نظــر

معکوس ثبوت

najeebپرون مې په ځینو ویبپاڼو کې د ښاغلي سرلوڅ مرادزي په نوم یوه لیکنه تر سترګو شوه چې د ملحد نجیب ګاو په ویر یې نه یوازې دا چې اوښکې تویې کړې وې، بلکه د صلیبي یرغل د روانو او وروستیو ناکامو دسیسو په رڼا کې یې د نجیب ګاو د ابتکارونو د بیا احیا او ظهور یادونه او دعوی کړې ده.

د نجیب ګاو د مشی مصالحه ملي په نوم ډرامه چې هره ورځ به یې د کابل ولایت له پغمان ولسوالی څخه څو تنه څڼيور چرسیان/بنګیان د وولس د غولونې په موخه د ټلویزیون په ښیښه نندارې ته وړاندې کول، هغه نسخه ده چې د نننیو لاسپوڅو لپاره د یوې غوړې ډالري مړی په توګه د استفادې وړ ګرزېدلې ده.

یادې نسخې ته که فرض مثال د ملحد او خاین نجیب ګاو د خپل لاس ابتکار هم ووایو، خو دا چې په اوس وخت کې د یادې نسخې د بیا کارولو ابتکار د ښاغلي کرزی نه دی بلکه د یرغلګرو په مستقیمه اشاره هغه هم له لسو کلونو یرغل وروسته په داسې حال کې تر سره شو چې یرغلګر ځواکونه د وتلو د مهالویش سندرې وایي، دوی د یادې نمایشي ډرامې په بیا کارولو کې دومره محطاط وو چې د سولې په نوم د عالي شوری په سر کې یې د سولې او انسانیت یو تن سر سخته دښمن او جنګي جنایتکار د مشر په توګه نصب کړ.

له همدې ځایه ده چې نوي نسل یا هغو ته چې له تېر څخه ناخبره دي، ښاغلي لیکوال په خپلې یادې لیکنې سره د خپل معشوق خاین او ملحد نجیب ګاو د لاسپوڅیتوب معکوس ثبوت وړاندې کړی دی.

د یادولو وړ ده چې ماتې خوړلي صلیبي یرغلګر او د دوی په ډالرو مست لاسپوڅي نه یوازې دا چې له ځانه د ځان د نجات یا هم وطن ته د خیر هیڅ ابتکار په لاس کې نشي لرلای بلکه د پخوانیو ماتې خوړلو یرغلګرو په معلوم الحاله او ناکامو نسخو باندې عمل کوي په دومره توپیر چې په مشی مصالحه ملي باندې یې د سولې د عالي شوری او په قومي ګلم-جم ملیشو یې هم د اربکیانو نوم ایښی دی، د لومړی ډرامې داعیه د مجاهدینو بلا قید او شرط تسلیمي او د دوهمې ډرامې په لومو کې د تېر په شان افغانان په خپلو منځونو کې جنګول دي.

هیښوونکې او د تعجب وړ داده چې څرنګه یو معقول انسان ته په تجربه ثابت تېر ترخه زهر خواږه ښکاري او د خپل محبوب مشر خاین او قاتل نجیب ګاو د نجات بښوونکو؟ افکارو بیا احیا او ظهور یې ګڼي!!

لیکوال  : عادل عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x