افغانستان

ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دوو مړو غړي موندل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم نمبر قصر په پخلنځي کې د دوو مړو غړي موندل شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې دا مړي، هغه مهال وموندل شول، چې د دوهم نمبر قصر په پخلنځي کې د ترميم او ودانۍ کار روان و.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې دا مړي د پخلنځي په دوه نيم ميترۍ کې خښ شوي و

خبرپاڼه زياتوي، چې د دواړو مړو پاتې شوني يې د ولسمشر اشرف غني په امر عدلي طب ته د څېړنو په موخه سپارلي دي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر د دواړو مړو د پاتې شونو د هويت او مړينې د لامل په موخه د عدلي طب، بشري حقونو د خپلواک کميسون او د کورنيو چارو وزارت ګډ کميسيون ټاکلی او ډاډ يې څرګند کړی، چې ياد کميسيون به ډېر ژر د دواړو مړو په اړه رسنيو او د دوی کورنيو ته معلومات ورکړي.

د حيرانتيا خبره دا ده، چې د نور افغانستان په ګډون ولسمشرۍ ماڼۍ خوندي نه ده او هلته هم داسې مړي موندل کيږي، چې لامل يې نه وي معلوم او په مړينه يې هم کلونه تېر شوي وي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د ګمارل شوي کميسيون پايله هيله بښونکې وي او که د پخوانيو کميسيونونو په څېر به همداسې په پايلو د چارواکو او خلکو له ذهنه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x