ټکنالوژي

د مایکروسافټ نوی ټبلېټ او لیپ ټاپ هم کاروونکو ته وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د تیرې ورځې غونډې کې د مایکروسافټ کمپنۍ خپل وروستیو سمارټ فونونو معرفي کولو سره خپل د نوی ټبلېټ او لیپ ټاپ په اړه هم معلومات وړاندې کړ.

له دې وړاندې هم مایکروسافټ کمپنۍ خپل پیاوړی ټبلېټ د سرفیس پرو په نامه وړاندې کړی و خو دغه کمپنۍ د لومړۍ ځل لپاره خپل نوی جوړ شوی لیپ ټاپ په اړه هم معلومات وړاندې کړ.

د ټبلېټ په برخه کې د مایکروسافټ کمپنۍ د سرفیس پرو د لړۍ څلورم ټبلېټ معرفي کړ. دغه ټبلېټ چې سرفیس پرو ۴ (Surface Pro 4) نومول شوی ۱۲.۳ انچه ډسپلې لري.

د مایکروسافټ کمپنۍ د سرفیس پرو د لړۍ مخکیني ټبلېټونه هم د کاروونکو په جذبولو بریالی شوی وو. مایکروسافټ کمپنۍ وویل چې خپل دغه نوی ټبلېټ به په ۸۹۹ امریکايي ډالرو کاروونکو ته وړاندې کوي.

مایکروسافټ کمپنۍ وویل چې د سرفیس پرو دغه نوی ټبلېټ د دغې لړۍ پخواني ټبلېټونو په پرتله ۳۰ سلنه او د اپل کمپنۍ د میک بک اییر (MacBook Air) په پرتله ۵۰ سلنه چټکه ده.

له دغې ټبلېټ سره مایکروسافټ کمپنۍ د لومړی ځل لپاره خپل لیپ ټاپ هم معرفي کړ. د مایکروسافټ کمپنۍ دغه لیپ ټاپ هم غوره ځانګړتیاوې لري او کولی شي د کاروونکو توجه جلب کړي.

د مایکروسافټ دغه لومړنی لیپ ټاپ ۱۳.۵ انچه ډسپلې لرلو سره ډیر پیاوړی او غوره ریزولوشن هم لري. دغه لیپ ټاپ د چټک لیکلو لپاره تر ټولو غوره کیبورډ لري او ټچ سکرین هم دی.

د دغې لیپ ټاپ بیه ۱۴۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې او اکتوبر میاشتې په ورستیو کې به نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي. دغه لیپ ټاپ انټل کور ای ۵ (Intel Corei5) او کور ای سیون (Intel Corei7) پروسېسر لري او ۱۲ ساعته چارج ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x