نظــر

دکمپیل بړاسکي او ځکمني واقعیتونه

لیکوال: بخت الرحمن بخت

جنرال جون ایف کمپیل د امریکي دسنا مجلس د وسلوالو خدمتونو ټولني ته په خپل لیکل شوي بیان کي ویلي، چي په پاکستان کي د پاکستاني فوځ له لوري دروانو عملیاتو په ترڅ کي دغه فوځ خپلو کړو ژمنو کي رښتنی ښکاري، نوموړي زیاته کړه د پاکستان دوسلوالو ځواکونو لوړ رتبه قومندانانو ورته باور ورکړي چي د روانو عملیاتو په ترڅ کي د ترهګرو فرق نکوي او نه یی دښه او بد په نامه ترهګر سره جلا کړي دي، بلکي دټولو ترهګرو په وړاندي یی یو ډول عملیات روان کړي دي.
نوموړي په پاکستان کي دخیبر پښتونخوا ایالت قبایلي سیمو کي په خاصه توګه د تیراه او خیبر ایجنسۍ عملیاتو ته په اشاره کولو سره وويل، دپاکستان حکومت او فوځ دغه سیمه کي کامیابه عملیات پر مخ بیا یی او داسي ښکاري چي نور یی دلته د ترهګرو ملا ماته کړي ده.

جون کمپیل په افغانستان کي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته اشاره وکړه او زیاته یی کړه.

دافغانستان حکومت او طالبانو تر منځ دسولي، جوړي او روغي خبرو په اړه د پاکستان حکومت ډیر څه کړي، د روان کال د جولایی په میاشت کي یی دغه دواړه لوري دخبرو لپاره مخامخ سره کښینول، کمپبیل وويل ډير ژر به ددغي ناستي په تعقیب بله ناسته هم دپاکستان دحکومت دهڅو په ترڅ کي رامنځ ته شوي وی.
خو دا چي دطالبانو دپخواني مشر ملا محمد دمړني خبر ښکاره شو او د طالبانو دنوي امیر دټاکلو لپاره دطالبانو له لوري وخت وغوښتل شو نو ځکه دغه پروسه یو ځل بیا دیو څه وخت لپاره وځنډول شوه.

نوموړي زیاته کړه پاکستان خپله د افغانستان په څیر دترهګرو له لوري دسخت ګواښ سره مخامخ وو او دغه هیواد یی له سختو امنیتي مشکلاتو سره لاس او ګریوان کړي چي ښکاره بیلګه یی د تیري میاشتي د خیبر پښتونخوا ایالت د پاکستان دهوایی ځواکونو یوي اډی (بډا بیر) باندي د وسلوالو طالبانو مخامخ برید دي.
کمپیل زیاته کړه په دي کي شک نشته چي دپاکستان او افغانستان تر منځ څه ناڅه مشکلات وجود لري او دا مشکلات به د ۲۰۱۶ زدیږ کال تر اخیره پوري جاري پاتي وي.

خو دا یوه خبره ډیره واضح او تر لمر سپینه ده چي دطالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ دسولي دخبرو او مذاکراتو لپاره دپاکستان رول له نظره نه شو غورځولی او د دواړو اړخونو تر منځ د پخلایني د خبرو اترو لپاره دپاکستان هڅي ډيري مهمي دي.

نوموړي دخپلو خبرو پر مهال په افغانستان کي دداعش وجود او رول ته هم اشاره وکړه، او زیاته یی کړه داعش په افغانستان کي زمونږ له توقع او هیلو څخه ډیر مخکي روان دي او د افغانستان په نهو ولایتونو کي یی فعالیتونه معلومیږي چي تر ټولو زیات حضور یی دافغانستان په سویلي ختیځو ولایتونو اوپه خاصه توګه ننګرهار کي ترسترګو کیږي.

جون کپمبیل زیاته کړه، که څه هم داعش په افغانستان کي دافغاني طالبانو ځیني نارا ضه کسان له ځاه سره ملګري کړي او همدارنګه دپاکستاني طالبانو څو کسانو د ازبکستان داسلامي پاڅون په شمول ورسره ملګرتیا ښودلي خو تر اوسه پوري په دي نه دي توانیدلي چي پراخ ولسي ملاتړ ترلاسه کړی او یاهم په زیات شمیر بهرني وسلوال را جلب کړي.

دکمپیل بړاسکي او ځکمني واقعیتونه:

دا چي کمپیل وایی پاکستان دضرب عضب دعملیاتو په ترڅ کي طالبان په ښو او بدو طالبانو نه دي سره ویشلي دټولو په مقابل کي یی یو ډول چلند او برخورد کړي، دابه څه نا څه ورسره ومنو چي پاکستاني وسلوالو ځواکنو په شمالي وزیرستان کي پاکستاني طالبان (TTP) او دحقاني ډلي په وړاندي ګډ عملیات کړي ددواړو په خلاف یی جنګ کړي او دواړو ډلو ته یی څه ناڅه تاوانونه هم اړولي دي.

