».

په دې وروستیو کې طالبانو د پوځي پرمختګونو ترڅنګ د افغان ځواکونو ګڼ جنګیالي هم نیولي دي، چې د راپورونو پراساس له بندیانو سره د طالبانو ښه چلند د عامو افغانانو سربېره د ډیرو افغان سرتیرو زړونه ګټلي او له طالبانو سره د جګړې پرځای هغوی ته پر تسلیمۍ غور کوي.

د کتونکو په باور، افغان چارواکي د ملي ځواکونو په لیکو کې له طالبانو سره مخ په زیاتیدونکې خواخوږۍ اندیښمن کړي نو ځکه په داسې پاروونکو اعمالو لاس پورې کوي ترڅو طالبان هم ورته زړه بوږنوونکو کړنو کې ښکېل کړي. خو د طالبانو ویاند وايي چې افغاني ننګ او اسلامي ارشادات د داسې کړنو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په نړیوالو بشري سازمانونو غږ کوي چې «دغه ډول وحشت وغندي او مجرمین یې افغانانو او نړیوالو ته ښکاره کړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x