پروېز مشرف، د پاکستانی پخوانی نظامي مشر

«تر څو به داسې پټه خوله يو» د پاکستان په اړه د يو جنرال د کتاب نچوړ

د جنرال شاهد عزيز کتاب د رازونو بوجۍ ده، مګر د امريکا تروريزم ضد جګړې په نوم، چې جنرال مشرف کوم کارونه کړي، په دې اړه هر څه د جنرال عزيز د خپلو سترګو ليدلی حال دی

ليکوال: جاويد چودهري

ژباړن: احمدالله احمدزی

بريد جنرال شاهد عزير ۳۷ کاله د پاکستاني پوځ مهم او لوړی پوړی غړی پاتې شوی او د ده درې نسلونو د پاکستان پوځ کې خدمت کړی. پلار يې د پوځ ډګرمن و، جنرال عزيز۱۹۷۱ کې هند سره په جګړه کې ګډون کړی، هغه مهال دی دوهم بريدمن و او له دې ځايه دی د پاکستاني پوځ درې ستوريز جنرالۍ مرتبې ته ورسېد.

دی د پوځ د نظامي عملياتو عمومي قوماندان هم و، لاهور کې د پوځ د لويې قوماندانۍ مشر هم پاتې شوی. له تقاعد وروسته دوه کاله د پاکستان د ملي احتساب ادارې  مشر هم و.

جنرال شاهد عزيز د جنرال مشرف خپلوان هم دی او اوس يې درېيم نسل يعنې زوی يې هم په پوځ کې کار کوي.

جنرال شاهد عزيز له تقاعد وروسته «يه خاموشي کها تک» (تر څو چوپتیا) په نوم خپل ژوند ليک وکښه.

د کتاب له چاپ او خپرېدو وروسته پاکستاني برحاله او متقاعدو جنرالانو پر شاهد عزيز توندې او ترخې نيوکې وکړې او دا کتاب يې د پاکستاني پوځ پر ضد يوه دسيسه وبلله او غوښتنه يې وکړه، چې جنرال شاهد عزيز بايد نظامي محکمې ته معرفي او سزا ورکړای شي.

د کتاب له چاپ وروسته د جنرال عزيز يوې تلويزوني مرکې دغه اور نور هم تېز کړ.

ما چې په خپله دا کتاب ولوست، نو هېڅ داسې کومه بده او کمزورې خبره راته پکې ښکاره نه شوه. دا د يو دردېدلي قوم د يو خجالت جنرال ژوندليک دی، چې په ډېر جرأت يې خپلو، د خپلې ادارې او ملګرو پر تېروتنو اعتراف کړی، دغه جنرال د پاکستاني پوځ، سياستوالو او حکومت د بېړۍ هغه سوري ځايونه په نښه کړي، چې چارواکو په صابون، ګريسو، او کاغذ بند کړي او کله نا کله يې پرې قالين او جای نماز هم اچولی، چې د خلکو له نظره پټ شي، مګر هېڅکله مو داسې هڅه نه ده کړې، چې دغه سوري د تل لپاره بند کړو.

دا کتاب پر منافقت او دوه مخۍ د ولاړ او روان نظام يو بې پرې تحليل دی او د داسې يو جنرال اعتراف دی، چې ۳۷ کاله يې د همدې پوځ خدمت کړی دی.

موږ د جنرال شاهد عزيز له فکر او کار سره مخالفت کولای شو، مګر دا کتاب يې هېڅکله يو اړخيز نه شو ردولای.کله چې موږ اور او لوګی وينو، نو په دې اړه زيات بحث پر دې کوو، چې دا اور چا لګولی او دا هم بايد ومنو، چې سياستوالو، حکومت او پوځ ټولو کې لوګی او اور موجود دی.

زما په ګومان دا کتاب بايد هېواد کې د روان لوګي او اور يو تحليل وبولو او که د دې کتاب له لوستو وروسته دا پرېکړه وکړو، چې تېر ۶۸ کاله مو کږو لارو مزل کړی او بايد راتلونکي وخت کې يې د اصلاح او سمونې فکر وکړو او نور له دې تباهۍ ځانونه وباسو.

