ادبي لیکني

سکاره / لنډه کيسه

ليكوال: بصيرالحق عادل

د کندز په ياد

له دوه ورځو راهيسې يې څه نه و خوړلي. که د ناروغانو په درملنه بوخت هم و خو زړه ته يې هم نه کېدل چې څه وخوري. د نورو ورځو په پرتله نن ټپيان ډېر و. ډاکټر صيب غوښتل چې کار ډېر وکړي. حالت بېړنی و، روغتون ته دومره ډېر ټپيان ور وړل شول چې په پانسمان پانسمان يې روغتياپالان ستړي شول. ځينې داسې ژوبل شوي کسان هم و چې ايله د روغتون تر دروازې يې راورسول او مړي يې بېرته يوړل شول.

شپه تر نيمايي اوښتې وه، ډاکټر درمان تازه ور وړل شوي ټپيان پانسمانول. چې د يو ټپي په راوړلو هک پک شو. باور يې نه راته. پر خپلو سترګو يې زور وکړ، ښه ځير شو. نور يې نو يقين راغی چې مرضيه په داسې حال کې ګوري چې دواړه پښې يې له لاسه ورکړي.

مرضيه د ډاکټر درمان د کاکا لور وه، بې حده مينه يې ورسره لرله. غوښتل يې کوژده ورسره وکړي. کاکا يې هم غوښتل چې خپله لور وراره ته ورکړي.

ډاکټر درمان د مرضيې په ليدو بې واکه شو. له لاس يې غيچي وغورځېده. يوه شېبه يې سترګې تورې شوې خو په واټ کې د ناروغانو چېغو او ګڼې ګوڼې د قيامت ورځ جوړه کړې وه. ډاکټر ته د هيچا ورپام نه شو.

د مرضيي خواته ورغی. شونډې يې ورپېدې. غوښتل يې څه ورته ووايي خو ژبې مرسته نه ورسره کوله. د چورلکې غږ شو. درز شو. ډاکټر ژر له مرضيې لاس تاو کړل. له روغتون لمبې پورته شوې. د بهرنيو له هوايي بريد وروسته ډاکټر درمان او مرضيه د سکرو په مجسمې بدل شوي وو.

۱۳۹۴ل/۷/۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه ولی

الله ټولو شهیدانو تا اته واړه جنتونه نصیب کړی اوباز مانده ګانږ ته صبر ورکړی او ظالمانو ته الله تبا او برباد کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x