
د کابل په زړه کې د ملي امنیت پر میلمستون د طالبانو برید پای ته ورسید
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه د کابل ښار په اوومه ناحیه کې په دارالامان سړک د ملي امنیت په یوې ودانۍ چاودنه وشوه او له چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمینځ تر نن سهاره پورې نښته روانه وه.
د سیمې اوسیدونکي وايي چې د برید له پیله تر پایه پورې یې د لسو زورورو چاودنو غږونه اوریدلي دي.
د تېرې شپې د برید هدف په اړه امنیتي چارواکي په خپلو څرګندونو کې یوه خوله نه ښکاري. یو شمېر چارواکي وايي چې د برید هدف د هلمند پخواني والي نعیم بلوچ کور و، خو ځینې نور بیا د روسیې سفارت د برید هدف ګڼي.
خو طالبانو په دې اړه خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې د نعیم بلوچ له کور څخه یې د موضع استفاده کړې او د برید اصلي هدف په سیمه کې د ملي امنیت یو مهم مرکز و.
طالبان وايي چې لومړی یې د نعیم بلوچ تش کور ته ځانونه ورسول، او له هغه ځای څخه یې د ملي امنیت اړوند ودانۍ تر بریدونو لاندې ونیوله، چې د ملي امنیت ګڼو کارمندانو او عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
پژواک خبري اژانس ته یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط منلې ده چې طالبان په سیمه کې د ملي امنیت یوه مېلمستون ته ننوتلي وو.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته تایید کړې چې د برید موخه د ملي امنیت اړوند ودانۍ وه.
په نوموړې سیمه کې د پارلمان ودانۍ، د روسیې سفارت او نور مهم دفترونه موقعیت لري.
د کابل امنیه قومندان عبد الرحمن رحیمي ویلي چې په برید کې اوه تنه د پولیسو جنګیالي ټپیان دي او ملکي کسانو ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنګي د څلور برید کوونکو د وژلو ادعا کوي. خو طالبان وايي چې ټول برید د درې تنو بریدګرو لخوا ترسره شوی و، چې یوولس ساعته له افغان ځواکونو سره وجنګیدل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې مقابل لوری یې په کابل او نورو ښارونو کې د سرښندونکو بریدونو د مخنیوي توان نه لري او په خبره یې د خپلو عسکرو د مورال ساتلو په خاطر کله کله د برید شنډولو راپورونه ورکوي.
امنیتي ځواکونه د برید له پای ته رسېدو وروسته لا هم خبریالان سیمې ته نه ورپریږدي.
تر اوسه معلومه نه ده چې وسلوال سرښندونکي بریدګر څرنګه توانیدلي چې د پلازمینې کابل حساسې امنیتي سیمې ته ننوزي او یوولس ساعته پرلپسې د ملي امنیت میلمستون تر برید لاندې ونیسي.
داسی ویل کیږی چی دابرید فه هغه ملمستون شو وی چی ملی امنیت به ورته مهم میلمانه ور وستل او بیا به میلمنو همدلته شفه کوله او ګرویږنی به ورسخه کیدلی چی فه اخر کی میلمانه هم پوه شول چی دا اداره دپردیو ګو ډاګیانو اداره ده او جنګ کول له دوی سره ددنیا او اخرت کامیابی ده ۰۰۰ خو هغه متل ده وایی دمیلمنو یو په بل نیت بد وی خو دکور دڅښتن فه دواړوو دلته هم هغه میلمانه چی یو په بل یی نیت بد وه خو یو تعداد میلمانه پکښی لاړل چی دهغوی به هم نیت جهاد… نور لوستل »