افغانستان

امریکايي جنرال: د کندز روغتون د افغان ځواکونو په غوښتنه بمبار شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال «جان کمپل» وايي چې په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوايي برید د افغان ځواکونو د غوښتنې پر اساس ترسره شوی دی.

د امریکايي ځواکونو دغه قومندان وايي:

«د اکتوبر په ۳مه مونږ ته افغان ځواکونو وویل چې دښمن له دغو نقطو څخه پر دوی ډزې کوي، او د امریکا د هوايي ملاتړ غوښتنه یې وکړه، له دې وروسته مونږ هوايي برید وکړ چې په ترڅ کې يې ګڼ ولسي خلک په تېروتنې سره ووژل شول».

خو د جنرال کمپل د څرګندونو په اړه د بې پولې ډاکټرانو سازمان عمومي مشر «کرسټوفر سټوکس» ویلي چې امریکایان اوس هڅه کوي چې د پېښې مسئولیت له خپلو اوږو لرې او په افغان حکومت واچوي. نوموړی وايي:

«اصلي خبره دا ده چې بمباري امریکایانو کړې، او امریکایانو د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون چې له زخمیانو، ناروغانو او طبي پرسونل څخه ډک و، برید کړی. د دې پېښې مسئولیت د امریکایانو په غاړه دی، امریکایان د ایتلافي ځواکونو غړی هیواد دی، دا برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی».

جنرال «جان کمپل» په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان د نوموړې پېښې په اړه د شفافو څېړنو او تحقیقاتو غږ کړی.

کمپل زیاتوي چې که په تحقیقاتو کې امریکایان پړه ثابت شي نو دوی تیار دي چې په خپلې تېروتنې «اعتراف» وکړي او په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره ګامونه اوچت کړي.

د تېرې جمعې په شپه په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون باندې امریکايي الوتکو بمباري وکړه چې د راپورونو له مخې د ۳ ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه په کې ووژل شول او ۳۷ نور شدید ټپیان دي چې ټول یې ناروغان او طبي پرسونل دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، سره له دې چې امریکايي او افغاني ځواکونو ته خبر ورکړل شوی و چې روغتون تر هوايي برید لاندې دی، خو بیا هم روغتون تر نیم ساعت پورې تر هوايي بریدونو لاندې و.

که څه هم دا مهال د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بمبارۍ درې بېلابېل هیئتونه په تحقیقاتو بوخت دي، خو عام وګړي د تېرې یوې نیمې لسیزې تجربو ته په کتو سره په دې اند دي چې د دې پیښې د قربانیانو وینې به هم لکه د پخوانیو هغو په څېر د تحقیقاتي هیئتونو په ټس کې بالآخره هېرې او له یاده واوزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

که پداسې پېښه کې ډېر لږ هم مجاهدین ښکېل وی نو مزدورو رسنیو او دجالي میډیا به دنیا په سر اخیستې وه ، د بیان د ازادۍ شعارونو والا اوس د شعار لپاره هم څه ورباندې نه لیکي ، سلګونه بې ګناه وګړي ووژل شول ، کیمپبل یواځې پدې خبره ځان خلاصوې چې (غلطي وشوه) او پړه یې په خپل لاسپاکي نوکر اچوي ، چې مونږ خو د افغانستان غلام دولت غوښتنه کړې وه . خدای مو تباه کړه د کلیسا مزدورانو !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x