د انډرایډ (Android) د کاروونکو شمیر ۱.۴ میلیاردو کسانو ته ورسید

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د وروستیو راپورونو پر بنسټ د انډرایډ د هغو کاروونکو شمیر چې په فعال ډول دغه اپریټنګ سیسټم کاروي ۱.۴ میلیاردو کسانو ته ورسید.

د ټکنالوژي برخې څیړونکو او پاڼو په وینا له دغې جملې څخه ۳۰۰ میلیونه هغه کاروونکي دي چې د دغې اپریټنګ سیسټم تر ټولو وروستۍ بڼه یعني انډرایډ لاليپاپ (Android Lollipop) کوم چې په اصل کې انډرایډ ۵.۱ (Android 5.1) دی کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې اپل کمپنۍ له ۲۰۰۷ زیږیدیز کال څخه وروسته یو میلیارد د ای او ایس (iOS) اپریټنګ سیسټم په مرسته چلیدوونکي اوزار خرڅ کړي او د مایکروسافټ کمپنۍ غواړي تر ۲۰۱۸ زیږیدیز کال پورې د وینډوز ۱۰ د کاروونکو شمیر یو میلیاردو کسانو ته ورسوي خو ګوګل له دغو پیژندلو شوو کمپنیو څخه وړاندې توانیدلی ۱.۴ میلیارده کاروونکي خپل کړي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۴ زیږیدیز کال کې د انډرایډ د فعالو کاروونکو شمیر یوازې یو میلیارد کسانو ول خو دغه کمپنۍ توانیدلی یوازې یو کال په موده کې ۴۰۰ میلیونه کاروونکي جذب کړي. په ۲۰۱۳ زیږیدیز کال کې د انډرایډ اپریټنګ سیسټم د کاروونکو شمیر ۹۰۰ میلیونه وه.

ګوګل کمپنۍ تیره اونۍ خپل دوه نوي سمارټ فونونه د نکسوس ۵ ایکس (Nexus 5X) او نکسوس ۶ پي (Nexus 6P) په نامه معرفي کړل کوم کې چې د دغې کمپنۍ وروستۍ اپریټنګ سیسټم د انډرایډ ۶.۰ مارشمالو (Android Marshmallow) په نامه ځای پرځای شوی او ګوګل کمپنۍ وویل چې خپل دغو وروستیو تولیداتو سره غواړي د ویتنام او اندونیزیا بازارونه خپل کړي. د ګوګل کمپنۍ اجرايي رئیس رسنیو ته وویل چې د انډرایډ ۱۰۰۰۰ کمپنۍ يي د کار لپاره منلي او غواړي دغه شمیر لا زیات کړي.

ځینې مشهورې کمپنۍ لکه سامسنګ (Samsung)، هواوي (Huawei)، ایچ ټي سي (HTC) او شیائومي (Xiaomi) د انډرایډ د اپریټنګ سیسټم د کاروونکو شمیر په زیاتولو کې مهم رول لوبولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د