دولت وزيري

دفاع وزارت ومنله چې امریکایانو د دوی په غوښتنه پر روغتون بمبارد وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د کندز په لس ورځنۍ جګړه کې تر ټولو زړه بوږنوونکې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې امریکايي جنګي الوتکو د دغه ولایت په مرکز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون کابو یو ساعت بمبارد وکړ. دغه پېښه په نړیواله کچه ډېره وغندل شوه. طالبانو د سپټمبر په ۲۸مه د کندز مرکز په بشپړ ډول د حکومت له واک څخه ووېست.

د دوشنبې پر ورځ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان، جنرال کمبل یوې خبري غونډې ته په خبرو کې په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د برید پړه پر حکومت واچوله او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونو له امریکایانو څخه غوښتي و چې پر روغتون دې بمونه ووروي.

د دفاع وزارت ویاند، جنرال دولت وزیري ومنله چې امریکايي الوتکو د دوی په غوښتنه په کندز کې روغتون په نښه کړ. وزیري زیاتوي، چې له امریکایانو څخه یې د دې لپاره د روغتون په نښه کولو غوښتنه وکړه چې ګواکې «د روغتون شاوخوا طالبان وو». وزیري دا نه شي تاییدولی چې د روغتون دننه دې طالبان وو: «دا نه شم تاییدولی چې په روغتون کې خپله وو که نه». د دفاع وزارت ویاند همدومره وايي چې: «هلته شاوخوا جګړه وه».

دولت وزیري لا هم ډاډه نه دی چې هلته دې طالبان وو. دی وايي: «نو د دې لپاره چې اوس معلومه کړو چې د روغتون دننه مخالفین وو که نه، یو کمېسیون ټاکل شوی، چې وڅېړي او روښانه شي چې دلته که چا تېروتنه کړې وي او دا پېښه رامنځ ته شوې ده». وزیري دا ونه ویل که تېروتنه رامنځ ته شوې وي، چا ته به جزا ورکوي که نه.

وزیري د پېښې په اړه نوز جزییات نه ورکوي: «اوس له وخته وړاندې ده چې زه تاسې ته هر څه ووایم خو زه دا خبره تاییدوم، کله چې هوايي برید ته اړتیا وي موږ له بهرنیو ځواکونو مرسته غواړو».

په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون له بمبار وروسته په دغه ولایت کې د افغان حکومت پر جګړې سختې نیوکې وشوې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قاری حسیب
میلمه
قاری حسیب

لعنت د وی په داسی دولت لعنت د وی په دفاع وزارت لعنت د وی په هغه خلکو چی لا هم داسی حکومت پسی روان دی دا هغه مجرمه اداره ده چی د افغانستان تاریخ کی مثال نشته په الله قسم کمونستان هم له دوی نه دیر په اصوله ول دا هغه مرتد او مذدور حکمرانان دی چی د خپل د بادار ګناه هم په خپله غاړه اچوی

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

دا ډیره مهمه موضع ده کیدی شی لیکنه پری ولیکم ،لږ څه به دلته یی هم په اړه ولیکم : لمړی : د افغانستان چارواکی تر ګیدړانو هم ښکته دی ، دوی بادارانو ته دستور یا قومانده نه شی ورکولی دوی حتی د خپلو میرمنو سره د ویده کیدلو اچازه هم له بادارانو اخلی . دوهم : که دا ومنو چه اشغالګرو د دوی په وینا په روغتون بمباری کړی او بی ګناه ډاکتران او ناروغان یی په شهادت رسولی کوم چه د ټولو بین المللی او انسانی قوانینو خلاف عمل دی نو دوی د دغو غلامانو دغه احمقانه دستور… نور لوستل »