نظــر

بشر پالنه که بشر وژنه؟

ليکوال : حافظ نائل زوری

اورېدلي مي دي چې په نړی کې د بشر ي حقوقو د پالنې په نوم يوه اداره د انسانانو د خدمت دعوه لري، له هغه مهاله چې له رسنيو سره مي بلدتيا پيدا کړې ده، په دې پوه شوی يم چې د دوی کار پرته له درواغو، په مخلصو مؤمنانو ملنډې ، په هغوی باندې بې ځايه تورونه او آن په ځينو ديني شعارونو پورې ټوکې کول د دوی د سترو عادتونو او لاسته راوړنو څخه دي، د بېلګې په توګه د ګران هېواد پلازمېنه کابل ښار کې د هغو سړو دا عمل چې په څلور لاريو او او لويو لارو کې يې ښځېنه چادرۍ ( برقع ) اغوستلې وې او په دې مانا يې تعبيروله چې ګويا ښځې په شرعي حجاب پورې تنګي دي او دغه حجاب په دوی باندې په زوره منل شوی دی؛ خو افسوس دا چې داسې بې بنسټه خبرې زياتره هغه څوک کوي چې له لويه سره د اسلامي لارښونو سره بلد نه وي ، ضمير ونه لري او يا يې هم د مايوسی او نا اميدی په رواني ناروغی اخته وي چې د خپل رنځ څخه د کړېدو او له رواني زورېدني څخه د خلاصېدو په پلمه په دا ډول کړنو لاس پورې کوي؛ چې دا هرڅه بيا په مادي ډول د څو پيسو په بدل کې د پرديو د خوشحالی لپاره غوره ګڼي او په هيڅ ډول هم د خپل ضمير او وجدان په کيسه کې نه وي.

زه خو دېته حيران يم چې دې په نوم بشر پالانو زموږ ګران هېواد (افغانستان) ته کومه ګټه راوړې ده؟

هو!

که له ځان سره لږ فکر وکړو؛ نو خامخا به دې نتيجې ته سره ورسېږو چې بشر پالنه دوی په دا ډول راپيژني:

(۱) د خپلواکو حکومتونو او ادارو نړول او په زوره خپل حاکميت پکې راوستل.

(۲) د بې ګناه خلکو زندان ته اچول او هلته په بې رحمانه ظلمونو ربړول،

(۳) د وهلو په زور ترې د خپلې خوښې سره سم تحقيق اخيستل.

(۴) په بې ګناه خلکو ړندې بمبارۍ کول چې د کندوز په روغتون کې د بې وزله او بي کسه ډاکټرانو او رنځورانو عامه وژنه يې ښکاره او نوې بېلګه ده.

(۵) د هېواد اصلي پانګه او ازادي غوښتونکي علمي کدرونه، پوهګړي (عالمان)، ډاکټران، انجينران او ښوونکي شهيدانول او داسې نور…

دقيقاً؛ دوی په خپله دعوه کې درواغجن دي، بلکې دوی داسې نظر لري چې مسلمانان په دې نړۍ کې د ژوند کولو هيڅ حق نه لري، که دوی يې وژني، وهي او زوروي يې؛ نو څوک يې د پوښتنې حق نه لري، که چا د خپل بې ګناه ولس چيغه د نړۍ والو تر غوږونو ورسوله؛ نو هغه خلکو ته د ترهګر او وېره اچونکي ډلې په صفت ورپېژني او دغه راز که چا د خپل حق غوښتنه وکړه هغه خپله ترهګر دی.

دوی چې خپله څه کوي او څه وايي ښه وايي، مسلمان ملت چې د خپلې بې وسۍ او دردونو له لاسه چيغې وهي هغوی ملامت او پړ دي.

افرين شه د غربيانو په دغسې بشرپالنې! او افرين په هغو خلکو چې د داسې بشر پالو سره په يوه خوله غږ پورته کوي.

ای تش په نامه بشر پالو! ايا ستاسو په لاس جوړ شوي قانون کې دا نه ؤ چې:

(۱) هر وګړۍ او هر کډوال چې اروپا ته راځي؛ نو هغه د نورو غربيانو په څېر خپل پاتې ژوند ته ادامه ورکولای شي؟

(۲) هغه ته به سمدستي ځايي پيژندپاڼه (تذکره) ورکول کېږي؟

(۳) د هغه لپاره به د يو غربي په څېر مياشتنۍ معاش ټاکل کېږي؟

اوس ولې تاسو د افغانستان، سوريا او د نورو عربي هېوادونو په کډوالو د خپلو هېوادونو دروازې تړلي او اغزن تارونو مو ترې تاو کړي و؟ ايا تاسو هغه خلک نه يئ چې اوس د دغو کډوالو د راتګ مخې ډب کولو لپاره خپل جوړ شوی قانون تبديلوئ؟ د لوی څښتن په لورينه موږ په هر څه پوهېږو، ښه او بد پېژنو، دا چې مسلمانانو د خپل خدای او پېغمبر ويناوې هيري کړي؛ نو خامخا به د خپلو عملونو سزا ورته رسيږي.

په پای کې د روان سياسي کړکېچ په باب د علامه رشاد بابا هغه شعر کاږم چې بشر پالان يې مخاطب کړي دي:

هسې ته په نوم د امن چې جنګېږې دا د امن پر ځای جنګ ته هوسېږې
نه مي وليده ميره تر مور مينــــــه د بشر په شر بدبخته خوشحالېـږې!

په نړۍ کې خو داسې زواکمن حکومت نشته چې درواغجنو بشرپالانو ته خوله ماتونکی ځواب ورکړي؛ نو د خپل ستر پالونکي او زورور ذات څخه ددې تورو تروږميو د رڼا کېدو په هيله لاسونه لپه کوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x