ټولنیزه برخه

د پوهې د ترلاسه کولو غوره لار

ليکوال : حافظ محمد بشير فرقاني

په دې کې شک نشته، چې نن سبا د پوهې او زده کړې وسایل او لارې چارې د پخوا په پرتله ډېرې شوې، اسانه شوې او پرمختللي دي، ډير پخوا خو دا ستونزه بېخي زياته وه ان تر دې پورې، چې د شاگرد ټوله تکيه به په خپل ذهن وه، ځکه هغه مهال د چاپ اسانتيا هم نه وه او يوازې د گوتو په شمار به هرڅه روان و او نن الحمد لله د زده کړې لارې چارې بيخي اسانه شوي دي، ان تردې پورې، چې ستر نړيوال پوهنتونونه د (تعليم عن بعد) يا له لېري زده کړو منظم پروگرامونه لري او زده کوونکې کولای شي د انټرنټ له لارې داخلې وکړي او ټول درسونه په اسانۍ سره په خپل کور کې تعقيب کړي .

نن سبا د زده کړو مختلفې لارې شته او له دې مختلفو لارو نه يې يوه داهم ده، چې سړی د خپلې خوښي پر موضوع کتابونه پيدااو مطالعه يې کړي؛ ځکه په هره موضوع تقريباً په هره ژبه کې پريمانه کتابونه او مقالې لیکل شوي او نن سبا په دې ډول معلومات ترلاسه کول بيخي عام شوي دي. ډيری کسان ليدل کېږي، چې په دې توگه يې ډير معلومات ترلاسه کړي وي؛ خو پوهان ليکي، چې د زده کړې او تعليم تر ټوله غوره لار د استاد او شاگرد طريقه ده، چې تر زمانو راهیسې راروانه ده، په دې اړه علماو شرايط او ضوابط ليکلي او ددې لارې د ښه والي او اهميت په اړه يې څرګندونې کړي دي؛

د پخواني اندلس د غرناطې اوسيدونکي ستر امام ابو اسحاق ابراهيم بن موسی اللخمي الشاطبي (۷۹۰هــ) د خپل غوره کتاب : الموافقات په دولسمه سريزه کې په دې اړه ډيرې په زړه پورې خبرې کړي دي، چې یو څو بېلګه يې دلته را نقلوم؛ دي وايي: د علم او پوهې د ترلاسه کولو تر ټولو گټوره لاره داده، چې د اړوند فن له محققينو پوهانو څخه ترلاسه کړل شي، زموږ خبره په هغه علومو کې ده، چې نظر او پوهې ته اړتيا لري؛ نو په داسې علومو کې خامخا استاد ته اړتيا شته که څه هم ځينې خلک په دې اړه مخالفت کوي، چې ايا له استاد پرته علم ترلاسه کېدلی شي او کنه؟ موږ وايو، چې شونې ده او امکان لري؛ خو په مروجه توگه داسې معلومېږي، چې له ښوونکي پرته پوهه او علم نه شي ترلاسه کېدلي او په ټوليزه توگه پوهان په دې خبره اتفاق لري .

ويل کېږي، چې علم د سړيو په سينوکې او وروسته کتابونوته نقل شو او کېلياني يې د همدوی په لاسونوکې دي؛ له دې خبرې داسې معلومېږي، چې پوهه به له همدوی (علماوو) څخه ترلاسه کېږي، ځکه له دې پرته بله لارنشته او د دې خبرې اصل هغه صحيح حديث دی، چې امام بخاري، امام مسلم او امام ترمذي رحمهم الله په خپلو کتابونوکې رانقل کړی دی .

ژباړه: الله جل جلاله دا علم داسې نه ختموي، چې له خلکو نه يې واخلي، بلکې علم د علماوو په له منځه تللو سره ختمېږي؛ تردې پورې، چې يو عالم به هم پرې نښودل شي او خلک به ناپوهه مشران کړي له هغوی نه به پوښتنې کېږي او دوی به په ناپوهي سره فتواوې ورکوي؛ نو په خپله به بېلارې او گمراه شي او نور به هم گمراه او بېلارې کړي .

