ټکنالوژي

مایکروسافټ خپل دوه نوي سمارټ فونونه معرفي کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ تیره ورځ د اپل کمپنۍ نوي سمارټ فونونو او د سامسنګ ګیلکسي ایس ۶ (Galaxy S6) سره د رقابت لپاره خپل دوه نوي سمارټ فونونه د لومیا ۹۵۰ (Lumia 950) او لومیا ۹۵۰ ایکس ایل (Lumia 950 XL) په نومونو معرفي کړل.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغې غونډې کې چې د امریکا په نیویارک ښار کې په لاره اچول شوې وه کې وویل چې خپل دغه نوي سمارټ فونونه به د روان زیږیدیز کال د نومبر په میاشت کې کاروونکو ته وړاندې کړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ خپل د دغو سمارټ فونونو د بیو په اړه وویل چې د لومیا ۹۵۰ بیه به ۵۴۹ ډالره او د لومیا ۹۵۰ ایکس ایل بیه به ۶۵۰ امریکايي ډالره وي.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغو نوو سمارټ فونونو کې د وینډوز هیلو (Windows Hello) ټکنالوژي هم ځای پر ځای شوی. د دغې ټکنالوژۍ په مرسته د کاروونکي سمارټ فون د نوموړی د څیرې له لیدلو او پیژندلو وروسته خلاصیږي.

د لومیا ۹۵۰ سکرین ۵.۲ او د لومیا ۹۵۰ ایکس ایل سکرین ۵.۷ انچه دی. دواړه سمارټ فونونه په ترتیب سره ۵۶۴ او ۵۱۸ پکسله ریزولوشن پر انچه لري.

دواړه سمارټ فونونه ۲۰ میګاپکسله کامره او ففت جنریشن اپټیکل امیج سټبلایزیشن (5th Generation Optical Image Stabilization) ځانګړتیا هم لري. د مایکروسافټ په وینا دغو سمارټ فونونو کې يي د کامرې ډیډیکیټډ بټن هم زیات کړی د کوم په مرسته چې تصویر له ځنډ پرته اخیستل کیږي.

د مایکروسافټ کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فونونه د نوي ژر چارجیدو ټکنالوژۍ په مرسته یوازې په ۳۰ دقیقو کې ۵۰ سلنه چارجیږي.

دغو سمارټ فونونو کې د کونټینیم په نوم ځانګړتیا هم شتون لري د کوم په مرسته چې تاسې خپل سمارټ فون له مانیټر سره له وصلولو ورسته د کمپیوټر په توګه یي هم استعمالولی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x