جنرال شاهد عزيز په خپل کتاب کې اعتراف کړی، چې د پوځ د هغه مهال مشر جنرال پروېز مشرف ۱۹۹۹ ۱۲ اکتوبر له کودتا وړاندې پرېکړه کړې وه، چې نوازشريف له دندې ګوښه کړي او جنرال شاهد هغه مهال د پوځ د نظامي عملياتو عمومي قوماندان و.

د سريلانکا له سفر وړاندې جنرال مشرف داکتوبر په لسمه د وسله وال پوځ له لسو سترو قوماندانانو سره د نواز شريف حکومت د نسکورولو پرېکړه کړې وه.

په دغه پټه پرېکړه کې جنرال محمود، جنرال عزيز خان، د نظامي عملياتو عمومي قوماندان «جنرال شاهد عزيز د کتاب ليکوال» د نظامي استخباراتو رييس جنرال احسان الحق او د پوځ د عامه اړيکو مشر ډګرمن راشد قريشي غړي وو.

د پاکستان راديو تلويزون د نيولو او کراچۍ کې د جنرال مشرف الوتکې د کوزولو ټولې چارې جنرال شاهد عزيز ته سپارل شوې وې.

جنرال شاهد عزيز په خپل کتاب کې اعتراف کړی، چې دوی د مشرف کودتا يو انقلاب باله، مګر د وخت په تېرېدو زموږ ټولو زړونه مات شول او بالاخره داسې وخت راغی، چې پوځي افسران به د خلکو له شرم او وېرې له کوره په ساده کاليو کې راتلل او دفتر کې به يې نظامي يونيفارم اغوست. جنرال عزيز دا هم وايي، چې پوځ هغه مهال د چودهريانو مخالف و او نه يې غوښتل، چې جنرال مشرف دوی سره جوړجاړی وکړي او دا ډله دې سياسي واک ته ورسېږي، مګر جنرال مشرف يوه ورځ ۲۰۰۱ز د جنوري په ۳۱ د پوځ د قول اردو ګانو له ټولو قوماندانو سره په خپله رسمي غونډه کې وويل، چې دوی بايد د ۲۰۰۲ انتخاباتو د ګټورو پايلو په موخه د چودهري شجاعت په مشرۍ مسلم ليګ ق ګوند قوي کړي، د هېواد دوه ستر ګوندونه، د بېنظرې پيپلز ګوند او نواز شريف مسلم ليګ ن سره ووېشي او کمزوری يې کړي.

د جنرال پروېز مشرف له کودتا وروسته د لومړي ځل لپاره د پارلماني ټاکنو د ګټورو پايلو لپاره مشرف د رايو ورکوونکو عمر له ۲۱ کالو اتلسو کالو ته راټيټ کړ.

جنرال شاهد عزيز دا هم وايي، چې جنرال مشرف به په سياسي پرېکړو کې له پوځي افسرانو سره سلامشورې نه کولې او پوځ له دې هم نه و خبر، چې نواز شريف څنګه له هېواده وشړل شو.

«کله چې زه له تقاعد وروسته د احتساب ادارې مشر شوم، نو جنرال مشرف راته کړه، چې د مسلم ليګ ق ګوند فيصل صالح حيات د فساد دوسيه به نه څېړې، ماته يې د حکومت د سياسي مجبوريو يادونه وکړه او راته يې وويل، چې د يو شمېر ځانګړو سياسي مشرانو د فساد دوسيې به هم نه څېړې».

۲۰۰۷ز کال کې يو لوړپوړي چارواکي طارق عزيز د جنرال مشرف هغه امر راوړ، چې د بېنظرې اړوند د فساد ټولې دوسيې بايد وتړل شي، ما چې په دې اړه له همکارۍ انکار وکړ، نو زما صلاحيت يې زما دواړو مرستيالانو هر يو ډګر جنرال محمد صديق او حسن وسيم افضل ته وسپاره، ما چې په پرله پسې توګه د بېنظرې او اصف زرداري د فساد قضيې په اړه له خپلو مرستيالانو پوښتنې کولې، نو زما د مرستيال دفتر يې له اسلام اباده لاهور ته ولېږداو.

