fbpx
څوارلس کاله مخکې، امریکایانو پر همدې ورځ (اکټوبر ۷مه۲۰۰۱ ) پر افغانستان یرغل وکړ

له اشغال څوارلس کاله وروسته، د جګړې زور…/سرلیکنه

له نن څخه پوره څوارلس کاله وړاندې د امریکا په مشرۍ ناټو ایتلاف د خپلو جګړه مارو او جنګي الوتکو پر مټ پر افغانستان چپاو راوړ. دا جګړه یې د «ترهګرۍ ضد» په نامه یاده کړه. جورج ډبلیو بوش د امریکا د وخت ولسمشر و. امریکا په دې پلمه پر افغانستان یرغل وکړ، چې ګواکې د سپټمبر یوولسمې پېښې په افغانستان کې ترتیب شوې وې. ۲۰۰۱ کال کې دنیا یو قطبي وه. تر هغه وخت لس کاله وړاندې سړه جګړه ختمه شوې وه، امریکا په دنیا کې یوازنی زبرځواک پاتې و. د افغانستان د وخت حکومت یو له هغو حکومتونو څخه و چې په نړیواله کچه یې امریکا ته «نه» ویل. امریکا دا نه شوای زغملی.

کله چې پر افغانستان بمبارد شروع شو، د افغانستان د وخت له واکمن، ملا محمد عمر سره بي بي سي مرکه کوله. خبریال د امریکا د برم، واک او ځواک یادونه کوله. ملا محمد عمر یوه لنډه تاریخي خبره کړې وه: «دوی دې خپل کار کوي، موږ به خپل کار کوو». هو، ملا عمر او پلویانو یې «خپل کار» وکړ. نن چې ملا محمد عمر نور نه شته؛ خو پلویانو یې د هغه په مړینه د کندز پر مرکز د هغه د خوښې بیرغ ورپاوه.

ملا محمد عمر او پلویانو یې همدا لار ونیوه. «خپل کار یې شروع کړ». د ۲۰۰۱ د ډسمبر په ژمي کې، یعنې پر افغانستان د امریکا له حاکمیت یوازې میاشت وروسته، د پکتیا په شاهي کوټ کې د امریکایانو پر ضد د مقاومت او پاڅون اذان وشو. د شاهي کوټ پاڅون هغه تاریخي پاڅون و چې له امریکا څخه يې د وېرې طلسم مات کړ. دنیا ته یې ثابته کړه چې یو پر خپلواکۍ مَین ولس د دنیا هېڅ ټکنالوژي او پرمختللې وسلې نه شي اېل کولای. د شاهي کوټ پاڅون ښکاره کړه چې د امریکا پر ضد هم ولسونه مقاومت کولای شي.

د شاهي کوټ له دنګو غرونو د مقاومت د امام اذان نن ټول افغانستان پر سر اخیستی. نن داسې مهال د اکټوبر اوومې غميزې څوارلسمه کالیزه یادوو، چې د طالبانو مقاومت وکولای شول چې له لسو پر له پسې ورځې راهیسې د کندز پر ښار مسلط پاتې شي. د کندز په جګړو کې له یوې خوا د ګډ حکومت ځواکونه د امریکایانو د الوتکو په بدرګه او له بلې خوا د طالب ځواکونو نه ماتېدونکي مقاومت وکولای شول چې د امریکايي بدغوني اشغال د څوارلسمې کالیزې په مناسبت د ټوپک په ژبه خپل دښمن ته ووايي چې دا جګړه هومره ساده او اسانه نه وه چې د ۲۰۰۱م کال په ډسمبر کې نړۍ او امریکایانو ګڼلې وه. د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې لمن پراخه شوه او له کلیو تر ولسوالیو او له ولسوالیو تر ښارونو پورې راورسېده.

افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د چا راج ته سر نه دی ټیټ کړی. په ټولو یرغلونو کې تل دښمن د افغانانو په پرتله د شمېر په کچه زیات او د وسلو په لحاظ ډېر پرمختللي وو. خو افغانانو د قربانیو په ورکولو سره دښمن داسې ورځې ته مجبوره کړی دی چې نور له هېواده پښې سپکې کړي. د کندز او نورو وروستیو جګړو وښوده چې نور امریکایانو ته دا ثابته شوه چې افغانان یې نه مني. د دښمن له خوا پر ملکي روغتون بمبارد د دښمن د سربدالۍ او وارخطایۍ ښکارندويي کوي.

پخواني شوروي اتحاد هم د خپل اشغال په وروستیو کلونو کې خپل ظلم او ناتار تر اوجه راورساوه. وحشي ملېشې يې جوړې کړې. خو دغو ټولو وسیلو ته توسل ثابته کړه چې اوبو اخیستی زګ نه شي ژغورلای. پر افغانستان د امریکا له یرغل راهیسې، سږن کال چې تر ټولو خونړی و، ښکاره کړه چې جګړه نوره یوه ټاکونکي پړاو ته رسېدلې ده. امریکایانو هم نور هغه خیالونه له سرونو ويستي چې په افغانستان کې اوږدمهاله پوځي اډې لري. د سیمې هېوادونو هم دا درک کړه چې د امریکایانو شتون په افغانستان او سیمه کې د ستونزې برخه دي، تر هغې چې پوځي شتون ختم نه شي، مقاومت به روان وي.

په دې هیله چې ډېر ژر د یوه هوسا، بسیا، خپلواک او سرلوړي افغانستان شاهدان واوسو!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د