او داچي ښاغلي کمپیل وایی چي پاکستاني وسلوالو ځواکونو نوره دپاکستاني طالبانو ملا ماته کړي او هغو ته یی پوره شکست ورکړي ورسره و نه منو.
کچیري دپاکستان وسلوالو ځواکونو پاکستاني طالبانو ته ماتي ورکړي وی او هغه یی نور له فعالیت او مقاومت څخه غورځولی وی، پیښور ښار ته څیرمه دپاکستاني ځواکونو پر ډير مهم او ستراتیژیک مرکز باندي په دومره لویه کچه برید چا ترسره کړ چي دیوه فوځي افسر په شمول دیرش تنه دپاکستان دهوایی ځواکونو کارمندان یی ووژل.

کچیري دپاکستان حکومت پاکستاني طالبان نور له منځه وړي وی، دوي اونۍ مخکي دپيښور ښارته څيرمه دپولیسو دیو قومندان پر موټر برید د چا له لوري تر سره شو او همدارنګه په باجوړ ایجنسي، چارصده او نورو اړونده سیمو کي په دي وروستیو کي یو په بل پسي د محلي پولیسو او قومي ملیشو قومندانان په نښه کیږي او وژل کیږي دا د چا لوري ترسره کیږي او څرنګه ترسره کیږي.

لږ موده مخکي دپنجاب ایالت دکورنیو چارو وزیر پرکور باندي برید چي نوموړی خپله هم پکښي ووژل شو دغه برید د چا لوري ترسره شو.

دطالبانو او افغاني حکومت ترمنځ دسولي دخبرو په اړه دپاکستان مخلصانه او بی پري هڅي او د امریکي له لوري ددغو هڅو ستاینه:

ښاغلي کمپیل لیکلي چي د پاکستان حکومت هروخت کوښښ کړی چي طالبان دي ته اماده کړي ترڅو د افغانستان له اداري سره یی دخبرو لپاره کښینوي.
نوموړي دلته د روان کال د جولای د میاشتي هغي ناستي ته اشاره کړي ده چي د پاکستان په یوه سیلاني سیمه مري کي کوم پنځه ستوريځ هوټل کي دطالبانو دمنځنۍ کچي د څو تنو مشرانو او افغانستان حکومت د استاځو تر منځ ترسره شوه.

خو کومي خبري چي دروان کال دجولای په میاشت کي دپاکستان په مري ښار کي دځینو طالبانو او دافغانستان دحکومت د استاځو ترمنځ ترسره شوي وي، دطالبانو له لوري هغه خبري رد شوي بلکي وویل شول چې کومو کسانو چي دپاکستان دمري په ښار کي د طالبانو په استاځیتوب د افغانستان له حکومت سره مذاکرات یا خبري کړي دي، دغه کسان د افغانستان داسلامي امارت استاځي نه دي او نه هم د امارت کوم کس دمري په مذاکراتو کي برخه اخیسته ده.

داعش او کمپیل: کپمبیل په خپلو څرګندونو کي زیاته کړه چي د داعش حضور په افغانستان کي زمونږ له توقع او هیلو څخه زیات مخ په وړاندي روان دي.

نوموړی وایی داعش د افغانستان په ۹ نهو ولایتونو کي حضور لري، حال دا چي د اوسني او تازه معلوماتو پر بنسټ، داعش د افغانستان د ننګرهار ولایت څخه علاوه د افغانستان په هیڅ یو ولایت کي هم حضور نه لري او نه یی هم له کوم ولایت څخه چا د ملګرتیا او ملاتړ اواز پورته کړی ده.

او حال دا چي په ننګرهار کي د خپلو شومو او بی رحمانه او ظالمانه کړنو له کبله له سخت ولسي غبرګون سره مخ شوي او له سیمي څخه دتیښتي په حال کي دي.

دا چي امریکایان پر هر سټیج باندي ناري وهي چي افغانستان کي د داعش حضور ورځ تر بلي او زمونږ له توقع او هیلو څخه په زیات ګړندیتوب مخ په وړاندي روان دي، دا چیغي او ناندرۍ صرف ددي لپاره وهي تر څو پر افغانستان باندي خپلي ناروا ولکي او یرغل ته نور هم دوام ورکړي او له نړیوالو څخه دداعش په وړاندي د جنګ او مبارزي په بهانه کریډټ ترلاسه کړي.

امریکا او د بشر دوستۍ دعوي، پرمختللي جنګي ټیکنالوژي او دکندوز روغتون:

امریکایانو په کندوز کي دبی پولي ډاکټرانو دسیمي په کچه ستر او پیژندل شوی روغتون په نښه کړ.

دغه روغتون باندي امریکایانو یو یا دوه مزائیل نه دي فایر کړي چي خلګ یی ورسره سهوه یا غلطي ومني او ددوي معذرت ورسره قبول کړي.

امریکایانو دغه روغتون تر ۴۰ دقیقو پوري د اتو الوتکو په واسطه تر برید لاندي راوستلی وو، حتی د روغتون عمله او دبی پولي ډاکټرانو دفتر وایی چي د روغتون او دبي پولي ډاکټرانو له لوري دوي ته خبر هم ورکول شو چي روغتون یی تر اور لاندي نیولی دي خو بیا هم دغه روغتون باندي امریکایانو بمباري بس نه کړه.

