افغانستان

په افغانستان کې دوژل شویو امریکایانوشمیر۲۰۰۰ته پورته شو

امریکایی چارواکو منلي چې په تیرو یوولسو کالو کې یې دافغانستان په جګړه کې دوژل شویو عسکرو تعداد ۲۰۰۰ ته پورته شو امریکایی ځواکونو دا خبره وروسته له هغه کړې چې تیره ورځ یوه افغان امنیتي پولیس  دوه امریکایی سرتیري مخامخ په ډزو وویشتل او ویي وژل .په روان کال کې دافغان عسکرو له لوري تر۵۰ زیات بهرنی سرتیري وژل شوي . ددې میاشتې په سرکې دناټو ځواکونو پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به له افغان ځواکونو سره په ګډو یوځاي عملیاتو ترسره کولو کې کمښت راولي .

سپینې ماڼې لا دمخه فیصله کړې چې په ۲۰۱۴ م کال کې به ډیري جنګي عسکر له افغانستانه وباسي

دافغان عسکرو له لوري پر بهرنیو پوځيانو حملو زیاتې اندیښنې راولاړې کړې دي ،دافغان ځواکونو او بهرنیانو ترمنځ داعتماد فضا له منځه تللې ،په تیره یوه میاشت کې د داډول حملو تعداد ډیر زیات شوې ،دې کار داپوښتنې راپیدا کړې چې ایا دکرزي حکومت او دامریکایانو په لاس جوړ شوی پوځ به په راتلونکو دوو کالو کې په خپلو پښو ودریږي ،لکه څرنګه چې یې امریکایان او افغان حکومت وړاند وینه کړې.

دکژلټي په نامه ټولنې دمعلوماتو لمخې دامریکایی ځواکونو پرمرګ ژوبله برسیره په افغانستان کې دایساف په چوکاټ کې دنورو هیوادونو۱۱۹۱ تنه عسکر هم وژل شوي

همدا اداره په خپل راپور کې کاږي څلویشت اعشاریه دوه فیصده  بهرنی پوځیان دوسلوالو له لوري دجوړوشویو بمونودچاودنو له امله وژل شوي او دیرش اعشاریه شپږ فیصده یې دوسلوالو په مخامخ بریدونو کې له منځه تللي.

دازادو رسنیو له لارې په ترلاسه شویو معلوماتو کې دبهرنیو پوځیانو مرګ ژوبله ترهغه څو چنده زیاته ښودل شوې چې ناټو او امریکایي ځواکونه یې خپله مني

.ځواکمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x