د اوباما«وړاندوینه» رښتیا وختل: د روسیې پر ضد د «جهاد» اعلان

د عبدالمالک همت ژباړه

د امريکې ولسمشر باراک اوباما روسيې ته د سوريې په شخړه کي د ښکېلېدو په اړه خبرداری ورکړی وو او ويلي يې وه چي احتمال لري ماسکو په سوریه کي د پوځي مداخلې له امله د ځينو وسله والو ډلو د غچ اخیستونکو بریدونو هدف وګرځي.

داسي ښکاري چي د اوباما وړاندوینه د تحقق په حال کي ده. په مصر، سوریه، عراق او سعودي کي ځينو اسلام پالو ډلو او ان په مصر کي وسله والو صوفیانو په سوريه کي د روسیې د شتون په وړاندي د «جهاد» حکم صادر کړ. دغو ډلو ماسکو ته په افغانستان کي دېرش  کاله دمخه پېښي وريادي کړې.

اوباما ويلي وه چي کېدای سي ځيني ډلي «جهاد» اعلان کړي او لامل يې هم لري او هغه لامل په سوریه کي د روسیې دخالت دی.

په مصر کي ځينو اسلامپالو ډلو څرګنده کړې ده چي «په سوریه کي د روسي – ایراني اشغال سره» مخالف دي. د سوريې د اخوان المسلمین ډلي په یکشنبې د اکتوبر پر ۴مه د هغه څه پر ضد چي «په سوریه کي يې د روسیې څرګند اشغال » وباله ، د جهاد اعلان وکړ. په عراق کي هم خبرو سرچينو ټينګار وکړ چي څلور وسله والي ډلي په سوریه کي د روسیې د دخالت د مقابلې لپاره بېرته وسله وال فعالیت ته وروګرځېدلې دي. په سعودي کي ۵۲ تنو اسلامي عالمانو چي د سعودي مقاماتو«تحریک ګر» وبلل، په يوه بیانیه کي په شام کي د روسیې په وړاندي د جګړې لپاره د جنګيالیو يووالی او وحدت وغوښت.

دا خبری دا اندېښنه رامنځ ته کوي چي ښايي په سوریه کي د روسيې دخالت د وضعیت د لاکړکېچن کېدو او د جګړې د نوري پېچلتیا لامل سي.

روسیې لومړی اعلان کړی وو چي موخه يې د اسلامي دولت (داعش) سره مقابله ده. خو په عمل کي يې زیات بریدونه د اسد د حکومت د مخالفانو پر مواضعو او ان د هغو ډلو پر مواضعو تر سره سوي دي چي د امريکې د مرکزي اطلاعاتو د سازمان له خوا زده کړي ورکړه سوي دي. بالاخره کرملین ماڼۍ هم د خپل رسمي موقف په بدلون سره په ډاګه کړه چي په سوریه کي يې له دخالت څخه موخه د دغه هيواد له دولتي پوځ څخه ملاتړ دی.

د روسیې د مقابلې لپاره د څلورو عراقي وسله والو ډلو د فعالیت بیا پیلول

په عراق کي خبرو سرچينو ټينګار وکړ چي څلورو عراقي وسله والو ډلو په عراق او سوریه کي د روسیې د دخالت په ځواب کي خپل وسله واله فعالیت له سره پيل کړ.

دغو سرچينو د نینوا په ولایت کي«العربی الجدید» ته وويل: ”د وسله والو ډلو استازو د عراق په شمال کي غونډه وکړه او ويې پتېیل چي روسیې ته ځواب ورکړي او خپل وسله وال عملیات په بغداد کي د ماسکو د هر ډول نظامي شتون په وړاندي له سره پيل کړي“.

د دغه رپوت پر بنسټ : دغو ډلو په عراق او سوريه کي د روسيې نظامي لاسوهنه مذهبي لاسوهنه وبلل چي موخه يې د ایران د طرحو تر سره کېده او د عراق او سوريې پر دوو ملتونو باندي د ايران د غوښتنو تپل دي.