د لاهور د سترې قوماندانۍ د مشر جنرال په توګه مې، چې لاهور کې د پوځي ځمکو د ميلياردونو روپيو د فساد قضيه څېړله، نو ولسمشر مشرف د فساد دا قضيه هم زما لاسه واخيسته او تر اوسه تري تم ده.

د قومي احتساب ادارې د مشر په توګه مې، چې د پټرولو په را واردولو کې د ۸۱ ميلياردو روپيو د درغلۍ د دوسيې څېړلو خبره وکړه، نو لومړي وزير شوکت عزيز او ولسمشر جنرال مشرف دا قضيه هم پټه کړه او د نه څېړلو امر يې وکړ.

د بورې د بحران په اړه مې، چې د مافيايي کړيو د نيولو هڅه وکړه، نو حکومتي چارواکو امر وکړ، چې دمګړۍ بايد له داسې پرېکړو تېر شو، نو زه اړ شوم، چې دوه مياشتې رخصت واخلم او په خپل کور کينم.

د جنرال شاهد عزيز کتاب د رازونو بوجۍ ده، مګر د امريکا تروريزم ضد جګړې په نوم، چې جنرال مشرف کوم کارونه کړي، په دې اړه هر څه د جنرال عزيز د خپلو سترګو ليدلی حال دی. که موږ غواړو، چې سيمه کې د امريکا د ظالمې پاليسۍ په پټو رازونو پوه شو، نو بايد د جنرال شاهد عزيز دا کتاب ولولو.

جنرال عزيز دا هم وايي، چې مشرف به مهمې خبرې د پوځ له لوړپوړو افسرانو پټې ساتلې، جنرال عزيز هغه مهال د پوځ رييس ارکان او جنرال يوسف يې مرستيال و، مګر د پوځ دغه دواړه لوړ پوړي افسران هم د مشرف له ډېرو مهمو پرېکړو ناخبره وو.

جنرال عزيز، چې تقاعد وروسته ۲۰۰۵ز کال کې ګوادر ته ولاړ، نو هلته يې وليدل، چې امريکا د ۲۰۰۱ز کال نومبر کې ګوادر او جيواني کې خپل سمندري عسکر له  پرېمانه سپکو او درنو وسلو سره کوز کړي وو. امريکايي عسکر بيا د بلوچستان له لارې افغانستان ته ولاړل او ۲۰۰۵ز کال پورې امريکايي عسکر په ګوادر کې موجود وو.

۲۰۰۱ز کال کې زه د پوځ رييس ارکان وم، د امريکايانو له شتونه نه وم خبر، بيا مې، چې له خپل مرستيال جنرال يوسف څخه پوښتنه وکړه، هغه هم نه و خبر. يعنې د امريکايانو له دومره پراخ شتونه د پوځ دوه مهم لوړپوړي مشران نه و خبر.

جنرال مشرف جيکيب اباد، شمسي او د ژوب دالبندين هوايي ډګرونه هم د پوځي جنرالانو له مشورې پرته امريکايانو ته سپارلي وو او په دې اړه يې جنرالانو ته غلط معلومات ورکړي وو. هغه مهال، چې پاکستاني عسکر د يادو هوايي ډګرونو د امنيت ساتلو په موخه دغو هوايي ډګرونو ته ورغلل، نو امريکايي عسکرو دوی ته د ورتلو اجازه ورنه کړه او دغه پوځي اډې سي ای اې په بشپړه توګه په خپل کنټرول کې اخيستې وې.

جنرال عزيز په خپل کتاب کې دا راز هم په ډاګه کړی، چې د امريکايي عسکرو نظامي تجهيزات او وسايل د پاکستان د دولتي لوژستيکي ټېلرو په واسطه افغانستان ته لېږدول شوي.