امریکا چي پر ټوله نړۍ باندي د جنګي ټیکنالوژۍ په ډګرکي برلاسی لري او حتی دعوه کوي چي له هوا څخه پر ځمکه یو انچ شي هم تحلیلولی شي چي داڅه شي او څه کوي.

ایا دوي په کندوز کي دومره لوي روغتون چي په سلګونو ناروغان پکښی بستر وو د روغتون په منځ کي امبولانسونه ولاړ وو د روغتون د مخامخ د روازي پرسر جوړ شوي برج باندي د بي پولي ډاکټرانو سمبولیک بیرغ هم رپانده وو نه لیدو، دوي ته دا نه وه معلومه چي دلته دبی پولي ډاکټرانو روغتون شته، دا چي د بمبارۍ په منځ کي د بې پولي ډاکټرانو له لوري دوي ته خبر ورکول کیږي، دغه خبر ددوي لپاره کافي نه وو چي نور یی دغه روغتون باندي بریدونه درولي وای.

ایا دا به ددي لپاره کافي وي او انصاف خوښونکي نړیوال به ورسره قناعت وکړي چي کله وایی مونږ ته دافغاني ځواکونو له لوري ویل شوي وو چي دغه ودانۍ تر برید لاندي راولي او کله وایی چي په دي پیښه کي دامریکي دهوایی ځواکونو له لوري سهوه یا غلطي شوي ده.

که چیري دارنګه کړني مونږ سهوه وګڼو نو په تیرو ۱۴ کلونو د افغانستان په ټولو سیمو کي د امریکایی فوځیانو حضور درلود د هیواد په مختلفو سیمو کي په وړو وړو کنډکونو باندي ویشل شوي وو، د ( پي آر ټٍي) په نامه سره یی واړه واړه مرکزونو جوړ کړي وو، او هره ورځ به دامریکایی الوتکو له لوري دافغانستان په ټولو سیمو کي دوسلوالو طالبانو په وړاندي هوایی بریدونه ترسره کیدو.

ولي یوه ورځ دغو هوایی بریدونو کي امریکایی الوتکو په سهوه یا غلطي سره دافغانستان په لري پرتو سیمو کي امریکایانو کومه اډه، وړوکي کنډک یا ددغه عسکرو کوم ولایتي بیا رغوني مرکز په نښه نه کړ، حال دا چي مونږ شاهدان یو چي امریکایانو په تیرو څوارلسو کلنو کي بی شماره مساجد، مدارس او دخوښیو مراسم په نښه کړي دي او د افغانانو بی شماره دخوښیو صحني یی په غم او ویر بدلي کړي دي.

کمپبیل که په رښتیا غواړي چي افغانستان ته نیکمرغي راولي نو دسپیني ماڼي واکدارانو ته دي مشوره ورکړي چي سپینه ماڼۍ دي نور افغانستان باندي یرغل ته دپای ټکي کښیږدي.

افغاني طالبان وایي، مونږ به دافغانستان له حکومت سره تر هغو پوري د مذاکراتو پر میز ناستي ته تیار نشو ترڅو چي امریکایان له افغانستان څخه وتلي نه وي.

داعش چي افغانستان ته راغلی یا دلته د را تلو هڅه کوي بهانه او پلمه یی په افغانستان کي دامریکایانو حضور دي کچیري امریکایان له افغانستان څخه ووزي داعش ته به نوره دغه بهانه نه وي پاتي چي افغانستان دکفري طاقتونو له لوري یرغمال شوی او مونږ یی په وړاندي جهاد کوو.

او همدارنګه دافغانستان ډیری ګاوڼدي هیوادونه په افغانستان کي دامریکایانو حضور دځان په نقصان بولي او وایی چي افغانستان کي دننه دبهرنیو ځواکونو تر چتر لاندي دځینو هیوادونو لابیز ددوي دخپلو هیوادونو په ګټه او ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو په نقصان دافغانستان خاوره استعمالوي او دغي خاوري څخه ددوي په کورنیو چاروکي لاس وهنه کوي.

نو افغانستان کي دننه امریکایی جنرنالان او قوماندا نان باید دسپیني ماڼي واکدارانوته رښتني ځمکني واقعیتونه بیان کړي هغه دي په دي پوه کړي چي افغانستان او سیمه کي مشکلات او کړاوونه ټول زمونږ دحضور له کبله رامنځ ته شوي که مونږ نن هم دغه هیوادونه پریږدو ترڅو خپله مشکلات په خپله حل او فصل کړي، هیڅ مشکل به نه وي او ډيرژر به د ټولو متخاصمو ډلو ټپلو تر منځ اوسني مشکلات یو طرف ته شي، افغانستان او ورسره ټوله سیمه کي به اوسني جنجالونو او دلته به یوه سولیزه فضا رامنځ ته شي

لیکنه بخت الرحمن (بخت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x