نظــر

ماسکو په سوریه کي څه موخي لري؟

عبدالرحمان الراشد له ۲۰۰۴ع.کال څخه د ۲۰۱۴ کال د نومبر تر ۲۲مي پوري د العربیه خبری تلویزيون رئيس  وو۔ په نړۍ واله کچه پېژندل سوی سعودي ژورنالیست او فرهنګي دی ۔ دمخه له لندن څخه د خپرېدونکي الشرق الاوسط  ورځپاڼي رئيس التحرير وو۔ د دغه اخبار سره اوس هم د کالم ليکونکی په توګه اړيکي لري.
عبدالرحمان الراشد له ۲۰۰۴ع.کال څخه د ۲۰۱۴ کال د نومبر تر ۲۲مي پوري د العربیه خبری تلویزيون رئيس وو۔ په نړۍ واله کچه پېژندل سوی سعودي ژورنالیست او فرهنګي دی ۔ دمخه له لندن څخه د خپرېدونکي الشرق الاوسط ورځپاڼي رئيس التحرير وو۔ د دغه اخبار سره اوس هم د کالم ليکونکی په توګه اړيکي لري.لیکوال: عبدالرحمان الراشد

ژباړن: عبدالمالک همت

د سوریې د بشار الاسد او د هغه د ملاتړي ایراني حکومت تر منځ د اختلافاتو خبرونه له څه مودې راپه دې خوا ترلاسه کيږي. د دواړو خواوو د ګټو پر بنسټ دغه اړيکي تر ډېره وخته پرمخ ولاړې. بشار الاسد ته ښايي چي د ایران منندوی اوسي. ځکه چي د ایران د مهربانيو له امله تر اوسه پوري د بشار حکومت ژغورل سوی دی. ایران د اسد د حکومت د ملاتړ او دفاع لپاره د بېلو بېلو هيوادونو پر رضاکارانو باندي مشتمل يو لوی پوځ په داسي وخت کي جوړ کړ چي سوري پوځ د پرله پسې مرګ ژوبلو له امله له منځه تلو ته نږدې وو.

په اوسنيو څو اونیو کي نړۍ والو وليدل چي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په ځانګړې توګه د سوریې د کړکېچ سره علاقه ښيي. د امريکې د استخباراتو انځورونه په سوريه کي د  روسيې مخ پر زياتېدو بوختیاوي ښکاره کوي.

د يوه راپورسره سم د اللاذقیې په هوايي ډګر کي نوې رن وې (د الوتکي خغاست لیکه) او د چورلکو لپاره بېله هوايي کرښه (ایئر سٹرپ) زیات سوي دي او د الوتکو د درېدلو ګنجایش پکښي زیات سوی دی. چي تر دې ودانيزو کارونو وروسته د ملکي هوايي چلند ډګر په بشپړه توګه په یوه پوځي اډه  بدل سوی دی.

پر دې سربېره دمشق ته نږدې یوه بله هوايي اډه هم د روسانو په واک کي ورکړه سوې ده.

له روسيې څخه سوریې ته د کورونو د ودانيو په سلګونو چمتو سوي مواد او چوکاټونه رسېدلي دي. ممکن دغه کورونه دوه زره روسي پوځیان د خپلو استوګنځيو په توګه استعمال کړي. د امريکایانو په شک او شبهو کي هغه مهال زیاتوب راغی چي روسانو له ځينو هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چي له خپلو فضايي پولو څخه د روسانو د نظامي الوتکو د تېرېدو اجازه ورکړي. يو بل باوري خبر دادی چي د سوریې د طرطوس د ښار د بندر د پراخه کېدو کار هم د روسانو له خوا ترلاس لاندي دی، څو روسان د خپلي پوځي اډې په توګه کار ځني واخلي. تر دې دمخه دغه بندر د روسي سمندري بېړيو د ګازو د برابرولو، ترميماتو او ساتلو آسانتياوي برابرولې.

پوښتنه داده چي د ماسکو موخي او عزایم څه دي؟ آيا ماسکو د ناټو پرضد پوځي اقدامات کوي؟ آيا ماسکو د اسد د حکومت د ژغورني لپاره کوښښ کوي؟ آيا روس د سوریې د وېشلو پر پلان باندي کار کوي، کوم چي موخه ځني د اسد ژغورل، ساحلي سيمي ته د اسد د حکومت لېږدول او د علوي واکمنۍ رامنځ ته کول دي؟

په يوه عربی ورځپاڼه کي څو ورځي دمخه د عرب سیاست پوه ابراهیم الحمیدی یوه لیکنه خپره سوه . په دغه لیکنه کي هغه يو بل نظر وړاندي کړی دی. هغه لیکي : په سوریه کي د روسیې د پوځي مداخلې رشتیانۍ موخه د داعش یا سوري اپوزېشن له جګړه مارو څخه د بشار الاسد ژغورل نه، بلکي د هغه له مهم متحد ایران څخه ژغورل دي.

