پښــــتو ادب

د (ژوند ادبي بهير) د يوپنځوسمې ناستې حال

zwand adabe baheer  د تلې پراوومه د ننګرهارپوهنتون دناستوپه تالارکې د ژوند ادبي بهير ملګرو د دې بهير يوپنځوسمه ناسته د قاري صيب شامحمود عابدپرتلاوت پيل کړه،د دريځ چلوونکي سميع الله مجاهد يونس تنوير د دې ناستې دمشر،جلال جمال يې دمېلمه او زاهدکريمزى يې دکوربه څوکيوته وروغوښتل.
        دتېرې ناستې راپور دادمحمدناوک ولوست،ډېرى ګډونوالويې دناستې د جزياتو پرنه را اخېستو نيوکه وکړه،کريمزي يې ځينې کليمې او توري تکراري راوړل ښه ونه ګڼل.تنوير دناستودګډونوالو د نومونو نه راوړنه په کې مناسبه ونه بلله.

        ادبي درس الله محمداتل مشواڼي وړاندې کړ،نوموړي د استاد غضنفر د مقالې يوه برخه د(په پښتو شعر او ادبي نثرکې کليشه کاريدنه) ترسرليک لاندې ګډونوالوته واوروله،چې نږدې پنځه څلوېښت دقيقې پرې دګډونوالوله خوا بحث شو،ناوک له يادبحث پر اخذوويل:يوه کليمه هيڅکله کليشه کېدلاى نه شي،ترڅويې مفهوم کليشه نه شي.مګره د ده په خبره که په شعرکې کليمې ټاکنې يا هم دکليمې کليشه توب اونه کليشه توب ته فکر وکړو،اياشعربه مصنوعي نه شي؟
نقيب احمدعزيزي وويل چې په شعرکې کليمې ته _که څه هم زړه وي_بايد له نوې زاويې وکتل شي،مثلا:
ستاله لېچونه جدايمه جانانه
ديومات بنګړي نوا يمه جانانه
(سالک)
دلته بنګړي پرډېرتکرارسربېره ځکه کليشه نه ده،چې له يوې نوې زاويې ورته کتل شوي دي.
        کره کتنې ته نواب خوښ خپل غزل وړاندې کړچې په ټوله کې دغزل قوي،ژوراوښايسته خيال دګډونوالو له خوا لاډېرښه وستايل شو،خو په دځينوبيتونوپرجوړښت هم ملګرو خبرې وکړي،چې دمطلع پردويم  خو دمقطع پرلومړي نيم بيتي اوږدې خبرې وشوي.
د ژوند ډېوې ته يې دمرګ په نيت هوا راغلې
ايله يې اوس دبقا وېره زړه کې بيا راغلې
××××

له ناهيليو څخه صبرښه ،مزل لنډکړي منزل په لوري
خوښه اميدلره چې وابه ورې سبا راغلې

        په پاى کې ازاده مشاعره وشوه،چې پرشاعرانوسربېره لسګونو نورو مينه والويې هم  ننداره وکړه.
        بلې ناستې ته دادمحمدناوک د ادبي درس او وارث د کره کتنې برخې ته دڅه راوړلو ژمنه وکړه.

ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x