افغانستان

بلخ: د دولت اباد امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): بلخ ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د بلخ د امنيت آمر سمونوال عبدالرزاق نن ماښام ناوخته مزارشريف کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالرووف اخګر، نن ماذديګر خپل کور ته روان و، چې د دولت اباد ولسوالۍ بازار کې پرې ځای پر ځای شوی ماين وچاوديد او نوموړی يې وواژه.

امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه بمي بريد کې د امنيه قوماندان دوه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

وژل شوی اخګر دوه اونۍ وړاندې وروسته له هغې د دولت اباد امنيه قوماندان ټاکل شوی و، پخوانی امنيه قوماندان حيات الله هم نږدې شل ورځې وړاندې د طالبانو په لوري په يوه چاودنه کې وژل شوی و.

د يادونې وړ ده، چې د بلخ خپلسري والي څو ورځې وړاندې د بلخ په ځينو سيمو کې د مخالفينو پر ضد د وسله والو عملياتو اعلان کړی و او د عملياتو ځينې نمايشي انځورونه يې هم د ټولنيزو رسنيو له لوري خپاره کړي وو، مګر تر اوسه د يادو عملياتو په اړه رسمي سرچينو او نه هم د بلخ والي عطا محمد نور څه ويلي دي او ښاغلی والي له تېرو څو ورځو راهيسې له هېواده بهر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x