شعـــــرونه

د سپيدو تحفه

(شهيد عبد الله منيب)

د ګلو په تکل وم په اغزو ولګيدم
له خاره تښتيدمه په برچو ولګيدم

په هيله مي د خپلو خپلي ويني نذرانه کړې
آرزو مي لولپه سوه په پردو ولګيدم

ما وې زړو زخمو له به مي نوى مرهم راسي
چا نوي زهر راکړه په دردو ولګيدم

بورا غوندي په طمع د ګلشن مي پرواز وکړى
پتنګ په شان کباب سوم په لمبو ولګيدم

دا زه يم بد قسمته که د ځان سره دښمن يم
يا لار مي ورکه کړې په تيرو ولګيدم

سحر صبح صادق راته تحفه د سپيدو راوړه
(منيب) په انتظار د لمر ختو ولګيدم

کابل کارتۀ پروان  (سرطان ١٣٧٧)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x