ټولنیزه برخه

خپلواکي

azadi        انسان پرمادې نړۍ د ډېروغوښتنوسره سهارماښام اوماښام سهار کړي، خو څومره کولاى شي چې په خپلوغوښتنوکې کامياب واوسي؟
        انسانې غوښتنې به طبعاله انساني وس سره سمې وي،هيڅوک به هم داغوښتنه ونه لري چې پرهمدې جوړه شوې ډانچه دې په هوا والوزي ،اماپردې سربېره ځينې داسې غوښتنې دي چې ترسره کول يې هم ممکن وي خونه يي شي ترسره کولاى،پردې ماناچې که همداغوښتنه ترسره هم کړي په بدل کې يي سزاورکول کېږي.
دلته لومړۍ پوښتنه داراپيداکېږي،چې ولې يوڅوک داسې غوښتنه لري چې ترسره کول يې په خپله دده پرتاوان وي؟

ځواب يې دادى چې په دې څو ورځنۍ نړۍ کې هرژوندى شى هڅه کوي،چې ځان له تاوان اوضرره لرې وساتي.بيايو داسې څوک چې پر دې يې هم عقيده وي چې ديوکار په کولوسزاراکول کېږي او په اخري ورځ هم ايمان ولري،هيڅکله به هم داسې غوښتنه ونه کړي،چې د ده پرتاوان وي.مګر دغسې غوښتنې چې کله کله بيادعمل جامه هم اغوندې په پوره باور دهماغه انسان خپله غوښتنه نه ده.اوموږ دمسلمانانو په حيث پردې باور لرو چې دغسې غوښتنې اوکارونه شيطاني رېښه لري.
خوله دې سره جوخته دويمه پوښتنه راپيداکېږي،چې نو ولې د دغسې کارونو بدله انسان ته ورکول کېږي؟
هرڅوک پوهېږي چې يوې شيطانې غوښتنې يا امر ته همدې انسان دعمل جامه ور واغوستله،ځکه خو يې بايد بدله همده ته ورکړل شي، پردې سربېره د همدې انسان لويه تېروتنه داده چې ولې دشيطان ومني؟
په داسې حال کې چې په قران کې څوځايه الله جل جلاله فرمايلي دي(…انه لکم عدوا مبين).نو دښکاره دښمن خبره منل به هرومرو په تاوان وي.
دلته که څوک دمشرکينو يا بې دينو انسانو خبره رامخته کوي،هغوى ته دبدلې ،ناوړه اوړ کارپوښتنې ځکه مطرح نه دي،چې په سپېڅلي قران باورنه لري.
ځينوپوهانوخپلواکې پردوه ډوله وېشلې: يوه مطلقه خپلواکې اوبله مقيده خپلواکې ده؛مطلقه خپلواکې دهرهغه څه کول چې ويې غواړي.اوداډول خپلواکې يواځې دسترڅښتن الله (ج)سره ښايي.خودغه  بل ډول خپلواکې چې مقيده ياتړلې خپلواکي بلل کېږي؛مګر پوښتنه دلته ده چې خپلواکې (ازادي)کله وتړل شوه نوبيايې ولې خپلواکې بولو؟
        زه په خپله د خپلواکيو له دغې ډلبندۍ سره موافق ځکه نه يم،چې خپلواکي مقيده کېداى نشي،نودغه دويم ډول خپلواکي هم پوره خپلواکي ځکه ده،چې هغه محددويتونه ياپولې چې دهمدې خپلواکي له پاره ټاکل شوې دي، اصلادغه خپلواکي له بلواکي اوبنده ګي څخه ساتي.فرضاکه څوک پوښتي چې ولې يو مسلمان په غلاکولوکې خپلواک نه دى ؟
ښکاره خبره ده چې دغلا امراو عمل له کومه ځايه سرچينه اخلي،د دغسې کارونوکول چې له خدايي ټاکل شويو پولو هاخوا وي،په حقيقت کې خپلواکي نه بلکې دپولو دهاخوا(شيطان) مننه ده،چې دلته انسان په لوى لاس خداى ورکړې خپلواکي په ناروا بنده ګي بدلوي.
١٣٩١٠٦٠٤

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x