نظــر

د افغانستان کندز او د عراق فلوجه

لیکوال: صفي الله سیدي

مخکې تر دې چې د کندوز ولایت ته راشو، تردې وړاندې د عراق په فلوجې ښار باندې یو څه بحث کوو، دا ځکه چې د فلوجې دردوونکې پېښه د کندوز له پېښې څخه وړاندې تېره شوې ده.

په ۲۰۰۳ز کال د مارچ په میاشت کې کله چې د امریکي د یو خصوصي امنیتي شرکت (بلک واټر) څلور تنه قراردادي پوځیان په فلوجه کې د مجاهدینو د غلچکي برید ښکار شول نو په عراق کې د امریکا د سفیر ویاند ډین سینور خبریالانو ته وویل:

کومو کسانو چې زمونږ په قراردادیانو برید وکړ هغه څوک ندي چې مونږ یې دلته مرستې ته راغلي یو، دا هغه کسان دي چې مونږ یې باید ونیسو او یا یې ووژنو تر څو دغه هېواد پرمختګ وکړي.

همدارنګه ددې پېښې په لیدو د امریکې ولسمشر بوش وویل: د قاتلانو دغه ډله غواړي چې زمونږ ارادې کمزورې کړي، امریکا به هیڅکله هم د دغه قاتلانو پر ګواښونو ونه ویرېږي. مونږ په عراق کې په ترهګرو توند ګوزارونه کوو، موږ به هغوی ته د ددوی پر خاوره ماته ورکوو تر څو خپل هېواد کې ورسره مخامخ نشو.

ددې پېښې سره ټولو امریکایي چارواکو په میډیا ګانو کې خپلې خولې خلاصې کړې او همدا یې ویل چې مونږ باید په پوره زور او ځواک سره په فلوجه برید وکړو او د خپلو څلورو تنو غچ به د فلوجې له خلکو څخه اخلو.

هماغه وو چې ددې پیښې څخه وروسته د امریکي خصوصي شرکت (بلک واټر) او امریکې ته په فلوجې د برید کولو یو نوی چانس پلاس ورکړ.

په ۲۰۰۴ ز کال د اپریل په میاشن کې امریکایي ځواکونو پخپل ټول توان سره فلوجه کلابنده کړه، فلوجې ته تللې ټولې لارې یې وتړلې، کلابندۍ یو څو ورځې دوام درلود چې په نتیجه کې يې د ښار خلک د خواراکي توکو له کمبود سره مخ شول، یوه خبریال راهول مهاجن پخپل خبر کې وویل چې امریکایي پوځیانو د انرژۍ د تولید پر مرکز (پاور پلانټ) بمباري وکړه چې له دې سره د فلوجې ښار په تیارو کې ډوب ښار وو ددې تر څنګ امریکايي پوځیان له خپلو سنېپرونو سره د ښار په هرې خوا کې تیت او پرک شوي وو.

په ښار کې وضع دې حد ته رسېدلې وه چې که څوک به له کوره راووتل نو د وحشي امریکایانو لخوا به د هغوی د سنیپرو ښکار کېدل، امریکایانو په ښار کې دننه روغتونونو ته د ټپیانو په لیږد کلک بندیز لګولی وو.

فلوجه چې د جوماتونو د ښار په نوم یادېده اوس پرې امریکایان مسلط وو او ددې ښار یو شمېر جوماتونه یې هم بمبار کړي وو. دا پداسې حال کې ده چې د جینوا کنوانسیون له مخې په مذهبي ځایونو بریدونه په کلکه بند شوي وو خو سره له دې هم امریکا خپلو قوانینو ته پابنده نه وه او په یوه ورځ یې د عراق په فلوجه کې یو جومات په نښه کړ چې شاوخوا ۲۵۰ ملکي وګړي یې پکې په شهادت ورسول او وروسته یې په رسنیو کې د خلکو په سترګو کې خاورې ورواچولې او وې ویل چې پدې جومات کې ترهګر روزل کېدل.

وحشي امریکایانو به چې کله کوم عراقي په نښه کاوه نو ویل به یې چې (سپک یې کړه او ویې وژنه) او همدارنګه به یې د (خیرنې فلوجې) چیغې وهلې.

د همدې کال د اپریل تر اتم پورې د ښار ځایي روغتون چارواکیو د انساني حقونو تر پښو لاندې کولو یو اوږد تفصیل واوراوه، په دې کې ویل شوي وو تر ۲۸۰ زیات کسان مړه او تر ۴۰۰ زیات ټپیان دي چې ۹۰ سلنه یې ملکي وګړي وو.

