افغانستان

خوست کې سرښندونکې برید بهرنیواو افغان ځواکونوته درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا/ له خوست نه په  ورکړل شوي خبرکې راغلي نن سهار نهه بجې شاوخوا دخوست ښار دافغانستان بانګ ودانۍ ته څیرمه  دبهرنیو او افغان ځواکونو پرګډه ګزمه سرښندونکی برید ترسره شو چې له امله  یې دچتک غبرګون دقطعې دقومندان مبارک په شمول ګڼ شمیر خارجي او دخلي عسکر مړه او ژوبل شول. په سیمه کې دبی بی سي خبریال الیاس وحدت  راپور ورکړ چې تردې مهاله  ترنهو زیات  دوژل شویوکسانو جسدونه  او ۶۱ ټپیان شخصي او دولتي روغتونونو ته ور وړل شوي ،نوموړي زیاتوي په وژل شویو کسانوکې  اکثر یې افغان پولیس دي  چې یو تن پکې دچټګ غبرګون دقطعې قومندان  مبارک شاه هم شامل دي.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلی ،یو تن چې پوځي یونیفورم یې په تن وو دخارجي او افغان ځواکونو دعسکرو پلې ګزمې منځ ته ننوت او برید یې ترسره کړ، دخوست  دښار یو تن اوسیدونکې عبدالقدیر نن ټکی اسیا ته وویل چې له برید وروسته یې ګڼ شمیر دبهرنیو او افغان عسکرو جسدونه ولیدل چې شاوخوا پراته وو.

د اي پي اژانس راپور ورکړی چې په برید کې  درې دناټو عسکر هم وژل شوي

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  دپیښې مسولیت منلی او زیاتوي چې برید ددوي یوتن  مجاهد (شعیب) دفداي واسکټ په توسط دخارجي او داخلي عسکرو پرګډه ګزمه ترسره کړ چې له امله یې نهه تنه بهرنی او ۶ کورني عسکر ووژل شول او یو شمیر ټپیان شول،نوموړی په خپله  خبرپاڼه کې ویلي ،له برید وروسته بهرنیو عسکرو دخپل عادت لمخې شاوخوا دسپکو وسلو ډزې ترسره کړې چې له امله یې دوه تنه  ملکي وګړي  شهیدان او لږ ترلږه ۲۰ تنه سطحې ټپیان شوي دي.

تیره ورځ امریکا یی چارواکو ومنله چې دافغانستان به جګړه کې یې ۲۰۰۰ تنه وژل شوي چې دنن په مرګ ژوبله به دا شمیره نوره هم لوړه شي ،خو د ازادو رسنیو دراپورونو لمخې دبهرنیو عسکرو مرګ ژوبله ترهغه څو چنده زیاته ده چې بهرنیان یې خپله مني.

په تیرکال کې دملګرو ملتو سرمنشی بانکیمون دامنیت شورا غونډې ته په یوه ترتیب شوي راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۱۱ کال کې پر بهرنیو او افغان ځواکونو باندي دطالبانو له لوري ۲۱۹۴۵ لوې او وړې حملې ترسره شوې . دې شمیرې ته په کتو سره له ورایه  څرګندیږي چې دطالبانو له لوري په ترسره کیدونکو بریدونو کې دبهرنیو ځواکونو دوژل شویو پوځیانو شمیره تر۲۰۰۰ تنه څو چنده زیاته ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x