نظــر

په نظام کی د اصلاحاتو د راوستو لپاره یو معقول او ريښتینی واړندیز

afghan youthدا یو څرګند حقیقت دی چې ځوانان د یوې ټولنې او هیواد غښتلی ځواک دی  دا ځواک کولی شي هغه دروند بار چې ټولنه او هیواد یې له پورته کولو څخه بی وسه وی پخپلو ځواکمنو مټو او بازوګانو پورته او د مقصد تر ځایه یې په بریالتیوب سره ورسوي، داسلام مبین دین هم غښتلي مؤمن انسانان پر کمزورو او ناتوانه انسانانو باندې غوره ګڼلي، که ځیر شو پدې خبره کې د اسلامي  امت  لپاره یو پیاوړی پیغام نغښتی دی چې د یوې نیکمرغه، هوسا، او پرمختللې ټولنې او نظام لپاره بنسټ ګڼل کیږي،
متآسفانه زمونږ په هیواد کې دې بنسټیز فکټور ته چې کولی شی په هیواد کې ټولو شته ستونزو او ناخوالو ته د پای  ټکی کیږدي هیڅ پاملرنه نه کیږی، که په یو نظام کې غښتلې بشري قوه ونډه و نلري او یا ددې قوې غښتلتیا ته پاملرنه ونشي هیڅکله به هم هغه نظام په خپلو موخو کې بریالی نشي.

ولس ددې شاهد دی چې د افغانستان ډیری هغه مسلکي ځوانان چې د لوړو زده کړو تر څنګ پوره کاري تجربه هم لري ددې پر ځای چې په نظام کې دهیواد او ولس د پرمختګ لپاره کار وکړي دهیواد د مشرتابه او حاکمې ډلې د نه پاملرنې له کبله یې له نظام څخه دباندې  خصوصی سکتور ته مخه کړې، او په کورنیو او بهرنیو مؤسساتو کې په کارونو بوخت دی،  ددوی له استعدادونو څخه ددې پر ځای چی نظام د چارو دسمون او ريښتینو اصلاحاتو د راوستلو لپاره کار واخلی متآسفانه بهرنی موسسات او شرکتونه کار آخلی.
داچې په تیرو ټاکنو کې ځوانانو په غوڅ اکثریت سره د هیواد دبرخلیک ټاکلو لپاره ګډون کړی او ددې پروسې دبریالیتوب په لار کې یې راز راز کړاوونه ګاللی پدې هیله وو چې داځل به دوی ته جدی پاملرنه کیږي خو داسې ونه شول او دا هر څه یو ځل بیا له پامه وغورځول شول، یو شمیر ګوندونه،  سیاسي او مذهبی کړی د معمول په شان خپله زړه لوبه چی هغه ګوند پالنه، توکم پالنه او سمت پالنه ده پرمخ بیایی او هڅه کوي چې ولسمشر ته په نظام کې د مهمو پوستونو د تر لاسه کولو په موخه خپل کسان ورپیژني او پدې شکل سره  د نظام په مختلفو اداراتو کې خپل سیاسي حضور زیات او پیاوړی  کړي.
په هیواد کی د یو شمیر ګوندونو شالید ته په کتو سره که ولسمشر په مهمو پوستونوکې د ګمارنې د لړی لپاره له ګوندي او قومی مصلحتونو څخه کار آخیستو ته دوام ورکړی نو د نظام په اصلاح او دخلکو د ژوندانه د بهبود په لاره کې به لدې وروسته هم هیڅ راز پرمختګ او مثبت بدلون تر سترګو نشي ځکه ددې هیواد تاریخ دا په اثبات رسولی چې دداسې کسانو وفاداری له خپلو اړونده ګوندونو او ډلو ټپلو سره وی نه د هیواد او ولس له ملي ګټو سره.
ددې لپاره چې  د ولس او نړیوالې ټولنې باور د افغانستان په اوسنی اداره باندې یقینی شي، زمونږ د هیواد له نامه څخه د فساد ناوړه کلمه چې د هیواد او ولس شان ته یې  په نړیواله کچه سخت زیان آړولی لرې شی او په هیواد کی سرتاسری امنیت او سوله رامنځته شی نو په کار ده  چې د مسلک، وړتیا او امانتکاری غوره معیارونه چې د یو مسلمان ولس او هیواد د هوساینې،پرمختګ او بریالیتوب راز ګڼل کیږی په نظر کې و نیول شي نه ګوندی، مذهبی او سمتی غیر مشروع او مضر مصلحتونه. تاریخ ته په کتو سره او دا زمونږ په هیواد کې ولس ته یو څرګند شوی حقیقت دی  چې دا معیارونه ځوانان کولی شی په ښه شکل سره  پوره او په اثبات ورسوي.
 د هیواد  په اوسنیو حالاتو کې د نظام اصلاح، د چارو سمون او په هیواد که د سرتاسری سولی او امنیت د رامینځته کولو  لپاره تر ټولو وړ کسان هغه ژمن ځوانان دي چې لوړې زده کړې او پوره کاري تجربې ولري، او همدا ځوانان دی چې د هیواد د آبادی په هکله نیک احساس لری، هیواد او ولس ته د چوپړ کولو وړتیا لري،او د ګوندونو پر ګټو ملی ګټو ته لمړیتوب ورکوي  نو ځکه له ولسمشر څخه هیله کیږي چې د ولس د ژغورنې،  دهیواد د آبادی،  د سولی د تآمین،  او په نظام کی  د اصلاحاتو د راوستو لپاره دې معقول او ريښتینی وړاندیز ته جدی پاملرنه وکړی چی هغه  په لوړو زده کړو سمبالو ځوانانو ته د خدمت کولود زیاتو فرصتونو برابرول او د نظام په ټولو برخو کې خصوصآ د محلی اداراتو د رهبری په برخه کی ددوی ګمارل دی او لدې وروسته پرې نږدی چې دا غوڅ اکثریت نورهم په نظام کې له خدمت کولو څخه محروم پاتې شي.

دیو آباد او سر لوړي افغانستان په هیله

محمدعثمان کامران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x