امریکایي پوځ له دې خبرې انکار وکړ چې دوی ملکي وګړي وژلي او بر خلاف په خلکو یې دا تور ولګاوه چې  دي په ګڼه ګوڼه کې ځانونه پټ کړي وو.

په هر صورت په فلوجه کې هم عراقي مجاهدینو پخپلو با شهامته بریدونو امریکایي پوځ وارخطا کړی وو، د واشنګټن پوسټ خبریال ټامس لیکي چې (دښمن تر هغو څو ځله زیات چمتو والی درلود چې امریکایي پوځیانو ته د جاسوسانو لخوا خبر ورکول کېده).

د کلابندۍ څخه د یوې اونې په تېریدلو د فلوجې رنګ اوښتې وو هغه اوس د جوماتونو ښار نه وو بلکې هرې خوا ته پکې د امریکې د ظلم او ستم له لاسه هرې خوا ته مړي پراته وو، هغه اوس د مړو په ښار بدل شوي وو، د عیني شاهدانو په وینا فلوجه د مړیو بدبوی پر سر اخیستې وه، یو ډاکټر چې د سولې له پلاوي سره ښار ته تللې وو وایي:

ما چې څه په فلوجه کې ولیدل په هیڅ صورت یې نشم منلای، په نړۍ کې داسې قانون نشته چې دې ته دلیل وړاندې کړي چې امریکایانو له بې ګناه خلکو سره ولې داسې ناروا کړېده.

ظهر جمایل چې ازاد امریکایي خبریال دي وایي چې: زه چې کله هلته ورغلم نو ومې لیدل چې د ښځو او ماشومانو کتارونه ولاړ دي، دوی د امریکایي عسکرو پر ګولیو ښکار شوي وو او په بیړه یې دغه روغتیایي مرکز ته راوړل،  ما ولیدل چې یوه مېرمن او یو ماشوم یې په ورمېږونو کې په ګولیو کې ویشتلي وو.

جمایل زیاتوي چې:

ما ولیدل چې ځایي کلینیک ته یې د امریکایانو له ظلمه ټپیان راوړل چې نږدې ټول یې میرمنې او ماشومان وو.
دغه مهال مهاجن یو بل خبریال راپور ورکړ چې:

د توپخانې او الوتکو لخوا زر، یو نیم زر، او دوه زره پوڼده بمونو پر غورځولو سربېره، AC-130  ډوله سپیکټری ګنشپ وژونکې هلیکوپټرې پر ښار ګرځېدې چې د یوې دقیقې څخه په لږه موده کې یې ټول ښار پر بل مخ اړولای شوای، په ښار کې نښه ویشتونکي تیت شوي وو او چې څوک به یې تر سترګو شول سترګه به یې پرې پټه کړه.

مهاجن زیاته کړه چې :

امریکایي نښه ویشتونکي به څک ناست وو، هغوی له توپیر پرته پر هر چا او هر څه نښه نیوله، ما په څو ساعتونو کې له شلو زیات کسان ولیدل چې روغتون ته یې راوړل او دا مې هم ولیدل چې په هغوی کې یوازې پنځه تنه د پوځي کیدو وړ وو، ما بوډۍ ښځې او بوډاګان ولیدل، یو تن پکې لس کلن هلک و چې پر سر یې ګولۍ لګیدلې وه، ډاکټرانو ویل چې که دوی په بغداد کې وای نو ښایي چې ژوند یې ژغورل شوای وای.

همداراز جمایل راپور ورکړ چې د فلوجې اوسیدونکیو د فوټبال له دوو ډګرونو نه هدیرې جوړې کړي دي.

دا خو په عراق کې د یو وړوکي ښار وو چې نږدې ټول وګړي یې سني مذهبه وو. امریکا نه یوازې په فلوجه کې دومره وحشت کړی بلکې په ټول عراق، افغانستان، شام او همداسې نورو اسلامي هيوادونو کې یې خپل وحشت ته دوام ورکړی.

په هر صورت ما د افغانستان د کندوز ولایت د عراق د فلوجې ولایت سره مقایسه کړې، اوسمهال زمونږ د ګران هیواد په شمال کې د کندوز په ولایت کې هم د عراق د فلوجې په څیر وحشت روان دې.