د «عراقي وګړني خوځښت د جبهې » يوه مشر محمد عبدالله ويلي دي چي څلور عراقي ډلي به خپل پوځي عملیات د روسيې د هر ډول حضور په وړاندي له سره پيل کړي.

هغه زیاته کړې ده چي د دې ډلو ډېري پیاوړي يې «نقشبندیه، انصار السنه او جیش‌الاسلام» دي. هغه د خپلو خبرو په دوام کي وويل: که د روسيې مداخله عراق ته وغځيږي نوري ډلي به هم د دې خوځښت سره یوځای سي، چي «الجیش الاسلامی»، «جیش المجاهدین» ا و «د ۱۹۲۰ لسيزي انقلاب پوځي ډله» د هغو له ډلي څخه باله سي.

له بله پلوه د « نقشبندیه طریقې پوځ» په نامه ډله، چي يوه صوفي ډله ده او په عراق کي درېیمه لویه پوځي ډوله ډله باله سي، په يوه بیانیه کي خبر ورکړ چي په سوريه کي يې د روسیې د پوځي شتون پرضد خپل وسله واله فعالیت له سره پیل کړ.

۵۲ اسلامي عالمان د روسيې سره د سوري ډلو د مقابلې غوښتونکی سول

له بله پلوه ۵۲ تنو «تحریک‌گرو» چي د سعودي له آکادمیکو شخصيتونو او مذهبي مبلغانو څخه دي، په سوريه کي د روسیې د ځواکونو سره د مقابأې لپاره د «تيار سی» اعلان وکړ.

د «العربیه» د رپوټ سره سم دغو ۵۲ تنو چي ځيني يې «د مسلمانو عالمانو د اتحاديې» غړي دي، په هغه بیانیه کي چي د خپلو نومونو سره يې لاسلیکونه پر کړي دي، له ټولو هغو کسانو څخه چي له سعودي څخه بهر د جهاد بلني ته د لبیک ويلو وس لري، غوښتي دي چي سوريې ته ولاړ سي او د روسيې د ځواکونو پرضد د تندلارو ډلو په څنګ کي وجنګيږي.

د کارپوهانو په وينا دغه کسان هڅه کوي چی په خپله بیانیه سره سعودي، خليجي او مسلمان ځوانان په سوریه کي د روسيې جګړې ته ورټېل وهي. هماغسي چي ۳۰ کاله وړاندي دغو کسانو ته ورته ډلي او شخصیتونه د شوروي اتحاد د ځواکونو سره د جګړې لپاره د القاعده ډلي او په افغانستان کي د طالبانو تشکیلاتو ته د ډېرو ځوانانو د وردانګلو لامل سول.

د سوريې د اخوان المسلمين د «جهاد» اعلان

له بله لوري هم په سوریه کی د اخوان المسلمين ډلي په یکشنبې د هغه څه پر ضد چي «په سوریه کي يې د روسیې ډاګیز اشغال » وباله د جهاد اعلان وکړ او هغه يې «هر هغه چاته چي د وسلې د اخيستلو وس لري شرعی واجب » وباله.

دې ډلي د خپل ویاند عمر مشوح په خوله ټينګار وکړ چي سوریې ته د روسیې د پوځي ځواکونو ننوتلو او د غیر نظامي کسانو ځپلو ته په پام سره اوس «د روسانو له خوا د سوريې د ځرګند اشغال سره مخامخ يو».

مشوح وويل: سوريې ته د روسيې ننوتل هغه په هماغه د « اسد د نظام » په موضع کی دروي او د سوريې خلک حق لري چي د اشغال په وړاندي په ټولو مشروع سیاسی، پوځي او رسنيزو لارو مقاومت وکړي.

مشوح ماسکو ته خبرداری ورکړ او ويې ويل: که روسیه ګومان کوي چي په دې توګه به په سوریه کي له خپلو ګټو څخه دفاع وکړي، په توهم اخته سوې ده، ځکه چي هماغه د افغانستان او چيچين تجربه تکراروي. څنګه چي له تېرو پنځو کالو څخه د اسد، ایران او حزب الله په وړاندي مقاومت کوو، اوس به د روسیې په وړاندي هم ټينګار وکړو.