کله چې خبره داسې شوه؛ نو بې له شکه، چې علماء په خپله دعلم کېلياني دي او په دې خبره د ټولو پوهانو اتفاق دی؛ خو له کوم عالم څخه، چې علم ترلاسه کېږي، د هغه لپاره پوهانو شرطونه ايښی دی؛ هغه دا چې له یو عالم څخه، چې کوم علم ترلاسه کېږي، هغه بايد د دې علم پر اصولو په پوره توگه خبر وي او وکولی شي خپل مطلب په واضحه توگه نورو ته ورسوي؛ د یاد علم او په هغه پورې د اړوندو جزییاتو په اړه یې، چې کومې نيوکې او اعتراضونه موجود وي، په ځوابولو یې پوره قدرت ولري؛ دا شرط نشته، چې خطا کېږي به نه، حتماً انسان خطاوې لري؛ خو په ټوليزه توگه د محقق عالم درې نښې ښودل شوي، چې په لاندې ډول دي :

۱-په خپل علم عمل او دا ځکه ضروري ده، څو يې خبره د باور وړ وگرځي او که خبرې يې د عمل پر خلاف وي، بيا د دې وړ نه دی، چې زده کړه ترې وشي او نه د دې وړ دی، چې په دې علم کې د ده پيروي وشي.

۲-دویم دا چې د دې علم د باوري پوهانو په لاس روزل شوی وي او له هغوی نه به يې دا علم تر لاسه کړی وي او له هغوی سره به يې وخت تېر کړی وي؛ نو کوم علوم، چې د ده استادانو لرل او خلکو په هغوسره متصف بلل، دی هم بايد په هغو علومو متصف وبلل شي او د سلفو علماوو همدا لاره وه .

۳-له چانه چې علم ترلاسه کېږي، د هغه پيروي به هم کېږي او زده کوونکی به کوښښ کوي، چې د هغه اخلاق او اداب په ځان کې پيدا کړي، لکه صحابه کرامو، چې کوښښ کاوه، د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق او خويونه خپل کړي. دا راز تابعينو کوښښ کاوه، چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم اخلاق خپل کړي؛ په دې توگه په ټولو زمانو کې دا تعامل روان و؛ خو کله چې دا تعامل پرېښودل شو، بدعتونو او بېلاريو سرونه راپورته کړل؛ ځکه د خپل لارښود او استاد د لارې او پيروي د پريښودلو دا موخه کېدلی شي، چې پريښودونکې کومه بله لاره موندلي ده او هغه د خپلو خواهشاتو پيروي ده ..

زما يوه ډېر پوه ملگري ما ته خپله تجربه بيانوله او ويل يې: ما ټول مروج علوم په ښه دقيقه توگه له استادانو وويل؛ او الحمدلله، الله تعالی ډېر ښه علم پرې لورولی دی؛ خو ده ويل، چې د درسونو پر مهال ما وخت پيدا نه کړ، چې د علم الميراث معروف کتاب سراجي ووايم، اخر مې له ځانه سره پرېکړه وکړه، چې دا يو کتاب او تقريباً مختصر علم به تر فراغت وروسته د مطالعې له لارې ترلاسه کړم؛ تر فراغت وروسته مې وخت هم لاره او اوس يې هم لرم او څو څو ځله مې د دې کتاب او د دې علم اړوند نورو کتابونو د مطالعې هڅه کړې ده؛ خو تراوسه پر دې نه يم بريالی شوی، چې د دغه علم يوه مسئله هم زده کړم؛ که څه هم دغه کتاب په ډېر کم وخت کې تدريسېږي او ډېر وخت نه غواړي. په هرصورت، استاد ته د شاگر دي ځانو وهل او علم ترې ترلاسه کول، د علم د زده کړې تر ټولو پخه او غوره لاره ده او دا لاره بيا په خپل ځای کې خپل شرايط او تفصيلي اداب لري ، چې په مراعتولو سره یې سړی خپل مراد ته رسيدلی شي او هغه بېله موضوع ده …………………….!!!

په درنښت : حافظ محمد بشير فرقاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x