افغانستان

د المان استخبارات (BND) د افغانستان د وضعي په اړه اندیښمن دي

bnd germanys  foreign intelligence serviceنن ټکی آسیا: د المان استخباراتي شبکې په افغانستان کې د وضعي په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې، او د بهرنیو ځواکونو په ضد یې د عملیاتو د زیاتېدو وړاندوینه کړې.

په یوه څیړنه کي چي په دې وروستیو کي د افغانستان تر 2014 پوري په عنوان نشر کړی، ویلي چي امنیتي وضعیت ډیر خراب دی، او پر غربي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي نښي لیدل کیږي.

الماني استخبارات یا (BND) په افغانستان کي د امنیت په اړه د کابل تر حکومت زیاته اندیښنه څرګنده کړي، او ویلي چي د کال 2014 وروسته چي غربي ځواکونه د افغانستان څخه وزي، نو حتما باید لږ تر لږه 35 زره فوځیان پریږدي، تر څو د افغاني ځواکونو په تدریب کي برخه واخلي، او هم که اړینه وه، په ځینو خاصو عملیاتو کي برخه والي.

باید وویل شي چي المان د امریکا او برتانیا وروسته دریم هیواد دی، چي په افغانستان کي په زیاته کچه فوځیان لري، د الماني ځواک د فوځ شمېر 4800 ته رسیږي، چي اکثره یې د هیواد په شمالي ولایاتونو کي ځای پر ځای دي.

د یادوني وړ ده چي بهرنیو ځواکونو پریکړه کړې چي د کال 2014 پوري به ټولي امنیتي چاري افغاني ځواکونو او حکومت ته سپاري، خو الماني استخباراتو د حامد کرزي د حکومت په اړه هم خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي چي اداري فساد، او شخصي نفوذ به په دې حکومت کي هم دوام وکړي، او هم به تر اوس لا زیات سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x