ليکوال دا هم وايي، چې امريکا د يوې ژورې دسيسې له مخې مجاهدين او پاکستانی پوځ سره وجنګول او امريکا په لوی لاس غوښتل، چې د خپلې جګړې لمن تر پاکستانه هم وغځوي. امريکايانو په لوی لاس طالبان د پاکستان سرحدي سيمې تورې بوړې کې سره راټول کړل، هلته يې پرې بمبارۍ پيل کړې، چې بالاخره دغه خلک اړ شول، چې پاکستان ته راشي. پاکستان سره د دې خلکو هېڅ ستونزه نه وه او نه يې د جګړې څه اراده وه. پاکستان ته د راتلو پر مهال مې امريکايي جنرال ټومي فرانکس ته زنګ وواهه، چې تاسې طالبان د پاکستان سرحدي سيمو سره راټول کړل، موږ مو ولې خبر نه کړو. هغه راته وويل، دا «يوه تېروتنه وه»، مګر دا تېروتنه نه، بلکې امريکا په لوی لاس غوښتل، چې خپل دښمنان پاکستان ته راواړوي او دا جګړه تر پاکستانه وغځيږي.

له هغې وروسته امريکا پر موږ فشار واچاو، چې پاکستان کې د مجاهدينو پر ضد عمليات پيل کړو، موږ د کوهاټ زندان د امريکايانو لپاره خالي کړ او هلته مو اتيا بهرني مجاهدين زندانيان کړل، د کابل له نيولو وروسته امريکا د هند پر مخ خپلې دروازې پرانيستې او هند په کابل کې خپلې پښې ښې ټينګې کړې.

هغه مهال امريکا ۱۱۰ پاکستانيان هم هند ته وسپارل او تر اوسه يې هېڅ درک نه ښکاري. امريکايانو يوولس سوه پاکستانيان موږ ته وسپارل او موږ يې په مقابل کې ۲۳۲ بهرني مجاهدين امريکا ته وسپارل.

جنرال شاهد عزيز پاکستان کې د لومړۍ جګړې د پيل کيسه کوي، چې ۲۰۰۲ز کال د جنوري په ۲۶ پنځوس پاکستاني عسکر له څلورو امريکايانو سره قبايلي سيمه کې د يو کور دروازه ټکوي، د کور څښتن ورته راوځي، او پوځيان ورته وايي، چې کور به يې تالاشي کيږي. د کور څښتن غوښتنه کوي، چې دی بايد خپلې تورسرې يو اړخ ته کړي. د کور څښتن، چې ننوت بيا راونه ووت. پوځيان، چې کور ته ننوتل، ګوري، چې کور له مجاهدينو ډک دی او پر پوځيانو يې ناتاره ډزې پيل کړې.

د دغو عملياتو يو ګډونوال افسر د صحنې ژوندۍ عکاسي کړې او د شپې تر لسو بجو دغه جګړه روانه وه، چې بالاخره مجاهدينو د پوځ محاصره ماته کړه او په تېښته بريالي شول. دا د پاکستاني پوځ او مجاهدينو تر منځ لومړۍ جګړه وه، چې تر اوسه د درېدو نوم نه اخلي، چې له امله يې اوس پاکستان د پردۍ جګړې په ډګر بدل شوی دی.

ما چې د جنرال شاهد عزيز دا کتاب ولوست، نو پوه شوم، چې د ترورېزم په نوم جګړه زموږ خپله جګړه نه ده، دا د امريکا او جنرال مشرف جګړه ده او په لوی لاس يې پاکستان د دغې جګړې ډګر وګرځاو. دغې جګړه تر اوسه د شپېته زرو ولسي خلکو او اووه زره پاکستاني عسکرو ژوند اخيستی او اوس هم هره ورځ ولسي او پوځي ځوانان وژل کيږي، مګر د دې هر څه سربېره تر اوسه هېچا دا جرأت نه دی کړی، چې په دې اړه بې پرې بحث او څېړنه وکړي او نه پرې څوک کومه ليکنه کوي. دا ولې؟ دا دومره خاموشي ولې او تر کومه؟ ايا تر پايه به موږ د پرديو د جګړو قربانيان يو؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د