څو ورځې وړاندې د کندوز ولایت د طالبانو په لاس سقوط وکړ چې له دې سره یې د کندوز په ولایت کې یو شمیر زندانیان هم ازاد کړل، دا پداسې حال کې ده چې د کندوز په ولایت کې اربکیانو او د غیر مسووله وسله والو او همدارنګه د پخواني قوماندان شیر عالم خان له خپلو دوه زره مسلحو اربکیانو ظلمونه پر عامو خلکو تر حده زیات شوي وو، په یو راپور کې ویل شوي چې د میر عالم خان غیر مسوله وسله وال د کندوز په ولایت کې د زیاتو ملکي وګړ په ربړولو، قتلولو، چور او چپاول برسیره بې ګناه خلکو ته بې ناموسي وراړول او همدارنګه د لواطت په جرمونو مرتکب دي، په هر صورت ددغې خلکو ظلمونو د کندوز ولایت ملکي وګړي دېته اړ کړل چې له طالبانو سره لاس یو کړي، هماغه وو چې څو ورځې وړاندې کندوز ولایت د طالبانو لاسته ورغی او ځایي خلکو  هم د طالبانو پر وړاندې څه خاص غبرګون ونه ښود.

کله چې افغان دولت د کندوز د بیرته نیولو تکل وکړ نو پدې کې ناکام راغلل چې د طالبانو سره په جګړه کې له دواړو لوریو څخه زیات شمیر ووژل شول او زیات شمیر یې ټپیان شول، افغان دولت ددې پرځای چې په طالبانو بریدونه وکړي، یو شمیر ملکي وګړي یې په نښه کړل، په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو پخواني استازی له کابل نیوز سره په تیلیفوني اړیکه کې وویل چې افغان هوایي ځواکونو د ملکي وګړو په یو کور هوایي برید وکړ چې په ترڅ کې یې پنځه بې ګناه وګړي ووژل شول چې ټول یې ښځې او ماشومان وو، په همدې ماښام ولسمشر غني د کندز په اړه په یوه غونډه کې وویل چې مونږ دومره بېغیرته نه یو چې په ملکي وګړو بریدونه تر سره کړو.
همداراز د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ادعا کوله چې دښمن ته یې زیات شمېر تلفات وراړولي دي.

دا چې افغان دولت د کندوز په بیرته نیولو کې پاتې راغلي نو دې ته اړ شو چې له امریکایي ځواکونو څخه مرسته وغواړي تر څو چې په هر ډول وي چې د کندوز ولایت بیرته تر لاسه کړي.

د رسنیو په یوه راپور کې وویل شول چې د ناټو ځواکونه کندوز ته رسیدلي او غواړي چې ملي اردو سره مرسته وکړي او دوی ته د جنګي مالوماتو روزنه او جنګي مشورې ورکړي.

لدې سره سره د ناټو او امریکایي ځواکونه د افغان ملي اردو سره څنګ په څنګ جګړې ته دوام ورکړ، هغه امریکایي ځواکونه چې په ټوله نړۍ کې یې شر جوړ کړی، هاغه ځواکونه چې په فلوجه کې یې قتل عام کړی وو، هغه ځواکونه چې ځانونه د بشري حقوقو مدافعین بولي مګر په اصل کې د بشري حقوقو اصلي متضررین همدوی دي، اوس یې غوښتل چې د فلوجې په څیر اوس د کندز په ولایت کې خپل وحشت ته دوام ورکړي.

د روان زېږدیز کال د اکتوبر په ۳ مه نيټه وه، د کندوز په ښار کې په یوه ملکي روغتون کې د کندوز د جګړې نه ورغلي د ۱۳۰ په شاوخوا کې ټپیان او ددوی د روغتیا لپاره تر ۸۰ زیات ډاکټران موظف شوي  وو، شپې دوه بجې وې، اکثره ناروغان چې د کندوز په جګړه کې ټپیان شوي وو له خپلو ټپونو زورېدل او بې پولې ډاکټرانو په ډېره خوږه لهجه د هغوی د ټپونو علاج تر سره کاوه، یو څو ټپیان په روغتون کې په خواږه خوب ویده وو، د شپې دوه نیمې بجې شوي چې د وحشي یرغلګرو لخوا دغه ملکي روغتون په نښه شو او دغه روغتون چې ټول یې له ملکي وګړو څخه ډک وو د وحشي یرغلګرو د بې رحمه هوایي بریدونو ښکار وګرځید.

امریکایي ځواکونو د ځایي خلکو له قوله پدې روغتون شاوخوا یو ساعت بمباري وکړه، کله چې سهار شو نو د روغتون د ډاکټرانو لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي وو او همدارنګه زیات شمېر ډاکټرانو د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي وو چې له دوی سره ټول ټال ۱۳۰ کسان بستر وو چې یوازې ۵۰ یې د کندوز حوزوي روغتون ته انتقال کړي او د پاتې اتیا نور بستر مریضانو برخلیک نامالوم دی.

