داکتوبر اوومه او د سپینې ماڼۍ نارواوې

لیکوال: محمدامین بســمل

ګرانو هیوادپالو او بشرپالو!

هغه ورځ راتلونکې ده چې د نړۍ پر مخ به هر جابر او هر مغرور خپله سزأ وویني او لیدلې یې هم ده.

که موږ دا نږدې او لرې ماضي ته لږ څه ځیر شو دا نور پرېږدو یوازې د مکارو او یرغلګرو انګرېزانو له شرموونکو ماتو څخه را وروسته به ووینو، چې روسانو هم پخپل وخت خپله شرموونکې سزأ ولیده.

دا ژوند خو یوه ازموینه ده موږ دې درنې ازموینې ته الله تعالی ج رابللي یو، هغه خلق کړي یو اوهغه زموږ د کردارو او افکارو شاهد دی.

دا چې بن ادمان د خپلو جابرانه اعمالو په تر سره کېدو کې ناکامیږي او له خپلې ناکامي څخه پند نه اخلی دا نو بیا یوه بله ازموینه ده، چې په نتېجه کې یې عاملینو ته الله تعالی ج لا ډېرې نورې سزاوې ور په برخه کوي او کوم څوک چې د یادو ناکامانو له انجامه پند نه اخلي او پخپله هغوی ته ورته اعمال تر سره کوي داسې کسان دالله تعالی ج له خورا سختې سزأ سره حتی په دې دنیا مخامخ کیږي، چې بېلګه یې د سپینې ماڼۍ پروني او ننني واکمنان در په ګوته کولای شم.

لکه په ړومبنیو لیکنو کې مې چې ذکر کړي وو دلته یې یوځل بیا تکراروم، چې د ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر نهمه په کومه چې (مسعود) والوزول شو او د سپتمبر یوولسمه کله چې په امریکا کې د نیویارک ډرامه تر سره شوه یو له بلې سره تړاو لري مانا دا چې که (مسعود) بچ شوی وای ممکن د نیویارک پېښه یا ډرامه هم ورسره ځنډېدلې وای.

په هر صورت د سپینې ماڼۍ سرکښو او کفن کښو د ډبل بوش په مشرۍ او د ناکام انګرېزي توني بلیر په همکاري د یوې داسې اوږدې، ناکامې، شرموونکې او تپل شوې جګړې پټۍ پرې کړه، چې د ټول بشریت د نفرت سبب وګرځېده.

د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه دا ناکامـــه جګړه په داسې حال کې پیل شوه، چې د جګړې پلمه په ختمېدو وه هغه دا چې سپینې ماڼۍ د افغانستان له اسلامي امارته اسامه بن لادین غوښت په دې وخت کې د پردې تر شا خبرې روانې او لوړ پوړي طالب چارواکي دې ته حاضر شوي وو، چې د سپینې ماڼۍ دا پلمه ورختمه او د اسامه په اړوند سازش وکړي خو نقشه پخوانۍ نقشه وه سپینې ماڼۍ یې حتمي عملي کېدل غوښتل ځکه خو یې اسامه بن لادین د همدې موخې لپاره له چاده تر جلال آباده رسولی و.

امریکايي جابرانو د اکتوبر په اوومه نېټه زموږ په ګران افغانستان، زموږ په خوږه خاوره په بل عبارت زموږ په ګرانه مور داسې بې رحمانه راکټونه وورول، چې هیڅکله به مې هېر نه شي.

هـو!

په جرمني کې تیاره ماښام و زه له کار څخه راغلم کــور ته ننوتم د تلویزیون په پرده راکټونه پرله پسې  ښکارېدل، چې له سمندري بېړیو څخه بزدلو امریکایانو دخوشال خان، میرویس خان او لوی احمدشاه بابا په ټاټوبي ور وورول.

د راکټونو یوازې سپینه رڼا ښکارېده خو کله به چې زموږ په پاکه خاوره ولګېدل، دا د ځمکې مخ به لکه د ورېښمنو یوه زرغونه ټوټه ښکاره شو.

هـو!

دا به هیڅکله هېر نه کړم که نور نه وي په دا خپل قلم به یې غچ واخلم.

دمګړۍ خو مې دا په وس ده، چې یو څه ولیکم او د تېرو کلونو په څېر دا ځل هم د اکتوبر په اوومه نېټه د یوې ورځې لپاره د خپل (نښــــتر) ویبلاک د خپرونې په مخ د ماتم توره پرده را وځړوم.

د سپینې ماڼۍ نورې نارواوې به له خیره سره په بله لیکنه کې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې او هلته به په عراق تجاوز، د عربو د بهار په خزان راوړونکې ډنډوره او زموږ د سیمې په طبعي زېرمو د خېټې اچولو او نویو پلمو په سپڼلو ستاسو خدمت وکړم ان شالله تعالی.

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21121

ژوندی او خپلواک دې وي زموږ ګران افغانستان

مړه او برباد دې وي زموږ د خاورې ټول دښمنان