که د اسد د حکومت سره د ایران مرستو ته په دقت سره وکتل سي نو د ابراهیم الحمیدی نقطه نظر جالب ښکاري. د دې ترڅنګ د هغه مضمون نور هم په زړه پوري او ارزښتناک دی. د الحميدي په نظر ایران غواړی کمزوری اسد له واک څخه راوپرځوي. ایران د امريکا سره د سیاسي مصالحې غوښتونکی دی او پوهيږي چي د اوکراين د مسئلې پر سر د روس او امريکې تر منځ شخړه روانه ده. د الحميدي په وينا د روسانو او ايرانيانو ترمنځ هم اختلافات روان دي. روس په سوريه کي د ايران د موخو خلاف دی، کوم چي له هغو څخه يوه يې د سوریې د سیاسي اډانې او د نفوسو د تناسب بدلول دي.

د روس د بهرنيو چارو وزير د ایران دغو کوښښونو ته د ښاري انجنیرۍ نوم ورکړی دی.

ایران کوښښ کوي چي د سوريې د دوو قصبو شیعه وګړي الذبداني نومي ښار ته ولېږدوي او له دغه ځايه د سني استوګنو په ایستلو لګیا دی.

د ايران د دې کوښښ ناکامي له مخکي څخه لا جوته ده او لامل يې هم په سوريه کي د بېلابېلو فرقو تناسب دی. د لبنان او عراق په خلاف په سوريه کي شیعه ګان يو کوچنی لږکی (اقليت) ، یعني د سوریې د نفوسو یوازي پنځه سلنه جوړوي. په داسي حال کي چي په سوريه کي د سنيانو ټوله نفوس اتيا سلنه دی. په سوريه کي د ایران د ماتي او ناکامۍ لامل هم همدغه دی.

بهرنيو ځواکونو چي سوریې ته کوم پلانونه وروړي دي ، هغو ته رسېده نه داچي مشکل باله سی، بلکي ګردسره ناشوني دي.

لکه چي يو پلان دادي چي په سوريه کي پر ټولو فرقو باندي مشتمل يو حکومت جوړسي. په بل پلان کي بیا داعش د ټولو واحد دښمن بلل سوی دی. درېیم پلان د سوريې وېشل او د روم د سمندرګي سره علوی واکمني رامنځ ته کول دي.

روس او ايران څلور کاله خپل پام يوې موخي ته، يعني د اسد د حکومت ټينګښت ته اړولی وو، خو په تدريج سره هغو احساس کړه چي دا کار شونی نه دی، ځکه په سوريه کي د اسد ساتندوی ځواک د دغه ځای د وګړو په تناسب وېشل سوی دی . د دې څو کالو په بهير کي له بشار الاسد څخه کرکه نوره هم زیاته سوې ده، ځکه دی د سوريې د دوه نيمو لکو ولسي وګړو د وژلو مسؤول دی. نو په دې حالاتو کي يوازنۍ چاره داده چي د اسد واکمنۍ ته د پای ټکی کښېښوول سي. خو مسئله داده چي د هغه ځای به څوک نيسي؟ د سوريې وسله وال اپوزېشن ته دغه مسؤولیت نه سي سپارل کېدلای، ترڅو چي د سيمي په کچه د عربو ، ايران او ترکیې د حکومتونو ترمنځ د رايي اتفاق نه وي. د سوريې ربړه زښته زياته پېچلې ده. که د ايران او روس منازعه حقيقت وي، نو بیا به د سوريې صورت حال نور هم پېچلی وي.

د امريکا او لوېدیزي نړۍ سره د ایران تر نوې معاملې وروسته په منځني ختيځ کي بدلونونه حتمي دي. د روسانو د پاليسيو په خلاف به د ايران تمایل د امريکا لور ته وي، نو کېدای سي د پوتين دا اوسني اقدامات په منځني ختیځ کي د دغو ممکنه بدلونونو په پام کي نيولو سره وي. ځکه د روسانو سره هم د دې کړکېچ يو اواری موجود دی، چي هغه د اسد او د اپوزېشن پر ځينو ځواکونو باندي د مشتمل حکومت رامنځ ته کول دي.  کوم چي د روسانو ملاتړ به ورسره وي، خو د ايران سپاه پاسداران انقلاب، د جنرال قاسم سليماني د قدس ځواک، د حزب الله او افغاني او عراقي رضاکارانو ملېشې به هيڅ ونډه نه  پکښي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Jahangirsharifi

نن تکی هلمند

غ.حضرت

زه نه پوهیږم تاسی طالبان له یوې خوا د یهمدو او نصارا سره د جهاد! ادعا کوی او له بلی خوا د هغوی د پټو او ښکاره خبیثو مزدورانو ( عبدارامان راشد) غوندی پلیدو څیرو پر ګوزو غوږ نیسی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x