د روغتون د یو موظف ډاکټر په وینا چې امریکایي ځواکونو شاو خوا دېرش بمونه په روغتون وتوغول، نوموړي وویل چې په روغتون کې داسې خلک هم وو چې د بې هوشۍ په حال کې وو او بصضې نور یې د ډاکټرانو لخوا پریشن کیدل، چې لومړي یې زمونو د عملیاتو په خونه بمونه ګوزار کړل، زما په شمول یو څو نور ډاکټران له دې بمبار څخه روغ ووتو خو پاتې نور ټول یې په شهادت ورسیدل.

په سیمه کې عبدالله ساحل نومي خبریال وویل چې: په روغتون کې یو شمېر کسان داسې هم شته چې سکاره ترې جوړ شوي او د پېژندلو وړ ندي.

همدا مهال د فلوجې په څېر په کندوز ولایت کې هم د امریکايي ځواکونو وحشت روان دي، پدغه ولایت کې د جګړې له امله خلکو او پانګوالو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي، په کندوز ښار کې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي، هټۍ بندې دي، بریښنا نشته، ښاریان د خوراکي توکو له کموالي سره مخامخ شوي ان تر دې چې د خلکو په وینا چې یوه ډوډۍ په پنځوس افغانۍ هم نه پیدا کیږي او له دې سره سره د شېر خان بندر وارداتي او صادراتي بندر هم په ټپه ولاړ دې چې ګڼ شمیر سوداګرو ته یې په میلیونونو افغانۍ زیان وراړولې دی.

په کندوز ولایت کې په یوه ملکي روغتون د ناټو وحشیانه بمبارۍ څخه وروسته هم امریکایانو د فلوجې په څېر د خلکو په سترګو کې خاورې واچولې او وې ویل چې ترهګرو له دغه روغتون څخه د مورچل په ټوګه کار اخیسته نو ځکه مو تر برید لاندې راوست.

په افغانستان کې د بشري حقونو تش په نوم کمیسیون ویاند، رفیع الله بیدار یوازې دومره وویل چې دا د جنګ د قوانینو خلاف ورزي ده او دا مونږ په کلکو ټکو غندو.

ددې تر څنګ ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې بهرنیو ځواکونو د کندوز د پېښې په تړاو بښنه غوښتې خو د ناټو د غوڅ ماموریت یوې ویاندې له رویټرز اژانس سره په خبرو کې د جنرال جان کمبل لخوا له ولسمشر غني څخه د بښنې غوښتلو مسله په ښکاره رد کړه.

په اخر کې د یادونې وړ ده چې ناټو چې کوم ظلم د کندوز په عامو خلکو تر سره کړ نو د اوسني دولت هیڅ کوم دیني عالم د ناټو ددې وحشت په اړه هیڅ ونه ویل او ټول لا تر اوسه چپه خوله ناست دي حال دا چې دا ددوی مسولیت دی چې خلک ددې په اړه وپوهوي او خلکو ته د قران او سنتو په رڼا کې لازمې لارښوونې وکړي.

زما په آند امریکایان او متحدین یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي یوازیني عاملین دي، امریکا، پاکستان، بریتانیا او د داسې نورو هېوادونو مداخلې مونږ ته په هیڅ ډول د منلو وړ ندي، دوی په هیڅ صورت سره نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي نو د یو مسلمان په هیڅ مونږ ته لازمه دې چې د روان تاوتریخوالي د اصلي عاملینو سره په جدي توګه مبارزه وکړو او دوي پرینږدو چې زمونږ په هېواد کې لاسوهنه وکړي.

د یو سوکاله، ارامه او پرمختللي افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

کل نفس ذیقت الموت ، هر نفس د مرګ څکونکی دی ، وسلی وسیلی دی چه انسان ته الله ج د عقل د ورکولو او کارولو د مخه ورکړی ، په دغه وسلو د الله ح خدایی نه شی خپلولی او نه د لوح محفوظ لیکنی ورانولی شی ، که نه بوش د دی جنګ پیښ بینی کړی وه چه څو اونی به ونیسی ، میاشتی او کلونه یی تیر شول او س لسیزی شمیری او هغه هم د داسی یو کمزوری ګروپ له لاسه چه تل د دوی د ترصد او تعقیب لاندی دی نه یواځی دا چه هغوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x