هغه خبرداری چي دمخه ورکړه سوی وو

دمخه ډېرو لوېديزو مقامونو روسيې ته په سوریه کي د هغې د دخالت او ناوړو عواقبو په اړه خبرداری ورکړی وو، له دې ډلي څخه د امريکې ولسمشر بارک اوباما ويلي وه د روسيې دخالت په سوریه کي اوضاع نوره هم پېچلې کوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم روسيې ته ګوتڅنډنه وکړه او د هغې اقدامات يې «لویه اشتباه » وبلل.

فرانسې هم د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزیر په خوله په ورته ګوتڅنډنه کي د « جهاد کوونکو» له خوا د روسيې تر بريدونو لاندي راتلو په اړه خبري کړي دي.

د شمالي اتلانتیک تړون «ناټو» اته ويشتو غړو هيوادونو هم د يوې بیانيې په خپرولو سره د اسد د رژیم د مخالفانو او په سوریه کي د غیر نظامیانو پر ضد د روسيې د هوايي بريدونو د سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده. په دې بیانیه کي چي ترکیې هم لاسلیک کړې ده «د دغسي نامسؤولي کړني د جدي خطر» په اړه  خبرداری ورکړی دی.

روسیه پرکومو ډلو بريدونه کوي؟

بالاخره روسيې د سوريې په خاوره کي د خپلو هوايي بريدونو د اعلان سوي هدف په اړه ، چي دمخه د اسلامي دولت د ډلي سره  اعلان سوی وو خپلي رسمی موضع ته بدلون ورکړ او په څرګنده يې وويل چي د بشار الاسد د پوځ ملاتړ کوي.

د رویټر د رپوټ سره سم  د کرملین  ویاند دمتری پیسکوف په دوشنبې د اکتوبر پر پنځمه خبریالانو ته وویل: په سوریه کي د روسیې له عملیاتو څخه موخه د سوريې د پوځ ملاتړ دی. هغه همداراز يې د روسيې يو بل هدف داوباله چي « تروريستان او تندروان تر بريدونو لاندي راولي» .

دا خبري په داسي حال کي کيږي چي د رپوټونو او لوېدیزو مقاماتو د تاکيدونو پر بنسټ د روسيې زیات بریدونه د اسد د حکومت د مخالفانو پر مواضعو او ان د هغو پر مواضعو کيږی چي د امریکا د مرکزي اطلاعاتو سازمان له خوا روزل سوي دي.

د برتانیې دفاع وزیرمایکل فالون ويلي دي تر اوسه د روسيې د هوايي بريدونو یوازي پنځه سلنه د داعش پر مواضعو سوي دي.

د سوريې د بشر د حقوقو د څارونکي ادارې د رپوټ سره سم په سوریه کي د روسيې د هوايي بريدونو په لومړيو درو ورځو کي چي په تېره چار شنبې د سپټمبر پر ۳۰ مه پیل سول لږ تر لږه ۳۹ تنه ملکي وګړي وژل سوي دي. د سوريې د اپوزيشن ملي شورا هم خبر ورکړی دی چي تر اوسه څلور روغتونونه د روسي پوځي الوتکو له خوا بمبار سوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدربی آماج
میلمه
محمدربی آماج

داسی ښکاری چی اوس دجهاد فتوای هم دسپیني ماڼۍ او اوباما په امر تر سره کیږی! سوال دلته دۍ چی آیا امریکایی الوتکی د بمونو او توغندیو پځای دیموکراسی غورځوی؟ او هغه څوک چی دامریکا په بمونو قتل کیږی هغه شهیدان ندی او اشرار دی؟ د شرم ځای دۍ همدغی ډول سوچ د افغانستان حالت داسی بد کړۍ چی اوس یی د حل لاره له ټولو ورکه ده. دا ځکه چی یو څو محدودو کړو د ډالرو په وړاندی ټول افغانی اصول تر پښو لاندی کړی حتی امریکایانو ته د ملایانو په سترګوګوری! او دافغانانو وژل د دوی په لاس… نور لوستل »